Bildergebnis für ‫اشرف غني وعبدالله‬‎

اشرف غني او عبدالله یو ځل بیا لفظي شخړه کړې

ارګ نه نږدې سرچینې وايي، تېره ورځ د ګډحکومت مشر اشرف غني او اجراییوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د نوېو پېژندپاڼو پر سر خبرې اترې کولې، چې وروسته یې ناسته په لفظي شخړې پای ته ورسېده.

د معلوماتو پر بنسټ، اشرف غني غوښتل چې نوې پېژندپاڼې وځنډول شي او د اسلام او افغان کلمې پکې زیاتې شي، خو د عبدالله ټینګار پردې و، چې د روانې میاشتې پر ۲۸ مه به نوي پېژندپاڼې وېشل کېږي او د اسلام او افغان کلمو ته پکې ضرورت نه ویني.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اشرف غني عبدالله ته او عبدالله اشرف غني ته کنځلې وکړې او ناسته بې پایلې پای ته ورسېده.

د نویو پېژندپاڼو پر سرلانجه د مخکني ولسمشر حامد کرزي له وخت څخه روانه ده او تراوسه نه ده حل شوې.

په نویو پېژندپاڼو کې اسلام او افغان کلمې نه دي لیکل شوي، چې په کابل کې مېشت د مدني ټولنو غړو او څو ګوندونو د لاریونونه وکړل؛ خو حکومت تراوسه پرې غوږونه کاڼه کړي دي.