اجرائيه رياست پښتو مکتوبونه نه مني 

د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د اجرائيه رياست دفتر هغه مکتوبونه چې په پښتو ژبه دغې ادارې ته ورځې، پدې پلمه چې دوی په پښتو ژبه نه پوهېږي بېرته مستردوي. په همدې لړ کې د اجرائيه رياست دفتر د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت ته يو رسمي مکتوب استولی دی او ليکلي يې دي، څرنګه چې پدغه اداره کې څوک په پښتو ژبه نه پوهېږي، نو هيله ده تر دې وروسته خپل مکتوبونه په دري ژبه راواستوئ.

کله چې په يوه اداره کې د افغانستان په لومړۍ رسمي ژبه څوک پوه نه شي، آيا دا اداره ملي او دولتي ګڼل کېدای شي. له دغه مکتوب څخه ښکاري چې اجرائيه رياست يوازې د يوه قوم اداره ده. پخوا هم د افغانستان په دولتي ادارو کې له پښتو ژبې سره ډېر توپيري چلند شوی دی، خو دا لومړی ځل دی چې دومره په سپين سترګۍ سره پښتو ژبه د يوه رسمي مکتوب له لارې ردېږي. دا ډول مکتوب د افغانستان د قوانينو تر پښو لاندې کول دي او بايد جداً تعقيب شي.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه