هندو ستړی، الله ج ناراضه

لیکوال:ضیغم
خبره دلته ده چې هندو د څه لپاره ستړی دی او الله ج ولی له هندو ناراضه دی.
مخکې لدې نه چې د سرلیک په هکله څه ولیکم، دا باید جوته کړم چې څه شی دې ته اړ کړم تر څو دا سرلیک د خپلې لیکنې لپاره غوره کړم.
څو ورځې وړاندې زمونږ د هیواد په پلازمینه کابل کې د دوی په اند د جهادي څیرو شوری جوړه شوه، چې د دې شوری په جوړښت کې قاضی محمد امین وقاد، انجینر قطب الدین هلال،حاجی دین محمد، عبدالحکیم منیب، سیدحسین انوری، احمد ضیاء مسعود، صبغت الله مجددي، سید احمد ګیلانی، کریم خلیلی… او داسې نورو کسانو کډون درلود، چې دا شوری د اشرف غنی په پلوې او ملاتړ جوړه شوې وه.
ورځ نیمه لا تیره شوی نه وه، چې یوه بله شوری د وحدت د ګوند عبدالرب رسول سیاف په مشرۍ چې په هغې کې د جمیعت ګوند مشر او د اجرایوی شوری مرستیال صلاح الدین ربانی، د هزاره ګانو مشر محمد محقق، د اوبو او بریښنا پخوانی وزیر اسماعیل خان، د دفاع وزیر پخوانی وزیر بسم الله خان، د بلخ والی عطاء محمد نور، د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار، د ولسي جرګې رئیس عبدالروف (ابراهیمي)، د ولسي جرګې پخوانی مشر یونس قانونی، امان الله ګذر، حضرت علی او د اقتصاد پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندیوال ګډون درلود، چې دا شوری د عبدالله په پلوی او ملاتړ جوړه شوی وه.
د دې لیکنې لوری او موخه ټول هغه جهادي مشران، قومندانان او مجاهدین دي چې د سره ښکیلاک د یرغل په وخت کې د جهادي تنظیمونو مشران، قومندانان او مجاهدین وو او اوس د تور ښکیلاک او ښامار د یرغل په وخت کې د یرغلګرو په څنګ او خوا کې د خپل مجاهد ولس په وړاندې جنګیږې، خپل مجاهد وطنوال ته دهشت ګر، توروریست او طالب وایې.
یرغلګرو ته چې اته څلویښت ملکونو د دوی هیواد ئې لاندې کړی او یرغل یې پرې کړی، دوی ته امن غوښتونکی او د دیموکراسي پلویان وایې.
د قرآن د نساء سورت (۹۵-۱۰۰)پورې د دې خبرې څرګندونه کوې،چې کله په یو اسلامي ملک باندې کوم کفري هیواد یرغل وکړې، نو د دې اسلامي ملک وګړې به په درې ډلو ویشل کیږي.
۱- یو ډله به یې وسلې اخلې او د یرغلګرو په وړاندې به جهاد کوي.
۲- دوهمه ډله هغه خلک دې چې هجرت به کوي او له دار حرب نه به ځان باسي.
۳- دریمه ډله ماشومان ښځې- شل- ګوډ او داسې نور معذوره وګړې دی چې نه جهاد کولی شي او نه هجرت. دغه دریمې ډلې ته په قرآن کې الله ج مستضعف ویلی دي.
۴- څلورمه ډله چې نه مجاهدین دي، نه هم مهاجرین او نه هم مستضعفین، دا خلک اور والا خلک دي.
اوس زما پوښتنه له دې په نوم جهادي مشرانو، قومندانانو او خود نما مجاهدینو څخه او په ځانګړې ډول له پروفیسر استاد عبدالرب رسول سیاف څخه دا ده چې تاسو له پورتنیو ډلو (مجاهد، مستضعف، مهاجر او اهل نار) څخه په کومه ډله کې ځان شماری.
دا خبره دې استاده در په یاد کړه چې ویل بدې: «که کله تاسو زه ولیدم چې ظاهرشاه سره ناست یم، نو دا وګڼئ چې یا زما په عقل کې څه کسر شوی او یا هم زما په عقیده کې». ظاهرشاه چې کله کابل ته راغی نو ته ای استاد سیافه! له شلو ځلو ډیر ورسره ناست یې. ظاهرشاه لا پریږده چې د مسلمان نوم پرې وه خو د امریکایانو او د هغوی متحدینو یرغل ته قانوني بڼه ورکوي او داسې وایې: «چې دوی زمونږ هیواد ندې لاندې کړی ، دوی د بن کانفرانس او ملګرو ملتونو په پریکړه راغلی دی» دا دې بله تیروتنه چې د طاغوت حاکمیت او حکمیت دې ومنله. اوس نو بیخې جوته شوه چې هم دې په عقل کمۍ دي او هم دي په عقیده کې.
زه د یو خواخوږې مسلمان په حیث درته وایم چې د هندو کانه درباندې ونشې، چې هندو ځکه ستړی دي چې هغه په خپل اند د الله ج عبادت کوي.
الله ج د دې لپاره ناراض دي چې هندو نه یوازی د الله عبادات نکوی بلکه ورسره شرک هم کوي.
اوس د هندو دغه رنګه عبادت چې باید ده ته ګټه رسولی وی، بلکه تاوان یې ورته ورساوه او له مشرکینو سره په دوزخ کې یو ځای سوځیږې.
په بې ګټو شوراګانو جوړولو ځان مه غولوه،اوس هم څه لا تیر ندې توبه وباسه ، د پردیو د مرئیتوب کړی دې له غوږونو وغورځوه، د جهاد لاره خپله کړه، د مجاهدینو وروڼو په څنګ کې ودریږه، چې د دنیا او آخرت له تاوانه بچ شی او د دواړو جهانونو له ګټو برخمن شي.
له نن ټکي اسیا څخه په مننه