رډ بول او نور مشروبات مو ښايي د سترګو ديد له منځه يوسي.

په شمالي ایرلینډ کې ۲۶ کلنې لینا لوباري،چې درې بچیان لري نوموړې به هره ورځ ۲۸ بوتله Red Bull څښل. دوخت په تیریدو لینا خپل نظر له لاسه ورکړ.
دومره ډېر انرژي لرونکې مشروبات ،چې د شکر /خواږه لوړ اندازه لري ، دوزن ډېریدو لامل ګرځي ، همدا مېرمن اوس ۱۶۰ کیلو ګرامه ده، له ډول ډول روغتیايي ناروغیو ځوریږي، کله، چې نوموړې مېرمن روغتون ته ولیږدول شوه لینا ومنله،چې له تیرو پنځو کلونو راهسې له سردرد او نیم سري څخه شکایت کاوه، خو خبره یې جدي نیوله او یوازې عادي درمل کارول.
ډاکتران وايي : دیادې ښځې په دماغ کې زیان رسونکی بدلون رامنځته شوی او سترګې یې اوس کار نه کوي دجمجمې داخل یې دوینې فشار لوړ شویدی او دبصري اعصاب یې پړسیدلي دي.
باري وايي : کله، چې له خوبه رابېداره شوم پوه شوم ، چې سترګې مې کار نه کوي ، شپږ ورځې په بستره کې پرته وم له بالښت مې دسر پورته کولو وس نه درلود.
اوس ډاکترانو مېرمن لوباري له هر ډول انرژي لرونکو مشروباتو څخه منعه کړې ده، له څو اونیو وروسته مېرمن لوباري ۱۲ کیلو وزن له لاسه ورکړی دی او ډاکترانو ورته سپارښتنه کړې ده، چې ۳۰ کیلو وزن به لاسه ورکوي.
دوزن له کمیدو وروسته او دجمجمې دفشار دنورمال کیدو له کبله مېرمن لوباري سترګې یو څه عادي حالت ته راګرځيدلې دي نوموړی اوس غواړي،چې کوم نظامي مرکز ته ولاړه شي او خپل ډېر وزن له لاسه ورکړي.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه