قومندان عطا په کابل او ننګرهار کې وسلې وېشي
يوې کره سرچينې روهي وېب پاڼې ته ويلي، چې د بلخ مشهور جنګسالار او مېراثي والي قومندان عطا هڅه کوي د افغانستان په نورو سيمو کې هم له خپلې ټلوالې سره تړلو زورواکو ته وسلې ورکړي. د سرچينې له خولې قومندان عطا د ولسي جرګې له غړي فريدون خان مومند سره يو پروتوکول لاسليک کړی، چې له مخې به يې نوموړي ته دوه زره ميله نوې وسله ورکوي. سرچينه وايي، چې تر دې دمخه قومندان حضرت علي ته هم يو شمېر تازه وسلې ورکړ شوي دي.
پر دې سربېره داسې خبرونه لاسته راغلي، چې د کابل ښار شاوخوا ولسواليو کې هم د شورای نظار او جميعت اسلامي اړونده قومندانانو ته د وسلو وېش پيل شوی دی، چې ډېر زر به يې په اړه نور جزئيات خپاره شي. د رپوټونو له مخې پدې وروستيو کې قومندان عطا له روسيې څخه يو زيات شمېر نوې وسله ترلاسه کړې، چې په پروان کې د قومندان جان احمد په کور کې د همدغو وسلو وسله تون و، چې د امريکايي ځواکونو له خوا له منځه يوړل شو.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه