
کابل: زرګونو تنو د افغان هویت په ننګه لاريون پيل کړ
نن په پلازمېنه کابل کې زرګونو تنو د دوی په خبره د خپل هويت په ننګه لاريون پیل کړ، چې لا هم روان دی.
لاريون کوونکي چې د عيدګاه مسجد مخې ته راټول شوي دي، له ځانو سره بېلابېل شعارونه لېږدوي، چې پکې يې په برېښنايي تذکرو کې د اسلام او افغان کلیمو د ليکلو غوښتنې کړې دي.
د لاريون يو تن ګډوونکي حسیب الله نن ټکی اسیا ته وویل، چې دوی به تر هغو دې لاريون ته دوام ورکړي، تر څو يې ګډ حکومت پورته غوښتنې قبولې کړي.
دغه لاريون، چې د بېلابېلو ګوندونو، مدني ټولنو او ځوانانو له لوري يې نږدې ټوله تېره اوونۍ د تياري خبرونه ورکول کېدل، د پلازمېنې کابل په ګډون له ولایاتو نه هم سلګونه تنه ورته رارسېدلي دي.
لاريون کوونکي پخپلو شعارونو کې د اسلام او افغان کلیمو مخالفين د پرديو ایجنټان بولي او له حکومته غواړي چې له ملت سره له ټکره ځان وساتي.
د دوی په خبره څو ځله يې تر لاريون وړاندې حکومت ته یادونه وکړه، چې دوی به تر لاريون تېر خو د دوی غوښتنې دې ونه منل شي، خو په وينا يې وروستی ځل ورته ولسمشر نېغ ځواب ورکړ.
تېره اوونۍ مدني بنسټونو ته د افغان هويت په ملاتړ د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره د ملاقات او خبرو وخت ور نه کړل شو، بلکې ولسمشر د خپل مشاور له لارې ورته ويلي و، چې په تذکرو کې د افغان کلیمې له لیکلو عاجز دی.
د ګډ حکومت له پيل سره د الیکترونیکي تذکرو کارکوونکو رسماً دنده پیل کړه، خو د دې حکومت له پیل کېدو سره په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلیمې مخالفين پیدا شول، چې اجرايوي رییس يې کلک ملاتړی دی.
ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ هم پر دې ټينګار وکړ، چې باید د دې تذکرو وېش ژر تر ژره پیل شي او په داسې ډول پیل شي چې څنګه يې وزېرانو شورا پرېکړه کړې ده، چې نه پکې اسلام او نه هم افغان کلیمې شته.
له نن ټکي اسیا څخه په مننه
یوبل مصویر رپوټ چې روهي ویبپاڼې حپورکړی په لاندې ډول دی:کابل کې د افغانيت په ننګه په زرګونو خلکو لاريون وکړ
نن ورځ په کابل کې په زرګونو افغانانو د هغو کړيو پر ضد يو پراخ لاريون وکړ، چې غواړي له تذکرو نه اسلام او افغان کلمې حذف کړي.
د دغه لاريون په تنظيمولو کې افغان ملي غورځنګ، د افغان ملت ګوند، ملي تحريک، يو شمېر قومي شورګانو او مدني ټولنو برخه درلوده.
لاريون کوونکي سهار مهال ۸ بجې د عيدګاه جومات مخې ته راغونډ شوي وو او بيا يې د پښتونستان واټ په لوري حرکت وکړ.

نن ورځ د کورنيو چارو وزارت لخوا يو شمېر داسې تدابير نيول شوي وو، چې لاريون کوونکو سره د مرستې پر ځای يې دوی ته مزاحمت ایجادولو.
ډير هغه سرکونه چې د کنفرانس په خاطر له دوه ورځو راهيسې يوازې د نقليه وسايطو لپاره بند شوي وو، نن يې پلي تلونکو خلکو ته هم اجازه نه ورکول کيده، تر څو زيات شمېر خلک په لاريون کې ګډون ونکړی شي، خو له دې سره سره په زرګونو کسان په دې وتوانيدل چې ځانونه راورسوي.

د يون پر مهال کله چې خلک د محمود خان پله ته ورسيدل، پوليسو يې مخه ډب کړه، خو د خلکو د زور مخنيوی يې ونشو کړای او دوی د ارګ دروازو خولې ته تر پښتونستان واټ پورې لاريون ته دوام ورکړ. پښتونستان واټ ته د نږدې کيدو سره، د اطفاييې اوروژنې موټرو هم پر خلکو د اوبو پيپونه چالان کړل، خو لاريون کوونکي په شا کيدونکي نه وو.
لاريون کله چې بيرته د عيدګاه جومات په لور خپل تګ پيل کړ، له يوه وزارت نه د کوم لوړ پوړي چارواکي موټر رابهر شو، او تمه يې درلوده چې خلک ورته لاره ورکړي، خو خلکو لاريون تر ده مهم بللو؛ بالاخره د دغه چارواکو د ساتونکو لخوا هوايي ډزې پيل شوې، خو په لاريون کې هغه ډله چې له ډولونه سره راغلې وه، د ډولو په وهلو سره ځواب ورکړ او بيا هم ورته د لاريون د ګډوډولو اجازه ورنکړل شوه او ګاډي يې ناچاره بيرته ستون شول.

قهرجنو لاريون کوونکو نه يوازې، د هغو کړيو پر ضد شعارونه ورکول چې د اسلاميت او افغانيت سره يې دښمني ښودله، بلکې د ملي وحدت حکومت مشران يې هم وغندل، چې د اساسي قانون له څلرمې مادې نه دفاع نشي کولی.

د يادونې ده، چې مخکې له دې، په پکتيا کې هم ورته لاريون وشو او سبا په کندوز او ننګرهار کې هم لاريونونه تر سره کيږي. او ګډون والو ګواښ کولو، که چيرې د دوی غوښتنو ته مثبته ځواب ونه ويل شي، نو دغه لړۍ به د هېواد ټولو ولایاتو ته وغځيږي.



ننګرهار ولايت کې د افغان هويت د ساتنې په پلويتوب لاريون روان دی
وروسته له هغې، چې د ملي وحدت حکومت مشرانو، په تذکره کې د اسلام او افغان کلمې پر سر د ذکر کولو کړکيچ حل نشو کړای، په هېواد کې پراخ لاريونونه پيل شوي.
تر پکتيا او کابل وروسته اوس په ننګرهار ولايت کې هم لاريون روان دی، چې په زرګونو خلکو د افغان هويت په ننګ ملا تړلې او د احتجاج په توګه راوتلي دي.
په دغه لاريون کې یو شمېر سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او فعالينو، قومي شوراګانو پراخه برخه ونډه لري.
لاريون د مستوفيت له څلور لاري پيل شوی دی او لا هم دوام لري.

د افغاني هويت په ننګه لاريونونه: نن له ننګرهار او کندوز نه دا لړۍ تر هند پورې وغځيده
کندوز
نن ورځ لاریون کوونکو نه يوازې په ننګرهار او کندوز کې په تذکرو کې د اسلام او افغان کلمې د درج کولو په ننګه لاريونونه تر سره کړل، بلکې دغه د اعتراض څپه ان د هند تر حیدر اباد پورې هم ورسيده.

ننګرهار
لاریون کوونکو د ملي وحدت حکومت ته خبرداری ورکړی، چې بې هويته تذکرې به وانخلي او که غوښتنې يې و نه منل شي نو په ولاياتو کې به هغو دفترونو ته اور پورې کړي، چې د تذکرو د ويش چارې تر سره کوي.

حيدر آباد
د روهي د مالوماتو له مخې، په ورته ډول لاريونونه به په راتلونکې ورځو کې، په نورو ولاياتو کې هم تر سره شي.
د ملي وحدت حکومت ته تر راتلونکې يکشنبې پورې وخت ټاکل شوی، چې دا مساله حل کړي او کنه د ناوړه پايلو مسووليت به د دولت پر غاړه وي.


سلګونه خلکو هلمند کې د «اسلام» او «افغان» کلمو په ملاتړ پراخ لاريون وکړ

خبریال: بشیرالحق عادل- لاريون والو چې د اسلام او افغان کلمو په ننګه يې بېلابېل شعارونه ورکول، له ولسمشر يې وغوښتل کې په برېښنايي پېژندپاڼو کې اسلاميت او افغانيت ته ځای ورنه کړي، نو نه يوازې دا چې تذکرې به وانخلي بلکې خپلو لاريونونه به روان وساتي.
دغه پراخ لاريون چې سلګونه خلکو ګډون پکې کړی و، د لښکرګاه د سولې له څلورلارې پيل شو او لاريون کوونکي د ولايت تر دروازې ولاړل.
لاريون والو په يوه خوله په برېښنايي پېژندپاڼو کې د «اسلام» او «افغان» کلمو د ځايولو غوښتنه کوله او شعارونه ورکول چې بې هويته پېژندپاڼې به وانخلي.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد چې د دغه لاريون له سنبالوونکو و، رسنيو ته وويل: که ولسمشر د ولس غوښتنه ونه مني او په تذکره کې د اسلام سپېڅلي دين او هويت ته ځای ورنه کړي، نو دوی به خپل لاريونونه وغځوي.
همدرد وويل، تر دې وروسته به د هلمند ټول ولسونه راپاڅيږي او د خپل دين او هويت په ملاتړ به غږ پورته کړي.
نوموړي وويل: «دا د يو قوم او شخصي موضوع نه ده، دا ملي مسله ده او ټول افغانان يې غوښتونکي دي.»
دغه لاريون چې د هلمند مدني ټولنې په مشرۍ دغلته د بېلابېلو بسنټونو لخوا سنبالېده، استازو يې په نويو برېښنايي تذکرو کې د «اسلام» او «افغان» پر کلمو ټينګار وکړ.
هلمند کې د افغان ملت، افغان تحريک ګوندونو او انصاف مدني ټولنې مسؤلينو وويل، که په نويو برېښنايي پېژندپاڼو کې د اسلام سپېڅلي دين، او افغان پېژندنې ته ځای ورنه کړل شي، نو نه يوازې دا چې ولسونه به تذکرې وانخلي، بلکې خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.
دغه پراخ لاريون چې دوه ساعته وغځېده، په پای کې د لاريون د سنبالوونکو لخوا يو درې ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر شو چې له ولسمشره پکې ټينګه او جدي غوښتنه شوې وه چې په ديني او ملي مسايلو دې خاورې نه اړوي.
د نويو برېښنايي پېژندپاڼو په وړاندې د افغان ولس وروسته له هغه پراخ غبرګونونه راپاورېدل چې ويل کيږي، د «اسلام» او «افغان» کلمې پکې نه ليکل کيږي.
د اسلاميت او افغانيت په ملاتړ دا يوه اونۍ کيږي چې په ټول هېواد کې پراخ ولسي لاريونونه روان دي چې پيل يې له لويې پکتيا وشو او دا دی تر هلمند راورسېد.
پرون په جلال اباد او وړمه ورځ په کابل کې زرګونو خلکو په تذکرو کې د افغان او اسلام د کلمو د ځاییدو په حق کې لاریونونه کړي وو.
په خوست او هرات کې لاريون کوونکو په برېښنايي تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو پر ليکلو ټينګار وکړ10.09.2015
خوست
لاريونونه دوام لري؛ په خوست او هرات ولايت کې هم په زرګونو کسان نن لاريون تر سره کړ او ټينګار يې کولو، چې په برېښنايي تذکرو دې، د «اسلام» او «افغان» کلمې وليکل شي، کنه دوی به بې هويته تذکرې وانخلي.

هرات
خلکو د هغو مفسدو او پرديپاله چارواکو پر ضد شعارونه ورکول، چې غواړي زموږ ملي هويت له منځه يوسي.
که څه هم له نږدې يوې اونۍ راهيسې په افغانستان کې لاريونونه روان دي، خو د ملي وحدت حکومت لخوا د دغو خلکو د قناعت لپاره تر اوسه يو عملي ګام هم ندی اخيستل شوی.
ناراضه اولس ټينګار کوي، چې دولت ته پکار ده، چې دغه موضوع د خپلې اجندا په لومړيتوب کې ونيسې او کنه ليرې نده، چې دغه سوليز لاريونونه به په ولسي پاڅونونو واوړي.
د خوست ولايت د لاريون نور انځورونه:








کونړ او مزار شريف کې د «اسلاميت» او «افغانيت» پر ننګه لاريونونه روان دي12.09.2015
مزار شريف
له څو ورځو راهيسې، هر ورځ په يو يا څو ولايتونو کې لاريونونه روان دي، او خلک پر خپلو غوښتنو ټينګار کوي، چې په تذکره کې بايد د اسلام او افغان کلمه ذکر شي، کنه د تذکرو له اخستلو به ډډه وکړي.
د خلکو دغه نارضايتي دومره زياته شوې، چې د دوی غوښتنو د نه منلو په صورت کې د لاريون پر ځای د پاڅون ګواښ کوي، خو په کابل کې ناست چارواکي لا هم چپه خوله دي.

کونړ
همدا اوس په کونړ او مزار شريف کې په زرګونو خلک راوتلي او په دولت کې دننه د مغرضو او پرديپالو کړيو پر ضد شعارنه ورکوي. دوی ټينګار کوي، چې بې هويته تذکرې به وانخلي او نه به يې په خپلو ولاياتو کې دفترونو ته اجازه ورکړي، چې بې هويته تذکرې وويشي.

مزار شريف