د وطنفروش غبرګ عبداله انصاف وګورﺉ

غبرګ عبدالله خپل خوریی  په دوو رسمي بستونو مقررکړی دی

 

مصطفی مستور چې ويل کيږي دعبدالله  خوریی دی اوس مهال د ماليي وزارت برحاله مرستيال دی.

د اجرايه رياست له لوري په نوي حکم کې دپخوانۍ دندې سربېره د عبدالله عبدالله سلاکار هم ټاکل شوی دی.

د اجرايه ریاست له لوري په رسنيز شوی مکتوب کې راغلي دی:« مصطفی مستور د ماليي وزارت مرستيال د پخوانۍ دندې په شتون کې د اجرايه ریاست د ځانګړي سلاکار په توګه منظور دی

دا په داسې حال کې ده چې يو لوري ته په دوو دولتی بستونو د يو کس کار قانوني نه دی او بل لوري ته په لکونو په کار پوه ځوانان بیکاره دي خو اجرایه رياست په يو کس دوه دولتي رسمي بستونه لوروي.

اجرايه رياست تر دې مخکې هم ورته ډيرې لورينې کړي دي ان تر دې چې په پروان کې د خپل سرو وسلو د زيرمتون لرونکی جان احمد يي د مجاهدينو په برخه کې سلاکار ټاکلی دی.

بلخوا په ټولنیزو پاڼو کې هم د اجرايه رياست پر دې کړنه سختې نيوکې شوي دي.

ډيری د ټولنیزو پاڼو کارونکي وايي چې نوی ټاکل شوی سلاکار د دندې نه بلکه د محکمې وړ دی.

يو تن لیکلي دي چې مستور عبدالله ته پټې او ښکاره د کسانو د ګمارنې او پوستونو د ويشنې مشورې ورکوي نو ځکه يي اوس خپل سلاکار هم ټاکلی دی.

ډير نور بیا نيوکې کوي چې د دولت رسمي ادارې ان ارګ او د چارو اداره تر اوسه معاشونه نلري خو اجرايه ریاست هره مياشت په میلیونونو افغانۍ معاشونه ورکوي.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه