سرچینه :
دټاکنو داصلاحاتو دکمیسون اوه غړي له یوه قومه دي. 

دټاکنو اصلاحاتو کمیسون، چې دولسمشر دفرمان له مخې ورته غړي غوره شوي دي په هیڅ صورت  دافغان ولس استازیتوب نه شي کولای ، ولسمشر محمد اشرف غني په لوی لاس  داسې غړي دې کمیسون ته وروپيژندلي دي، چې په هیڅ صورت دافغانستان ثبات  او ډیموکراسۍ ته ژمن نه دي، ډیری یې دجنګي ډلو او تنظیمونو برحاله غړي دي، په کمیسون کې ځینې ملي او هېوادپاله غړي وايي : که خبر وای، چې خبره دافغانستان پر ځای دقوم او تنظیم ده په هیڅ صورت  به مې ددې کمیسون غړیتوب نه وو منلی .

کمیسون، چې ۱۳ غړي لري،خو  قومي انډول او ویش په کې دا ډول دی

تاجکان  ۷ تنه .

هزاره ګان  ۳ تنه

پښتانه  ۲ تنه

ازبک  ۱ تن 
سرچینه  زیاتوي وړاندې له دی، چې کمیسون خپل وړاندیزونه  ولسمشر او حکومت ته وړاندې کړي  باید همدا داصلاحاتو کمیسون یو ځل بیا اصلاح شي او داسې غړي ورته  غوره شي،چې قومي او تنظیمي تمایلات  ونه لري.


دنښترویبلاګ یادښت:
درنو لوستونکو!
داټولې لوبې دجګړې ددوام په موخه تر سره کیږي، څوراغلي نابللي د روانې جګړې په پلمه داقتصادي زېرمو دچوراوتالان لړۍ پسې وغځوي او زموږ سیمه په بحران کې وساتي.
دا چې ورځ تربلې تنکي تنکي زلمیان او دمختلف عمرلرونکي له خپلو پلرنیو هیوادونو څخه تښتي، په سمندرنوکې ډوبیږي ژوند اوهرڅه له لاسه ورکوي داهرڅه د نیواکګرو دپلیتې ستراتیژۍ له مخې کیږي.
محمــــد امین بســــمل