
پوهانو او دسرطان ناروغیو متخصصینو په دې وروستیو کې له ډېرو څېړنو او تجربو وروسته ویلي دي، که پر سرطان اخته ناروغان له سور مرچ ګټه پورته کړي دا ورسره په درملنه کې مرستندویه ثابتیږي.
دامریکا په لاس انجلس ښار کې د سرطاني څیړنو انسټیټوټ پوهان وايي : که پر سرطان اخته کس هره ورځ یو څه اندازه سور مرچ وکاروي، همدا اندازه ۸۰٪ هغه سرطاني حجرې له منځه وړي،چې په پروسټاټ کې راټولې شوې وې.
څیړونکو لومړی پر مږو خپلې څیړنې ترسره کړې دي دوی ته یې هغه خواړه ورکړي دي، چې دکاپسیسین په نوم مواد لري دا مواد په سور مرچ کې ډیر پیدا کیږي( تور مرچ یې هم لري، خو لږه ) دا مواد دهغو حجرو پر ضد مقاومت کوي،چې له پړسوب څخه راپیدا کیږي.
پوهان وايي : که له ۸-۳ ترمنځ تازه سور مرچ وخوړل شي دا بیا د خبیثه تورمونو مخنیوی کوي.
دیادونې ده دا لومړی ځل نه دی، چې پوهان د سور مرچ دګټې په اړه خبرې کوي او په سور مرچ کې دکاپسیسین په نوم مادې دګټو په اړه غږیږي ، پخوانۍ څیړنو هم ثابته کړې ده، چې دا ماده دبدن غوړ په اسانۍ له منځه وړي، دچاغښت مخه نیسي، عمر اوږدوي ، د درد په مخنیوی کې هم ګټوره ثباته شوې ده او پردې سربېره دجنسي ځواک دپیاوړتیا لپاره هم ګټور څیز دی.
الله عزوجل دی ټول افغانان له سرطاني ناروغیو وساتي.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه