په اسلام کې د واده اهمیت او د هغه ګټې 


wada

ویناوال: دوکتور یوسف القرضاوي
راټولونه اوترتیب: محمد.خ. ملکزی

واده یوه دیني او ټولنیزه غوښتنه ده:

د اسلام مقدس دين واده ته په ډېره درنه سترګه ګوري، او لکه څرنګه چې واده روحي، صحي، اقتصادي، سیاسي، اجتماعي، دیني او داسې نورې ګټې لري، او هغه دروند کار دی چې د دوو مختلفو جنسونو تر منځ په خپلمنځي تفاهم او توافق سره د یو ټینګ  عهد کولو په رڼا کې رامنځ ته کیږي، نو له همدې کبله قرآکریم د نبوت او بیا واده لپاره  د میثاقا غلیظا  (یو غښتلی تړون او پیمان) کلیمه کارولې ده، لکه چې  څښتن تعالی په سورة النساء ۲۱ آیات څلورمه سپاره کې فرمائي:
(( و کیف تأخذونه و قد  أفضی بعضکم الی بعض  و أخذن منکم میثاقا غلیظا )).

که د نړۍ نظام ته ځير شو، نو جوته به شي چې لوی څښتن تعالی یو جنس نارینه او بل جنس ښځينه خلق کړیدی، تر دې چې د نړۍ تر ټولو کوچنۍ ذره چې اتوم (Atom ) ئې بولي  او د د نیوي ژوند بنسټ ګڼل کیږي، هغه هم له دوه مختلف النوعه چارجونو (مثبت چارج ـ Proton او منفي چارج ــ Electron) درلودونکي ده.

لکه څرنګه چې د دنیا نظام د زوجیت د قاعدې پر اساس سره منځ ته راغلی دی، له همدې کبله ویلای شو چې واده یوه دیني او ټولنیزه غوښتنه ده، او هغه بشري غریزه ده چې د دوو مختلفو جنسونو تر منځ د یو لړ خاصو عنعناتو او دودونو په ترڅ کې ترسره کیږي.

دنیوي نظام د زوجیت د قاعدې پر اساس د منځ ته راتللو خبره څه نوې خبره نه ده، بلکه هغه لرغوني تاریخي خبره ده چې 1400 كاله وړاندې قرآن کریم څرګنده کړیده، لکه چې لوی خالق تعالی په سورة یس 23 سپاره 36آیات كې فرمائي:

(( سبحان الذي خلق الأزواج کلها مما تنبت الأرض و من  أنفسهم و مما لا یعلمون ).

او په بل ځای کې فرمائي: (( و من کل شئ خلقنا زوجین لعلکم تذکرون)) سورة الذاریات ۲۷ سپاره 49 آیات .

پخوا به مفسرینو ویل چې په پورتني آیات کې دا د ( و من کل شئ ) قاعده أغلبیت ته اشاره کوي، یعنې په نړۍ کې اکثره شیان (لکه 1:جنت ـ دوزخ  2: دنیا ـ آخرت 3: شپه ـ ورځ او داسې نور…..)  سره جوړه پیدا شویدي، که څه هم قرآن کریم ورته د ( کُل ) کلیمه کارولی ده، خو اوس ثابته شوه چې د نړۍ هر مخلوق یوه جوړه لري.

له همدې کبله هر کله چې  لوی خالق تعالی آدم (علیه السلام ) پیدا کړ، او بیا ئې ورته جنت د هستوګنې په توګه ځای غوره کړ، نو په  جنت کې ئې تنها پرې نښود، بلکه حضرت حواء (علیها السلام) ئې د هغه له جنس څخه هم پیدا کړه. جنت چې د باغ په معنا سره دی، که هر ډول مېوې پکې شتون ولري، خو چې د انسان د ژوند ملګرې پکې نه وي، بیا به هم اوسېدونکی انسان پکې د یوې تشې او خلا احساس کوي، نو له همدې کبله لکه څرنګه چې انسان یو ټولنیز مخلوق دی، د ژوند د استمرار لپاره واده کولو ته اړتیا لري، او دو اده یو له مهمو ګټو څخه په انسان کې ایماني استقامت او متانت رامنځ ته کیدل دي.

اولو العزم پیغمبرانو هم ودونه کړي ؤ:

مخکې مو هم وویل چې واده د هر سالم انسان فطري غوښتنه ده، له همدې کبله ټول پیغمبران او حتی اولوالعزم پیغمبرانو هم ودونه کړي ؤ، مګر ډېر کم له دوي نه که چېرې داسې وي چې هغوي ودونه نه وي کړي، لکه حضرت یحیی او حضرت عیسی( علیهما السلام ).

آیا د واده څخه ډډه کول دینداري ده ؟

د پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) په زمانه کې یوه ډله خلک داسې پیدا شول چې له واده څخه بېزاري ته ئې د تدین جامه ورواغوستله ـ او رهبانیت ته ئې مخه کړه،  او دا له دې کبله چې دوي د پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) کور ته ورغلل او د پیغمبر اکرم د مبارکو بي بیانو څخه ئې د هغه د عبادت په اړه پوښتنه وکړه، او کله چې پر دې پوه شول چې پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم)  کله روژه نیسي او کله هم افطار کوي، کله نیمه شپه خوب کوي او کله هم عبادت، نو دوي په خپل ګمان د هغه دا کار لږ وشمېره او پر دوي کې یو تن پریکړه وکړه چې له سره به هیڅ واده نه کوي، بل تن وویل: زه به هیڅکله هم افطار ونه کړم، او درېم تن له ځان سره پریکړه وکړه: چې زه به د شپې هم عبادت کوم….. خو پایله دا شوه چې پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم)  دوي پر دې و پوهول چې:   ( انما أنا أخشاکم لله و أتقاکم و أفطر و أقوم و أنام و أتزوج النساء، فمن رغب عن سنتي فلیس منی).

زه پر تاسې ټولو کې زیات تقوا لرم، او کله بوزه کیږم، او د شپې خوب هم کوم او هم د ښځو سره واده هم کوم، او هر هغه چا چې زما د سنت څخه مخ واړاوه زما څخه نه دی.

په یهودو او نصاراؤ کې ځینې رهبانیان د ښځې د سیوري څخه هم لری اوسیږي، او دا ځکه چې دوي داسې انګېري چې واده کول ګناه او د شیطاني کړنو څخه ده، او دوي به همېش ویل: د شر او د ګمراهۍ څخه د خلاصون یواځینۍ لاره واده نه کول دي.

له همدې کبله په غرب کې د بې دینۍ تهذیب  او اخلاقي انحرافاتو ډېر ترویج موندلی دی، او تر ټولو زیات اخلاقي انحرافات د غرب په رهبانیانو او پاپانو کې لیدل کیږي، هغوي چې واده نه کوي، خو له نورو لارو څخه خپله جنسي غریزه پوره کوي.

خو د اسلام انسانسازه دين د غرب پر دې ټولو ناسمو فکرونو د بطلان کرښه راکاږي، او د غرب د  روان کړکیچ د هوارۍ او حل  لپاره دوي ته د اعتدال (Moderation) او وسطیت لاره ورپه گوته کوي، او دغه دین خپلو پېروانو ته اجازه ورکړېده او د غربي منحوس نظام ئې په کلکه سره مخالفت کړېدی،  او د اعتدال لاره دا ده چې که یو انسان وکولای شي د یوې څخه  تر 4 پوری د مېرمنو سره واده کول او د غرب د مطلق اباحیت څخه ځان ساتل دي.

آیا د شهوت څخه د ځان د خلاصون لپاره د ځان خصي کول رواء دي؟

همداراز ځیني صحابه کرام پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم)   ته راغلل او د خصاء( د ځان د خصي کېدو ) اجازه ئې ترېنه وغوښتله، تر څو د جنسي غرېزې لپاره هیڅ مجال پاتې نشي، او خپل شهوت په چورلټه توګه له منځه یوسي، خو پېغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم)  دوي له دې کار څخه منع کړل.

ځینې صحابه کرام د غوښې د خوړولو څخه او د صحت لپاره د ګټورو خوړو څخه انکار وکړ، تر څو د همدې په خوړولو سره د  دوي شهوت زیات نشي، نو له همدې کبله دا مبارک آیت را نازل شو(( یا ‌أیها الذین آمنوا لا تحرموا طیبات ما ‌أحل الله لکم و لا تعتدوا ـ ان الله لا یحب المعتدین )). المائدة 87 .

ترجمه: ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی هغه شیان چې لوی څښتن تعالی ستاسې لپاره حلال ګرځولي دي پر ځانونو مه حراموئ، او له حد څخه تېرۍ مه کوئ، ځکه الله تعالی د حد څخه تیري کوونکي خلک نه خوښوي.

د غربي نړۍ دوه مهمې ستونزې:

اسلام د  غرب د مزخرف رهباني نظام سره کلک مخالفت لري، دا ځکه چې غربي نظام د ژوند سلسله او لړۍ ختموي، د تناسل او اولاد راوړلو مخه نیسي، او په عملي کېدلو سره ئې بشري ژوند له ګواښونو سره مخامخ کوي.

له بل لوري اسلام د مطلق اباحیت مخالفت هم کوي، یعنې غربي ټولنې  عموما دوه عمده ستونزې لري، یوه پکې د رهبانیت ستونزه ده او بله پکې د اباحیت ستونزه ــ په داسې حال  کې چې اسلام بیا د وسطیت نظام دی.

له بل پلوه که مونږ ځير شوـ نو پوهیږو چې بیا د بشري ټولنو ستونزه نه هم په مطلق اباحیت او نه هم په رهبانیت سره حل کیږي، بلکه دا یواځې د اسلام دین دی چې دا ستونزه ئې حل کړیده. د غرب فلسفه همدا ده چې دوي د مېرمنو په اړه  هر څه رواء بولي، او نن همدې بشری انحرافاتو غرب له خورا ستونزو سره مخامخ کړیدی. خو د  اسلام فلسفه پر اعتدال ولاړه تګلاره ده، هم له مونږ څخه په دنیا کې او هم په آخرت کې ښیګڼه او نېکمرغي غواړي، لکه چې په پنځه وخته لمونځونو وایو: (( اللهم آتنا في الدنیا حسنة و في الآخرة حسنة و قنا عذاب النار)).

پېغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم)  ددې امت ځوانان واده کولو ته هڅولي دي، او نېکه بي بي ئې تر ټولو ستر نعمت شماریدلی دی. او په یوه صحیح حدیث شریف کې راغلي دي (( الدنیا متاع و خیر متاع الدنیا المرأة الصالحة )).

دنیا یوه توښه ده، او د دې دنیا تر ټولو ښه توښه او ستر نعمت نېکه بي بي ده.

او په یو بل حدیث شریف کې ئې فرمایلي دي (( من رزقها الله امرأة صالحة ـ فقد أعانها علی شطر دینه، فلیتق الله في الشطر الباقي ).

د یو چا چې نېک صالحه بي بي په نصیب شوه، نو په حقیقت کې لوی څښتن تعالی د هغه سره د هغه نیم دین د تکمیل په اړه مرسته کړیده، نو په پاتې ( نیم ) دین کې دی پخپله له لوی الله تعالی څخه وویریږي (پخپله دې ددغې پاتې نیمې برخې د تکمیل په باب هلې ځلې وکړي ).

نېکه بي بي هماغه ده چې په لیدلو سره  ئې خاوند د خوښۍ احساس وکړي، او هرکله چې ورته امر وکړي سمدلاسه ئې عملي کړي، هم اخلاق ولري او هم دیانت، یوه داسې مېرمن وي چې ددنیا جمع کول ئې د ژوند اساسي موخه  او مقصود نه وي.

عموما د سعادت او نېکمرغۍ 4 (څلور) عمده عوامل دي:

(۱): االزوجة الصالحه : نیکه او پاک لمنه بي بي.

(۲): المسکن الصالح: ښه کور.

(۳): المرکب الصالح:  راحت بښونکي سورلۍ.

(۴): الجار الصالح: نېک همسایه .

نو پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم)  د سړي د سعادت او نېکمرغۍ د مهمو عواملو څخه یو هم نیک صالحه بي بي شماردلی ده او فرمایلی ئې دي چې غوره مېرمن د لوی  الله (جل جلا له) یو بې سارې نعمت دی .

نو انسان ته ښائي چې متدینه مېرمن د ځان لپاره وټاکي، البته دا ددې معنا نه ورکوي چې ښکلې دی نه وي، بلکې د خاوند لپاره د ښځې ښکلا هم یو مطلوب کا ردی. خو دا هم د ویلو وړ ده چې ښکلا یو نسبي کار دی، ځکه ډېر ځلې یو انسان ته یوه ښځه ډېره ښکلی ښکاري، په داسې حال کې چې هغه بل ته بیا عادي ښکاري.

له همدې کبله اسلام وائي: چې خاطب (  د واده هلک ) باید مخکې له واده څخه خپلې مخطوبې ( انجلۍ) ته وګوري، چې آیا خوښیږي ئې او کنه، په سترګو سره دې په ځير ځير  ورته وګوري،ځکه سترګې د زړه قاصدانې او پیغام وړونکي دي، لکه چې وائي: (( العین رسول القلب )).

کېدلای شي چې په لومړي ځل یو څوک د یو چا خوښ نه شي، اما په دوهم ځل کتلو کې فایده همدا وي چې بیا انسان کولای شي پخپل تصمیم کې تجدید نظر وکړي.

په ځينو کورنیو کې افراط او تفریط:

په ځینو اسلامي هیوادونو کې یوه پیغله د کور له طرفه دومره بې حده آزادي لري چې هر چېرته ولاړه شي ــ تنها پوهنتون ته ځي، د خریدارۍ لپاره تنها بازار ته ځي، او د هر چا سره چې وګرځي او د سیاحت لپاره هر ځای ته ولاړه شي د کورنۍ له لوري پرې هیڅ قیدو بند نشته، د داسې یو چا سره به ګرځي او سفرونه به کوي چې شرعي بندیزونو ته به هیڅ پاملرنه نه کوي…. خو بل لوري ته په ځینو کورنیو کې دومره تضایق او سختي لیدل کیږي چې حتی د واده هلک د خپلې مخطوبې د لیدلو حق هم نه لري، ټوله دنیا ئې کولای شي و ګوري خو یو تن ئې نشي کولای وګوري، هغه هم یو داسې تن چې کېدلای شي د هغه د راتلونکي ژوند ملګری شي.

باید انجلۍ ته هم دا حق ورکړل شي چې تر څو د خپل راتلونکي ژوند ملګری وویني، او خپل انتخاب پخپله وکړي، تر څو په بشپړ بصیرت، صداقت او د دقیق بصیرت په ترڅ کې ترسره شي، او په دې کار کې د هر نوع تقلب او دوکې څخه کار وانه اخستل شي.

حضرت مغیره بن شعبه یو ځل نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) ته راغې او ورته ئې وویل: ما دانصارو څخه یوه انجلۍ د ځان لپاره خوښه کړله، نو ورته ئې وویل: (هل نظرت الیها ؟ قال: لا، قال : اذهب، فانظر الیها فانه أحری أن یدوم بینکما ) : آیا تا ورته کتلي دي ؟ وئې ویل: نه، بیا ئې ورته وویل: ولاړ شه، وی ګوره، ځکه په دې سره ستاسې تر منځ مینه او محبت کې تداوم رامنځ ته کیږي.

د جابر بن عبدالله (رضی الله عنه ) په هلکه راځي:  نوموړی یوې ښځې ته د  ونې تر شا پټ شوی ؤ تر څو ئې وویني او ننداره ئې وکړي، دا ئې ددې لپاره چې ورسره واده وکړي،  تر دې چې دومره ئې ورته وکتل تر څو ئې خوښه شوله، او بیا ئې د واده غوښتنه ورڅخه وکړله، خو دغه صحابیه پرې هیڅ خبره نه شوله. دا  کار پر همدې باندې دلالت کوي چې یو نارینه ته مخکې له دې چې له یوې پیغلې سره واده وکړي، ورته رواء او جائز دي چې په مخفي توګه ئې لیدنه او ننداره ئې وکړي، که څه هم چې هغه پرې پوه نشي، تر څو د ناخوښۍ په صورت کې د دغې ښځې مشاعر زخمي او زړه ئې ونه دردیږي.

د رسمي بلنې او دعوت څخه دا کار ډېر مناسب بریښي، په رسمي توګه که چېرې یو ځوان یو کور ته را وبلل شي ــ او له انجلۍ سره ئې هم لیده کاته وشي،او بیا ئې خوښه نشي، نو دا کار  دانجلۍ پر والدینو یو څه سخت تمامیږي، او په راتلونکي کې  بیا د دوي په  زړونو کې یو څه ګیله او شکوه پاتې کیږي.

د کتلو پر وخت ځوانان باید دې ټکي ته  متوجه وي چې: یواځې د مخ کتل او ښکلا ته پام کول ضروري نه دي، بلکه دې ته هم باید  خاوند ځیر وي چې آیا د دغې ښځې  عقلي توازن برابر دی اوکنه ؟ آیا د غوږونو او سامعې مشکل خو به نلري ؟ آیا ژبه وره او د اختلاف پر مهال ناندرۍ وهونکي خو به نه وي؟

نو اسلام خپلو پېروانو ته د همدې ښودنه کوي چې د مسلمانانو تر منځ د واده پروسه باید په بشپړ صمیمیت، صداقت او د دقیق بصیرت په ترڅ کې ترسره شي، او په دې کار کې د هر نوع تقلب او دوکې څخه کار وانه اخستل شي.

په پای کې د حضرت عمر (رضی الله عنه)  د وینا مطابق غواړو یادونه وکړو چې: د واه هلک د ښه پېژندلو لپاره باید هڅه وشي چې د یو داسې چا څخه پوښتنه وشي چې د  دغه هلک معاش، سرمایه، اخلاق او د ژوند مهم رازونه ئې ورته معلوم وي.

لکه په یو روایت کې راغلي دي چې: یو تن د حضرت أمیر المؤمنین عمر (رضی الله عنه) پر وړاندې د یو بل تن تعریف او ډېره ستاینه وکړه، په دې وخت کې  حضرت عمر ( رضی الله عنه) ورته وویل: (( أأنت جاره الأدنی الذي یعرف مدخله و مخرجه ـ قال لا)) آیا ته د هغه یو داسې همسایه ئې چې د هغه د معاش او مصرف په اړه پوره او کره معلومات ولري؟ دغه تن وویل: نه .

بیا حضرت عمر (رضی الله عنه) ترې وپوښتل: أسافرت معه في سفر طویل یُستر عن أخلاق الرجال ـ قال: لاـ  یعنې آیا تا د هغه سره یو داسې اوږد سفر کړېدی چې په هغې کې د هغه سلوکي او اخلاقي اړخونه را څرګند شي ؟

بیا ئې ترې وپوښتل: أعاملته بالدینار و الدرهم الذي به یُظهر ورع المرأ من شرعه ـ قال: لا ـ قال: فاذهب ‌ انک لم تعرفه .

آیا تا د هغه سره کوم ځل مالي معامله (د قرض راکړه ورکړه) کړیده، تر څو د هغه ريښتينې تقوا له ظاهري شرعي بڼې څخه څرګنده شي ؟

دغه تن وویل: نه، أمیر المؤمین ورته وویل: ځه ولاړ شه ، ته ئې هیڅ نه پېژنی.

له نن ټکي اسیا څخه په مننه