
ګرانو هېوادوالو! دا څو لسيزې کېږي چې دښمنان پرله پسې هڅه کوي افغان واحد ملت سره ووېشي او بيا يې غلام کړي، خو د اسلام سپېڅلي دين او افغانيت په برکت دا ملت تل يوموټی، خپلواک او سرلوړی پاتې شوی دی. اوس دښمنانو دا هڅه پيل کړې چې لومړی له موږ څخه اسلاميت او افغانيت واخلي، بيا مو تر منځ د نفاق اور ته لمن ووهي، سره بېل مو کړي او اېل (غلام) مو کړي. د تابعيت په تذکرو کې له اسلاميت او افغانيت سره دښمني د دغې هڅې لومړی پړاو دی.
اسلام زموږ عقيده او افغانيت زموږ د ملي هويت جوهر دی، راځئ چې له خپل اسلامي او ملي هويت څخه د ملي يووالي په روحيه ملاتړ وکړو او د دښمنانو دا نوې دسيسه هم شنډه کړو.
راځئ چې د اسلاميت او افغانيت په ننګه او ملاتړ لاريون کې خامخا ګډون وکړو، که نه زموږ د نن ورځې لږ غفلت به خدای مه کړه د افغان او افغانستان په بيه تمام شي.
وخت، نېټه او ځای: شنبه ( د سنبلې ۱۴)، د سهار ۸ بجې، کابل عيدګاه جومات
د اړيکو شمېرې: ۰۷۷۷۴۰۰۱۱۶___ ۰۷۰۰۶۷۰۵۵۲