په ګرمۍ کې د بوتلونو اوبه  چې په موټرو کې لرئ هېڅکله هم مه څښئ!
محمد مبین هڅاند

که تاسې په موټرو کې له ځان سره په بوتلونو کې اوبه لرئ، دا اوبه مه څښئ ځکه دا اوبه  صحت له پاره خورا تاوان اړونکي دي.

په دغو بوتلونو کې اوبه د بادینۍ ګرمۍ له کبله ګرمېږي او انسان ته د سرومال زیانونه اړولی شي.

په دغه حالت کې د دغو اوبو د حرارت درجه ۷۰ درجو څخه لوړېږي او دغه پلاستیک بوتل چې په خپل ځان کې کیمیکل مواد لري، دغه مواد د ګرمۍ له وجې په اوبو کې حل کېږي، کله چې بیا انسان دغه اوبه وڅښي نو انسان ته د زهرو په شان تاوان اړولای شي.

که چېرې د موټر څخه بهر د حرارت درجه د ۴۰ څخه تر ۴۵ پورې وي نو د موټر په داخل کې به د حرارت درجه د ۶۰ څخه تر ۷۵ پورې وي.

 د بوتلونو د جوړولو له پاره یو قسم Polyethylene terephthalate مواد چې نومېږي استعمالوي او دغه مواد د ګرمۍ له وجې د(بي، پي او ای) په اوبو کې اخراجوي او دغه مواد په بوتلونو کې ځکه استعمالوي چې بوتلونه خراب نه شي، کله چې دغه مواد په اوبو کې حل او بیا وڅښل شي د انسان صحت ته زیان اړوي.     

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه