
هغه چاکلیټ، چې د مخ کونځي له منځه وړي
په انګلستان کې داسې چاکلیټ تولید شوی، چې د مخ کونځي ورک کوي.
د نړیوالو راپورونو له مخې، دانګلستان د کیمبریج پوهنتون ساینس پوهانو داسې چاکلیټ توليد كړی، چې له خوړلو وروسته به یې نه یوازې د تاسو دعمر دزیات ښودلو عمل کم شي، بلکې دتاسو په مخ کې راتلونکي ګونځې به هم ختمې شي .
دانګلستان ساینس پوهانو ددغه چاکلیټ په اړه ادعا کړې، دهغه دخوړلو په وجه به دانسان په مخ کېګونځې ختمې شي .
دانګلستان ساینس پوهانو وویل موږ دغه چاکلیټ له پنځوسو(۵۰)تر شپیتو(۶۰) کلونو پورې کسانو باندې وازمويه او دې پايلي ته ورسیدو، چې ددغه چاکلیټ دخوړونکو کسانو دمخ پوستکې له شلو(۲۰) څخه تر دیرشو (۳۰)کلونو پورې دعمر لرونکو کسانو په شان ځوان شو .
ددغه چاکلیټ خوړونکو کسانو هم وویل ددغه چاکلیټ دخوړلو په وجه ددوې په پوستېښه اغیزونه شوي دي .نور په دې برخې کې « دښځې دمیک اپ نتیجه داسې وي . دمیاشتې دښکلا راز څرګند شو .