ايکسپريس ټريبيون:
اشرف غني پاکستانۍ تذکره «شناختي کارډ»لري
د پاکستان باوري انګريزي ورځپاڼې ايکسپريس ټريبيون په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، چې د ګډ حکومت مشر ډاکټر اشرف غني پاکستانۍ تذکره «شناختي کارډ» لري.
ايکسپريس ټريبيون د پاکستان د نفوسو او پېژند پاڼو د ثبت او کنټرول ادارې «نادرا» د يو لوړپوړي چارواکي له قوله ليکلي، چې ډاکټر اشرف غني پاکستانۍ تذکره لري.
ورځپاڼه زياتوي، چې د نادرا يو لوړ پوړي افسر ملک دلمراد تېره ورځ د خپلې ادارې په رسمي غونډه کې هغه مهال ټول ګډونوال هک حيران کړل، چې د افغان ولسمشر اشرف غني په اړه يې وويل، چې نوموړی پاکستانۍ تذکره لري او د هغه د تذکرې کاپي او اړوند اسناد يې هم د غونډې ګډونوالو ته هم وښودل.
ملک دلمراد د خپلو خبرو په ترڅ کې دا ادعا هم وکړه، چې د شمال ټلوالې پخوانی ټوپکسالار مشر احمدشاه مسعود هم پاکستانۍ تذکره درلوده.
د نادرا دغه افسر د خپلې ادارې پر ګڼو افسرانو تور لګولی، چې د پيسو او شخصي روابطو له امله يې د افغانانو په ګډون ګڼو بهرنيانو ته د پاکستان تابعيت ورکړی دی.
د نادرا په وينا د ښاروالۍ په تېرو ټاکنو کې ګڼ شمېر هغه افغانان هم کانديد وه، چې پاکستانۍ تذکرې يې ترلاسه کړي او حکومت پرې تر اوسه سترګې پټې کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان دغې باوري ورځپاڼې د اشرف غني په اړه دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې اشرف غني د تېرو څو کالو په اوږدو کې ځان د پاکستان مخالف باله، مګر واک ته له رسېدو وروسته يې د پخوا په پرتله پاکستان سره اړيکې بې ساري زياتې کړي او په افغان کشاله کې يې پاکستان ته ډېره ونډه او امتيازات ورکړي دي.
د پېښو څارونکي پر اشرف غني نيوکې کوي، چې نوموړي پاکستان سره د ستونزو له منځه وړلو په اړه پاکستان ته ډېر زيات امتيازات ورکړي او په مقابل کې يې دی دومره وړتيا نه لري، چې له پاکستانه هم ورته ګټې تر لاسه کړي.
راپور کې دا نه دي ويل شوي، چې اشرف غني پاکستانۍ تذکره له پخوا لري او که اوس وخت کې يې تر لاسه کړې ده.
د ګډ حکومت مشر اشرف غني تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
که چېرته د اشرف غني په اړه دغه راپور رښتيا شي، نو افغان ولس به دا د اشرف غني دوه مخي او خپل ملت سره ستره جفا وبولي او راتلونکي وخت کې به د اشرف په هېڅ ډول ژمنو او وعدو باور ونه کړي.
له نن ټکي اسیا څخه په مننه