د هیل، ګاځرو، رومي بانجانو او سرو مرچو له ګټو مو خبروم



 

څېړنه : هیل مو له سرطان څخه ژغوري.

هیل په  پخلي کې له مهمو مساله جاتو څخه شمېرل کیږي، خوړو ته ځانګړې خوند ورکوي او پردې سربېره دانسان دبدن لپاره  یو شمېر روغتیايي ګټې لري.
دروغتیايي چارو متخصصه  ډاکتره امال فتحي وايي : هیل یوشمېر روغتیايي توکي لري، چې دانسان بدن ورته  اړتیا لري، هیل کې پروټین، اوبه ، کلسیوم، فسفور او ویټامین B او C لري. ډاکتر فتحي دهیل ځینې ګټې په دې توګه راپيژني.
۱- کوم کسان، چې  له کم وزن څخه ځوریږي که دوی چیرې په خوړو کې هیل وکاروي ، دوخت په تیریدو به یې وزن زیات شي ځکه هیل په اشتها او هضم دواړو کې مرستندویه رول لوبوي.
۲-  دانسان په بدن کې راټول شوي زهري مواد له منځه وړي، هیل مو ادرار زیاتوي او له بدن څخه مو اضافه مالګه او زهري مواد وباسي.
۳-  دکومو کسانو،چې خوا بدیږي یا یې زړه خرابیږي دهیل کارول ورته ګټه لري.
۴-  هاضمه مو ښه کوي.
۵-  دقبضیت له منځه وړلو لپاره تر ټولو اسانه او غوره درمل دی.
۶-  دوینې دغوټه کېدو مخه نیسي. په بله مانا کولسټرول تنظیموي.
۷- فشار نورمال ساتي او د لوړلیدو مخه یې نیسي.
۸- سړی ته  رواني  ارام او ډاډ احساس ورکوي.
۹-  دسرطان مخنیوی کوي.
۱۰-  په بدن کې  اضافه  کالري له منځه وړي او په پایله کې مو له ډیر وزن څخه خلاصوي.

 د ګازرې له دغو ګټو خبر یاست؟


ګازره هم یو له هغو خوړو څخه دی چې استعمال يي انسان له مختلفو کوچنیو او مهلکو ناروغیو څخه ژغورلی شي. نن مو د ګازرې له یو شمیر مهمو ګټو سره اشنا کوو.
۱- د انسان پوټکی له مختلفو ناروغیو څخه ژغوري.
۲- د هاضمې سیستم پیاوړی کوي.
۳- د پښتورګو فعالیت پیاوړی کولو سره د پښتورګو د مختلفو ناروغیو مخه نیسي.
۴- د زړه د حملې مخه نیسي.
۵- زړه روغ او غښتلی ساتلو کې له اندازې زیاته مرسته کوي.
۶- د ځیګر فعالیت غښتلی کولو سره د ځیګر د مختلفو ناروغیو څخه مخنیوی کوي.
۷- د باکتریا او ویروسونو ضد پیاوړی خاصیت لري.
۸- د سترګو مختلفو ناروغیو او لید زیاتولو لپاره تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي.
۹- انسان د غاښونو له مختلفو ناروغیو څخه ژغوري.

۱۰- د سرطان ضد پیاوړی خاصیت لري.

د رومي بانجان رُب (Tomato Ketchup) مو پوټکی او ویښته لا ښکلی کوي

په دې وروستیو کې په پرمختللي هیوادونو کې د رومي بانجانو د رُب استعمال مخ په زیاتیدو دی. د رومي بانجانو د رُب استعمالوونکي وايي چې د رومي بانجان رُب د انسان پوټکي او ویښتانو ته له اندازې زیاته ګټه لري. دلته مو د رومي بانجان د رُب له ځینو مشهورو ګټو سره اشنا کوو.
د رومي بانجان د رُب استعمال د پوټکي ښکلا لپاره
رومي بانجان له اندازې زیاته د لایسوپین نومې مواد لري کوم چې د اکسیډنټ ضد پیاوړی خاصیت لري. لایسوپین نومې مواد د پوټکي هغه برخه چې د لمر وړانګو سوزولی وي بیرته رغوي. رومي بانجان زیاته اندازه ویټامین اې (A)، سي (C) او کې (K) هم لري کوم چې د پوټکي په نرم ساتلو کې ځانګړی اغیز لري او له مختلفو زیانونو څخه يي ژغوري. تر ټولو عجیبه خبره دا ده چې د رومي بانجانو له پخولو سره په رومي بانجان کې د لایسوپین اندازه نوره هم زیاتیږي. په لایسوپین کې شته نو ګټور مواد او مرکبات په پوټکي کې شته کولاجن نومې موادو تولید زیاتوي او د انسان پوټکي ته ځانګړی ښکلا بښي.
په یاد ولرئ چې په بازارونو کې شته د رومي بانجان رُب کې سرکه استعمال شوی کوم چې د رومي بانجان پورته یادې شوې ګټې له منځه وړي نو له همدې امله په کور کې د جوسر په مرسته د رومي بانجان رُب جوړول او استعمالول به يي له اندازې زیاته ګټه ولري.
که غواړئ د مخ پوټکی مو تازه او ښکلی وي نو د رومي بانجان رُب د ۱۵ دقیقو لپاره پر خپل مخ ووهئ او د وخت له پوره کیدو سره يي په یخو اوبو ووینځئ. دغه عمل ډیر ژر د پام وړ اثر کوي.
د ویښتانو ښکلا لپاره
د رومي بانجانو رُب خپل ترکیب کې د تیزابو مختلف ډولونه لري کوم چې د ویښتانو په بیخ کې جذبیدو سره ویښتانو ته ځانګړی ځلا وربښي. خو هیره دې نه وي چې په ویښتانو د رومي بانجانو د رُب استعمال په ویښتانو کې د پخې لامل هم ګرځي.
د پنځو دقیقو لپاره د رومي بانجان رُب په خپل ویښتانو ووهئ او له هغې وروسته يي په یوه ښه شامپو په ښه ډول ووینځئ. دغه عمل ویښتانو ته د پام وړ ځلا او ښکلا بښي.

  د سره مرچ ځینې حیرانوونکي ګټې

سره مرچ ځینې حیرانوونکې ګټې لري او کولی شي د یو شمیر مهلکو ناروغیو مخه ونیسي او د یو شمیر ناروغیو لپاره بیا تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي. نن مو د سره مرچ له ځینو حیرانوونکو ګټو سره اشنا کوو:
۱- د شکر په ناروغۍ د اخته کیدو څخه مخنیوی کوي.
۲- د بدن په مختلفو برخو کې د سرطاني حجراتو او سرطان ناروغۍ د خپریدو مخه نیسي.
۳- د خیټې د زخم او قرحې څخه مخنیوی کوي.
۴- د زړه لپاره یو له غوره او ګټورو خوړو څخه شمیرل کیږي.
۵- د اضافي وزن په کمولو کې له اندازې زیاته مرسته کوي.
۶- د پړسوب ضد پیاوړی خاصیت لري.
۷- د هاضمې لپاره یو له مهمو خوړو څخه دی کوم چې د معدې په تشولو کې ځانګړی اثر لري.
۸- د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي.
۹- د باکتریا ضد پیاوړی خاصیت لري.
۱۰- د درد له منځه وړلو لپاره یو له غوره درملو څخه ګڼل کیږي.

                                                                      له نن ټکي اسیا او روهي ویبپاڼو څخه په مننه