په لویه پکتيا کې په زرګونو کسانو د بې هويته تذکرو پر وړاندې لاريون وکړ

نن ورخ د لوبې پکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې په زرګونو کسانو، په حکومت کې دننه د هغو کړيو پر ضد لاريون وکړ، چې غواړي له تذکرو نه د اسلام او افغان کلمې حذف کړي.

دغو زرګونو کسانو نن چهارشنبه په الکترونیکي تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو د ذکر کولو په پلمه ستره مظاهر وکړه.

د سیمې څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې په دغه مظاهره کې د قومونو، مدني ټولنو، ولایتي شورا، سیاسي ګوندونو نماینده ګیو او ځوانانو برخه اخېستې وه.

مظاهره چیانو ویلي چې که په الکترونیکي تذکره کې یې ملي هویت او دین ذکر نشي، دوی یې نه اخلي او د تذکرو د توزیع مرکزونه به هم له خطر سره مخامخ شي.

دوی ګواښ وکړ که حکومت یې غوښتنې ونه مني، دوی به له خپل ملي هویت او دین څخه د ځان په بیه دفاع وکړي.

د لاریون یو ګډونوال ازادۍ رادیو ته ویلي چې «که چېرته په الکترونيکي تذکرو کې د افغان او اسلام کليمه ذکر نه شي، نو د دې بې بنسټه يا کاواکه حکومت ستنې به د دې خلکو په لاس ونړيږي او د ولسونو له احساساتو سره لوبې تل د حکومتونو په زيان تمامې شوې دي، په دې پرېکړه شوې، چې که چېرته مو غوښتنې ونه منل شي مظاهرو ته به دوام ورکو او ان تر کابله به يې وغځوو».

ټاکل شوې وه چې د الکترونیکي تذکرو ویش به د زمري په ۲۸مه پیل شي خو ولسمشر اشرف غني د ازادۍ د ورځې په ویاړ دغه بهیر وځنډولو.

دا په داسې حال کې چې د ګډ حکومت دوهم مشر او اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ټینګار کړی و چې تذکرې ویش به د ملت او دین له ذکر کولو پرته ډير ژر پيل شي.C:UsersDotComDownloads11921882_10204192833651578_4679382447865016264_n.jpg

په دې اړوند له آزادي رادیو څخه په لاندې ډول خبر خپورشوی دی:

نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې زرګونه کسانو په الکټرونکي تذکرو کې د افغان او اسلام د کلمي د ذکر په ننګه مظاهره وکړه او ويې ويل چې که چېرته يې مرکزي حکومت غږته مثبت ځواب ونه وايي، دوی به د دغو تذکرو د وېش مرکزونه له لوړ تهديد سره مخ کړي.

په دې مظاهره کې چې د پکتيا مېشتو قومونو، ولايتي شورا، مدني ټولنو، سياسي نماينده ګيو او ځوانانو برخه اخيستي وه، غوښتنه وکړه چې که چېرته د دوی غږ وانه ورېدل شي له افغان حکومت سره به پرېکون اعلان کړي، د پکتيا ولايتي شورا وکيل عبدالروف خان ځدراڼ:

((موږ پرته د افغان له کلمې دغه تذکره نه اخلو، ځکه افغانستان زموږ کور او افغان مو نړېوال هويت دی.

په تذکرو کې که د افغان کلمه ونه ليکل شي، موږ به د دې حکومت سره په عاجل ډول د خپل پرېکون په اړه غور وکړو.

موږپه افغان ولسمشر او د هغه په لاندې ټوله اداره غږ کوو چې که په دې برخه کې زموږ غوښتنه ونه منل شي، له شته حکومت سره به هر ډول اړيکې غوڅې کړو.))

د مظاهرې ګډونوالو په دې تاکيد کاوه چې مرکزي حکومت دې د دوی حقه غوښتنې ومني او که چېرته يې ونه مني، حکومت ته به ستونزې جوړې کړي.

د پکتيا ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل د قومونو، ولايتي شورا، مدني ټولنو، سياسي ګوندونو او علماوو شريک ليکلی شپږ ماديز پرېکړه ليک بيان کړ:

((موږ د پکتيا علما، ولايتي شورا، قومونه، مدني ټولنې، سياسي نماينده ګۍ او ځوانان ټول په شريکه دغه شپږماديز پرېکړه ليک اعلانو او غواړو، چې مرکزي حکومت مو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي، کنه زموږ له توند غبرګون سره به مخ شي.))

په دې پرېکړه ليک کې دا هم راغلي وو چې که حکومت يې په غوښتنو جدي پام او عمل ونه کړي، دوی به د حکومت پر ضد خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي او د هرې بدې پايلې پړه به د مرکزي حکومت او افغان ولسمشر په غاړه وي.

مدني فعالانو په دې مظاهره کې د ګډون پرمهال د خپلو شعارونو ورکولو ترڅنګ دا خبره وکړه چې دا يې د مظاهرو پيل دی او ولس په دې خبروي چې د خپلو حقونو اخيستو لپاره به لارو ته راوځي، يو تن مدني فعال محمد جهاد احمدزي وويل چې د افغان حکومت کاواکه ستنې به د دوی په لاسونو ونړيږي:

((که چېرته په الکټرونيکي تذکرو کې د افغان او اسلام کليمه ذکر نه شي، نو د دې بې بنسټه يا کاواکه حکومت ستنې به د دې خلکو په لاس ونړيږي او د ولسونو له احساساتو سره لوبې تل د حکومتونو په زيان تمامې شوې دي، په دې پرېکړه شوې، چې که چېرته مو غوښتنې ونه منل شي مظاهرو ته به دوام ورکو او ان تر کابله به يې وغځوو.))

دې مظاهره چيانو له افغان حکومت څخه غوښتنه کوله، چې د دوی غوښتنې دې ومني، که داسې ونه شي خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي او له پکتيا څخه د مظاهرو لړۍ به تر کابل وغځوي.

راپور- داود تپان- پکتيا