
سویډي الاصله امریکايي اېډوارډ سنوډن، چې څه موده وړاندې یې دامریکايي استخباراتو په سلګونو پټ او محرم لاسوندونه مشهور ې ویبپاڼې ویکیلیکس ته ورکړي دي ، اوس په روسیه کې اوسیږي له روسیي څخه خپریدونکې ورځپاڼې منبر سره یې په مرکه کې دبن لادن په اړه هیښوونکی حقیقت رابرسېره کړی دی.
سنوډن وايي: بن لادن ژوندی او امریکايي استخباراتو په مرسته په باهاماس جزیره کې ګوښی ژوند لري نوموړی زیاتوي:
له ماسره شته لاسوندونه دا په ډاګه کوي،چې بن لادن ژوندی دی ، له CIA څخه دمیاشتې ۱۰۰ زره ډالره معاش اخلي په پرمختللی ماڼۍ کې له خپلو مېرمنو او ماشومانو سره میشت دی.
سنوډن زیاتوي، امریکايي استخباراتو داسې وښودله، چې موږ دبن لادن پر استوګنځای برید کړی دی او دهغه جسد مو په بحر کې غورځولې دی، خو حقیقت دادی،چې بن لادن دCIA وفاداره ایجنټ و، چې څو کاله یې دامریکا لپاره کار او څارګري وکړه.
دنښترادارې تبصره:
له هرڅه لمړی:په پاکستان کې دبن لادین په هستوګنځي برید یو نمایشي شکل درلود ماناحقیقي نه ښکارېد.
دوهم :دبن لادین دمړینې تصویرونه هم جعلي وو.
دریم: په اوسني عصر کې دیو داسې مهم کس مړی سمندر یا سیند ته غورځول یوازې سړي ته خندا ورولي اوبس.
څلورم :دبن لادین له دې تیاتري وژنې څخه وروسته دنړۍ په ګوټ ګوټ کې استعماري ځواکونو دخپلوخېټو دلا پړسولو اوبشریت تباه کولو په موخه په نوو پلمو نویې جکړې خپرې کړې.
په دې جګړو کې دعربو دبهار په نوم عرب خزان خزان مصر، لبیا، عراق ، سوریه اویمن خوبېخي پکې کباب شول.
ددې ترڅنګ یې داسلام مبارک دین دشرمولواو مسلمانانو دځپلو لپاره دداعش په نوم نویې استخباراتي لښکرې آن زموږ تر ننګرهاره پورې خپرې کړې، که طالبان، چین او روس یې مخه ونه نیسي دمنځنۍ اسیا کور به هم پکې وران شي.
دخپلې صادرشوې دیموکراسي لکۍ او غوږونه خو یې هسې هم دجان کیري په لاس ورغوڅ او داشرف غني او غبرګ عبدالله تر غاړه ورتاو کړل چې نتېجه یې په نړۍ کې ددیموکراسي شرمول او زموږ دمظلوم ولس لا ځورول شول.
اوس نو که په رښتیا بن لادین ژوندی او امریکا یې دومره نازوي، تاریخ به خامخا امریکا محکومه خو مخکې له هغه ممکین دریمه نړیواله جګړه پېښه شي.
که جګړه وشي یا ونه شي امریکا باید پر افغانستان دخپل ناوړه تیري ځواب ووایي او د ټولوځاني او مالی زیانونو غرامت ومني.
خورا مهمه خو داده، چې دبن لادین ژوندي ساتل او دومره نازول به داثابته کړي، چې په ۲۰۰۱ زکال کې د نیویارک دبرجونو نړول هم دامریکا له خوا ترسره شوي دي.
که دا کرغېړن عمل د امریکا لخوا ترسره شوی وي ، چې غالبأهمداسې برېښي نوبیا امریکا په کوم دلیل ځان ته دا حق ورکاوه، چې زموږ په ګران افغانستان تېری او تجاوز وکړي آن د اټومي حملې نیت یې هم درلود خو...
په دې اړوند دالمان دصدراعظم دسلاکار خبرې ولولئ:
امریکا غوښتل، چې پر افغانستان اتومي برید وکړي
دالمان دپخواني صدراعظم سلاکار میکایل شتاینر وايي: د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش دواکمنۍ پرمهال امریکا د۲۰۰۱ ز دسپټمبر له پېښو راوروسته واشنګټن پلان درلود، چې پر افغانستان اتومي برید وکړي.
شټاینر له المانۍ هندارې يا «دیرشپیګل» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي، دبرید او پېښې په اړه دامریکا غبرګون له افراطه ډک و، ځکه دوی ټول شاک شوي وو. نوموړی وايي: د اتومي برید لپاره ټولې اړینې نخچې او اړتیاوې پوره شوې وې، واشنګټن ټولې سیناریوګانې په پام کې نیولې وې.
شتاینر وايي : هغه مهال د حکومت مشر ګیرهارډ شورودار په ټوله مانا له امریکا سره ولاړ و، خو ما ورسره په دې برخه کې پوره مخالفت کړی و.