په شاه شهید کې موټر بم نه، بلکې له الوتکې یې بم پرې غورځولی Bildergebnis
 دکابل لاريون کوونکي: 
دشاه شهید بريد بهرنیانو کړی، دولت دې يې پوښتنه وکړي
Laryoun-shashahid

« حکومت دې ورشي په پنځمه حوزه کې دې هم د پولیسو پر اکاډمۍ موټر بم بريد وګوري، که يې هلته یو متر ځمکه هم ژوره کړې وه، موږ به دا بريد موټر بم وبولو.»

نن تر غرمې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د اتمې حوزې اړوند په شاه شهید سمه کې سلګونو تنو د تېرې پنجشنبې د بريد پر ضد لاريون وکړ او دا بريد يې د بهرنیانو کار وګاڼه.

د تېرې پنجشنبې په ماسختن شاوخواو یوه بجه د کابل ښار د اتمې حوزې په شاه شهید سیمه کې زورورې چاودنې ۱۵ ملکي وګړي ووژل او تر څلورسوه ډېر يې ټپیان کړل.

د کابل امنیتي مسوولینو دغه چاودنه موټر بم بريد وګاڼه او په اړه يې خواشيني څرګنده کړه، خو د سیمې اوسېدونکو نن د لاریون په شکل دغه چاودنه د بهرنیانو بريد وګاڼه او له دولته يې د دې پېښې د څېړلو غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکو چې د پېښې ۱۰ تنه ټپیان هم ورسره و، د کابل ښار د کارته نو عمومي سرک د ترافيکو پر مخ تړلی و او د دولت پر ضد يې شعارونه ورکول.

د لاريون یو تن ګډونوال نن ټکی اسیا ته وویل، چې دی د هغې شپې د پېښې عینې شاهد او په ښي لاس ټپی شوی دی، د ده په خبره د چاودنې تر غږ وړاندې په سیمه کې شنه رڼا خپره شوه وروسته زوروره چاودنه شوه.

دغه لاريون کوونکی چې ځان احمدالله راپېژني وايي چې دوی موټر بمونه وړاندې هم لیدلي دي، خو په خبره يې موټر بم بريد ځمکه دومره نشي ژورولی چې اوبه پکې راووځي: « حکومت دې ورشي په پنځمه حوزه کې دې هم د پولیسو پر اکاډمۍ موټر بم بريد وګوري، که يې هلته یو متر ځمکه هم ژوره کړې وه، موږ به دا بريد موټر بم وبولو.»

لاريون کوونکو له ځانو سره د اوسپنې ګڼې ټوټې هم لېږدولې، چې د دوی په خبره په شاه شهید کې د راغورځول شوي بم ټوټې دي، د محمد ظاهر په نامه د لاريون یو تن ګډونوال رسنیو ته وویل، چې دغه چاودنه د موټر بم نه؛ بلکې د بهرنیانو له لوري د الوتکې بمباري ده.

د شاه شهید د خونړۍ پېښې دې خواخوږو ګواښ وکړ، چې که دولت پر دوی د شوې بمبارۍ پوښتنه ونه کړي، نو دوی به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې هم په خواله رسنیو کې ګڼې داسې پوښتنې او ګڼ شکونه راپیدا شوي و، چې دغه چاودنه يې د موټر بم پر ځای یو هوايي بريد ګاڼه.

د تمیم تکل په نامه یو تن پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د برید مرکز ۱۵ متره ژور تللی یعنی تخریب په عمودي ډول ترسره شوی دی، حال دا چې د نړۍ په کچه د موټر بم تخریب په افقي ډول وي.»

د ګډ حکومت له لوري د لاسلیک شوي تړون پر اساس په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو تر اوسه د لاريونکوونکو د غوښتنو او شعارونو په اړه څه نه دي ويلي.

دنښترویبلاګ یادښت:

دنښترویبلاګ اداره دتل په څېردافغانانو په دښمنانونفرین اولعنت وايي.

زموږ په غالب ګمان دا دنابللو یوه نوې ازموینه وه، چې دعام وژنې لپاره یې ترسره او دافغانانو اذهان یې ورګډوډ کړل خو له نېکه مرغه، چې زموږ ویده وروڼه اوس په ویښېدو دي او داپته یې ولګوله، چې دا موټربم نه، بلکې له الوتکې څخه غورځول شوی بم و.

کیدای شي دا د اشغالګرو هغې الوتکې غورځولی وي، چې له لوړې ارتفاح څخه بموري کوي ترڅو ونه لیدله شي.

موږپه دې بم ورونکي او مشرانو یې هزاربارنفرین وایو.

محمدامین بسمل

 د لاندني لینک په کښېباسلو سره دشاه شهید پېښې په اړوند نورمالومات هم ترلاسه کولای شئ:

http://www.nunn.asia/50846/%DA%AB%DB%8C%D9%84%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D8%AF-%D8%B4%D8%A7%D9%87-%D8%B4%D9%87%DB%8C%D8%AF-%D9%BE%DB%90%DA%9A%D9%87-%DA%81%D8%A7%D9%86%D9%85%D8%B1%DA%AB%DB%8C-%D8%A8%D8%B1%DB%8C%D8%AF-%D9%86%D9%87/