روسي سرتيرو په سوريه کې د خپل شتون انځورونه خپاره کړل

 

د رېپوټونو له مخې، د روسيې هوايي ځواکونو د سوريې په لويديځه ساحلي سيمه کې، د «لاذيقه» هوايي اډه کې خپل هوايي ځواکونو او پوځي کارپوهان ځای پر ځای کړي دي.

روسي سرتيرو په همدې مهال خپل انځورونه خپاره کړي دي، چې په سوريه کې د دوی شتون په ډاګه کوي.

د «الحيات» ورځپاڼې ليکلي، چې د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين غواړي په سوریه کې پوځي توازن رامنځته کړي، او د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم د ايتلاف جګړې ته روسيه هم ورګډه شوه او په دې توګه غواړي د بشار اسد د حکومت د نسکوريدلو مخنيوی وکړي.

د رېپوټونو پر بنسټ، د دې احتمال شته، چې روسيه سوريې ته ميګ – ۳۱ او د څارګريزو موخو لپاره الوتکې ورکړي.

ياده ورځپاڼه زياتوي، چې د پوتين په وينا، روسيې د بشار اسد په غوښتنه دغه هېواد ته ځواکونه استولي.

د يو بل خبر له مخې امريکا له يونان نه غوښتنه کړې، چې پر هغه روسي الوتکو هوايي حريم وتړي، چې سوريې ته روانې وي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې امريکا د خپلو ګټو د خوندي ساتلو په پلمه، پر ډيرو هېوادونو پوځي يرغلونو کوي او حتی ترهګرې ډلې رامنځته کوي، چې وروستۍ بېلګه يې د داعش ډله ده. دغه کارپوهان وايي، چې امريکا هڅه کوي د دغه ډلې په واسطه په روسيه کې هم ګډوډۍ رامنځته کړي، نو له همدې کبله د پوتين لخوا په سوريه کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر ضد ګام اخستل له تدبيره ډک کار دی او روسيه هم حق لري، چې له خپلو ګټو دفاع وکړي.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه