د داعش تر کنترول لاندې سیمو کې ایډز مخ پر ډیریدو دی


یوه امریکايي ورځپاڼه د داعش تر کنترول لاندې سیمو کې د ایډز دخپریدو خبر ورکوي، کریسټین ساینس منیټور ورځپاڼه لیکي : په هغو سیمو کې، چې داعش په کې واکمن دی ډول ډول نااشنا پېښې ثبت شوې دي پردې سربېره دداعش جنګیالي پر ایډز اخته شوي دي ، له بل اړخه  ټپیانو ته  پرته له روغتیايي نورمونو دوینې ورکول هم  دجنګیالیو تر منځ دایډز دخپریدو لامل ګرځیدلی دی.

 ورځپاڼه لیکي : د داعش جنګیالي دحفظ الصحې هغه لومړني معیارونه هم په کې نه نیسي ځکه خو دهغو کسانو شمېر مخ په ډیریدو،چې دایډز ګومان پرې کیږي، په سوریه کې دالرقه  سیمه، چې د داعش تر کنترول لاندې ده وضعیت  پیچلې او داندېښنې وړ دی. په دې سیمه کې  ښځینه ډاکتران نشته او داعش نارینه ډاکترانو ته اجازه نه ورکوي،چې ښځې معاینه کړي.

په الرقه کې یو ډاکتر  دې ورځپاڼې ته ویلي دي،چې دایډز دتشخیص  امکانات نشته او اوس داعش  دیادې ناروغۍ په اړه  اندېښمن دی او ددې ډلې دجنګیالیو ورځنی  داسی دی، چې په ډېره اسانۍ پر ایډز اخته کېدای شي.

 یوسوریايې ډاکتر وايي   دداعش دجنګیالیو تر منځ یې دایډز دوه پېښې ثبت کړي دی،چې یوه یې مغربي الاصله فرانسوۍ نجلۍ وه،چې له داعش سره په سوریه کې یوځای شوې ده او بله  دتونس تبعه ښځه ده،چې دی هم له یو جنګیالي سره جنسي اړیکې درلودې.