مينـــــــــــــه او وخـــــــــــــت 

Bildergebnis für liebe

 

رالېږونکی بخت محمد زرمتی

 

 

Bildergebnis für ‫جزیره‬‎

يو وخت په يو ځاى کې يوه جزيره وه، چېرته چي ټول احساسات خوښۍ، خفګان، پوهه، او نور ټول د ميني په ګډون سره پکې ګډ اوسېدل ، يوه ورځ احساساتو ته خبردارى وركړل شو چې جزېره غرقېږي، هغه ټولې كښتۍ چې جوړې شوې وې راوړل شوې او ټول په كې سپاره شول، يوازي مينه پاته شوه . مينې غوښتل چي د ژوند تر وروستۍ شېبې پوري پاته شي . څه وخت چي جزېره ټوله په غرقېدو شوه، نو ميني پرېكړه وكړه چي د مرستي غوښتنه وكړي . شتمنۍ په يوې ستري كښتۍ كي د ميني له څنګ څخه تېرېده، مينې ورته و ويل :

شتمنۍ!

ته ما له ځان سره وړلاى شې؟

شتمنۍ ورته و ويل :

نه، له ما سره په كښتۍ كي ډېر سره او سپين زر دي، دلته ستا لپاره كوم ځاى نشته . ميني پرېكړه وكړه چي له باطل څخه د مرستي غوښتنه وكړي، چي هغه هم د دې له څنګه تېرېدى نو ورته ویې وېیل:

باطله، مهرباني وكړه له ماسره مرسته وكړه .په ځواب کې ورته وویل شول:

مينې !

زه له تا سره مرسته نه شم كولاى، ځكه چي ته ټوله لنده يې، كېداى شي چي زما كښتۍ خرابه كړې . خفګان ميني ته نژدې و، ميني غوښتنه ترې وكړه : - خفګانه! ما پرېږده چي له تاسره ولاړه شم . - اوووو، مينې!

زه ډېر خفه يم، زه دې ته اړتيا لرم چي له ځان سره مرسته وكړم .

خوښۍ هم د ميني له څنګ نه تېرېده، هغه په دا ډېره خوشحاله وه چي هغه د ميني غږ نه دى اورېدلى، او ځان يې كوڼ واچاو .

ناببره يو غږ شو : - مينې ! راشه، زه تا له ځان سره وړم . دا يو خوشحاله مشر و . ميني له يوه بل مشر پوهي څخه پوښتنه وكړه : - له ما سره چا مرسته وكړه ؟ پوهي ورته و ويل : - دا وخت و . ميني پوښتنه ځني وكړه : - وخت ولي له ما سره مرسته وكړه ؟ -پوهي وخندل او په ځيركتيا سره يې ورته و ويل : - ځكه چي يوازي وخت په دې پوهېږي، چي مينه څومره د قدر ارزښت لري.

دنښترویبلاګ اداره له ښاغلي زرمتي څخه ډېره مننه کوي، هیله ده هروخت داسې خواږه خواږه مطالب راولېږي بیا هم مننه.

محمــــدامین بســــمل