د خرما له دغو حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

خرما یو له هغو خوړو څخه دی چې خوړل يي نه یوازې د بدن د اړتیا وړ ګټور مواد پوره کوي بلکه د یو شمیر مهلکو ناروغیو په مخنیوی کې هم ځانګړی اغیز لري. دلته مو د خرما له ځینو مهمو ګټو سره اشنا کوو.
۱- د خیټې د سرطان مخه نیسي.
۲- د بدن مناسبه اندازه وزن ساتلو کې مهم رول لوبوي او د اضافي وزن څخه مخنیوی کوي.
۳- د کولمو د مختلفو ناروغیو او اسهال مخه نیسي.
۴- هډوکي غښتلی او پیاوړی کوي.
۵- عصبي سیسټم پیاوړی کوي.
۶- جنسي قوت په زیاتولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.
۷- د وینې کموالي په ناروغۍ اخته ناروغانو ته ځانګړی انرژي ورکوي.
۸- د زړه د حملې خطر کموي.
۹- د حساسیت لروونکو کسانو ته یو له غوره درملو څخه ګڼل کیږي.
۱۰- د شب کورۍ کمولو کې ځانګړی اثر لري.
ایا پوهیدئ چې خندا مو له بلا ناروغیو ژغورلی شي؟
د وروستیو څیړنو پر بنسټ یوازې خندا هم کولی شي انسان له مختلفو او مهلکو ناروغیو څخه وژغوري. دلته مو د خندا له ځینو روغتیايي ګټو سره اشنا کوو.
۱- د وینې لوړ فشار ټیټوي.
۲- د وینو په رګونو کې د وینې جریان غښتلی کوي.
۳- د یافراګم یا حجاب حاجز، خیټې، څیره یا مخ، پښې او شاتنی عضلاتو لپاره یو له غوره ورزش څخه ګڼل کیږي.
۴- په بدن کې د ذهني فشار شته هارمونونه له منځه وړي.
۵- انسان له تنفسي ناروغیو څخه ژغوري.
۶- د خندا په مرسته انسان ډیر ژر بیا په زکام نه اخته کیږي.
۷- د یاد ساتلو او زده کړې وړتیا زیاتوي.
۸- د انسان د بیدارۍ، خلاقیت او نه هیرولو وړتیا غښتلی کوي.
اوس مو دلاندني لینک په کښېباسلو سره دجانان خندا ته رابولم:
له نن ټکي اسیا څخه په مننه