پاکستاني چارواکي:
پخواني قومندان احمدشاه مسعود پاکستانۍ تذکره درلوده

Bildergebnis für ‫احمدشاه مسعود‬‎د بلوچستان ايالت د چاغي سيمې د ولايتي شورا رييس ملک دلمراد حسني د شورا غونډې ته ويلي چې پخواني قومندان احمدشاه مسعود د پاکستان د تابعيت تذکره درلوده. نوموړي شورا ته د احمدشاه مسعود د تذکرې اړوندهغه اسناد ښکاره کړل، چې د پاکستان د احصايې ادارې (نادرا) له خوا ثبت شوي وو. د خبر له مخې د  دغو اسنادو تر ښکاره کولو وروسته د شورا غړي هېښ شول  او د نادرا يا احصايې په اداره کې د پراخ فساد په اړه يې ژوره اندېښنه وښوده. د شورا په غونډه کې وويل شول، چې يو زيات شمېر نورو افغانانو هم د پاکستان د تابعيت  تذکرې اخېستې او يو شمېر يې په سيمه ييزو ټاکنو کې انتخاب شوي هم دي.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه