هګۍ حافظه پیاوړې کوي Bildergebnis für ei

ژباړه او را ټولونه : عطا محمد میاخېل

د چرګو  په هګۍ کې پنځه دېرش بېلا بېل عناصر شتون لري او په دې عناصرو کې د کولین په نامه یوه ماده موجوده ده، چې د حافظې د  پیاوړتیا له پاره ډېره ګټوره ده  .

د چرګو هګۍ د ماشومانو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لري او له لاسه تللی ځواک بېرته جبرانوي. د هګۍ ژېړ امیندوارو ښځو له پاره اغېزمن او ګټور خواړه دي .

د هګۍ خوړل ډېرې ګټې لري : ټوخی ښه کوي، د سینې او مرۍ دردونه آراموي، شهواني ځواک ډېروي، د وینې په ډېرېدو او لخته کېدو کې رول لري، د شهواني ځواک په اړه یې په حدیث شریف کې هم یادونه شوې ده :

ان نبیاً شکا الی الله ضعفاً فامره باکل البیض ( رواه بیهقي )

یو نبي الله (ج) ته د خپلې کمزورۍ شکایت وکړ، نو الله (ج) ورته د هګیو په خوړلو امر وکړ .  ځینو ویلي دي، چې د هګۍ ژېړ درد آراموي او د پښتورګیو او سږو د ټپونو درملنه کوي.

د هګۍ په سپینو کې د لیستین په نامه یوه ماده شتون لري، چې دا یوه غوړه فاسفورس لرونکې ماده ده، چې شتون یې د نسجونو او اعصابو له پاره ډېر اړین دی او کابو ۲۸سلنه ماغزه له لیستین څخه جوړ شوي دي، چې دا کچه د حیواناتو په پرتله په انسانانو کې ډېره ده .

هګۍ د تنکیو ځوانانو، ورزشکارانو او هغو کسانو له پاره چې فکري کار ترسره کوي ډېر ګټور خواړه دي.

که د هګۍ سپین په ټپي شوې سترګه کې واچول شي ګټه ورته رسوي. که په مخ پورې شي د لمر تودوخه ورباندې دومره اغېز نه کوي، که په تندي باندې وموښل شي، نو د نزلې او زکام په درملنه کې مرسته کوي .

هغه کسان چې کمزوري دي او یا هم له کمخونۍ سره لاس و ګرېوان دي، کولای شي د هګیو په خوړولو سره د خپل بدن ځواک بېرته تر لاسه کړي .

په 2003 زېږدیز کال د هګۍ د ګټو په اړه د انګلستان د هاروارډ  په پوهنتون کې یوه څېړنه ترسره شوه، د دې څېړنې پایلې ښیي، هغه ځوانان، چې د ورځې درې دانې هګۍ خوري، نو په بوډا توب کې به ډېر کم په سرطان اخته کېږي .

نه یوازې د هګیو خوړل ګټې لري، بلکې ډېر خوارک یې زیان هم لري، هګۍ د وینې غوړ ډېروي، د زړه ناروغۍ پیدا کوي .

هغه کسان چې د وینې د غوړو سطحه یې لوړه وي، باید په اونۍ کې 3 یا 4 هګۍ وخوري او هغه کسان، چې د وینې د غوړو کچه یې طبیعي وي، کولای شي په اوونۍ کې 7 تر 8 هګیو وخوري