سندرغاړې مایا دیاب دسعودي امیر دیو ملیون ډالرو وړاندیز ونه مانه

دسعودي عربستان  دواکمنۍ کورنۍ یو امیر،چې الرای ویبپاڼې یې له نوم اخستلو ډډه کړې ده، له لبناني مشهور هرمند  څخه  غوښتي، چې  لبنانې سندرغاړې مایا دیاب  دېته  راضي کړي،چې  دیو ملیونو ډالرو په بدل کې  راته سندرې ووايي .

کله، چې  مشهور هنرمند بیروت ته رسیږي ، سیده دسندرغاړې مایا دیاب استوګنځای ته ورځي او له نوموړې سره دسعودي عربستان دواکمنۍ کورنۍ دامیر غوښتنه شریکوي، دیاب پوښتي،چې دا امیر څه نومیږي  نوموړی ورته وايي اوس یې نوم نه شم درکولای ډېر مهم کس دی ، خو تاسې به یونان ته سفر کوئ او هغه به هلته درته  منتظر وي ، نوموړی په سمندر کې خپله کښتۍ لري ، هر څه وار له مخه چمتو شوي دي، مایا دیاب پوښتي:  مجلس ته به نور څوک راځي .

هنرمند په ځواب کې ورته وايي :

یوازې دا مهم امیر به وي ، دڅو سندرو وروسته به یو ملیون ډالر اخلئ.

مایا دیاب  دا وړاندیز ونه مانه  او زیاته یې کړه زه په  کښتۍ کې سندرې نه وایم .

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه