له حکمته ډکې څرګندون
http://i679.photobucket.com/albums/vv153/jmas_75/Allah.gif
دکتور معصب الخير الادريسي
کيسه کا، چې يو موږک پر يو اوښ مين شوی و، نو اوښ کې يې پړی واچاو، چې کور ته يې راوست، نو اوښ د دې کله و، چې د موږک سوړې ته ننوځي او دغه وخت کې اوښ خپل مين موږک ته متوجه شو، چې يا خو داسې يو کور پيدا کړه، چې ستا د محبوب وړ وي او يا داسې معشوق پيدا کړه، چې ستا له کور سره مناسب وي.
ابن القيم رحمه الله په خپل کتاب «بدائع الفوائد» کې د دې کيسې له ليکلو وروسته ټول مسلمانان متوجه کړي او وايي، چې يا داسې لمونځ وکړه، چې ستا له معبود سره مناسب وي او يا داسې معبود پيدا کړه، چې ستا د لمونځ په اندازه وي.
څوک چې تل د لمونځ په قضا کولو او ناوختي روږدی وي، کاشکې يې د ژوند په نورو چارو کې هم دغه عادت وای. ايا دغه سړی د کور په کار، واده، دندې، اولاد او نورو چارو کې هم دغه ډول بې پروا دی؟
امام حسن بصري رحمه الله فرمايي، چې کله پر تا لمونځ بوج وي او په خوند يې نه کوې، نو کوم کار به د زړه له مينه کوې؟ څومره چې خپل لمونځ کې تعادل او توازن ساتې، همدومره به دې ژوند هم منظم وي.
دا دې نه دي زده کړي، چې لمونځ له فلاح او بريا سره يو ځای ياديږي؟ “حي على الصــــــــلاة حي على الفـــلاح” او موږ څنګه له الله تعالی د بريا تمه لرو، چې د الله تعالی دغه غوښتنې او امر له پامه غورځوو.
څو نورې خوږې او ژورې خبرې
*د نړۍ تر ټولو بختور انسان هغه دی، چې پوهيږي، چې لمونځ يې له خپل رب سره د اړيکو يو ښکلې لار ده او لمونځ پر ځان يو بوج نه بولي، چې د وخت په راتلو ترې ځان خلاص کړي.
* هر کله دې، چې په الله تعالی نېک باور پيدا شو، نو الله تعالی به ستا ژوند هم ښکلی کړي. هر کله دې، چې نورو ته د خير اراده وه او خلکو ته دې خير غوښت، نو الله تعالی به له داسې ځايه خير درکړي، چې ستا په خيال کې به هم نه وي.
* له يو هوښياره پوښتنه وشوه، چې حکمت او پوهه دې له چا زده کړه، نو هغه ورته وويل، چې له ړانده؛ ځکه چې ړوند سړی اول ځان لپاره په امسا لار لټوي او بيا پرې قدم ږدي.
* که غواړې، چې د خلکو فکر معلوم کړې، نو د خبرو پر ځای يې بايد عمل ته وګورې.
* صحابه کرامو به سنت د دې لپاره کول او هېڅکله به يې نه پرېښودل، چې دا سنت دي خو موږ يې د دې لپاره پرېږدو، چې سنت دي پروا نه لري.
*د سخا، جود او ايثار تر منځ څه توپير دی؟
سخا دې ته وايي، چې د خپل مال لږه برخه ورکړې او ډېره ځانته پرېږدې، جود دې ته وايي، چې ډېره برخه ورکړې او لږ ځانته پرېږدې او ايثار دېته وايي، چې خپل مال ټول د الله د رضا لپاره ولګوې او ځان لپاره هېڅ پرېنږدې.
*يو شل سړي له عالم څخه وپوښتل، که د شپې يې څوک د مرستې نه وي، نو د تجهدو لپاره به څنګه اودس کوي؟
دا کيسه مې چې واورېده، نو پوه شوم، چې زموږ ستونزه اصلا د زړه د ناروغيو ده.
*د مظلومانو اوښکې د دوی او خلکو په نظر کې اوښکې بلل کيږي، مګر د الله تعالی په نزد دغه اوښکې هغه توغندي دي، چې الله تعالی پرې ظالمان ولي.
*مور او پلار سره تر ټولو زيات ښه والی دا دی، چې له خپلو دردونو او غمونو يې له اړتيا پرته مه خبروه؛ ځکه چې مور او پلار د اولاد په ستونزو ډېر اندېښمن کيږي.
*دعا بايد د دوا په څېر ونه بولو، چې د اړتيا پر مهال يې وکاروو، بلکې دعا بايد د هوا په څېر وبولو، چې هره لحظه کې ورته اړتيا لرو، په خوښۍ او تنګسيا کې له دعا نه شو بې پرواه کېدای.
*له يو عربي کوچي پوښتنه وشوه، چې له خپله ربه څه ډول دعا غواړې؟
نو هغه وويل، چې هو زه خپل رب ته دا زارۍ کوم، چې يا الله پر موږ دې اسلام په داسې حال کې لورولی دی، چې موږ درڅخه نه و غوښتي، او له جنته مو مه بې برخې کوه، په داسې حال کې، چې موږ درته سوالونه کوو.
له نن ټکي اسیا څخه په مننه