څېړنه :
څلور طبیعي بوټي دملا درد له منځه وړي
ګڼ شمېر سړي او ښځې دملا له درد شکایت کوي، ددې لامل په ورځني ژوند کې ځینې ناسم حرکات ترسره کول دي لکه دناستې بڼه ، په ناسمه بڼه ورزش کول ، د ډېرې مودې لپاره ودریدل او نور ...
دوی نه پوهیږي،چې دا دردونه دیو شمېر طبیعي بوټو له برکته له منځه ځي
که یو څوک دملا درد څخه ځوریږي دا لاندې طبیعي بوټي که وکاوري کېدای شي مرسته ورسره وکړي .
لونګ :
لونګ د درد دارامولو په برخه کې له مشهورو مسکناتو څخه ګڼل کیږي ، فعاله طبیعي غوړ لري او دملادرد لپاره ګټور دي.
کولای شي،چې لونګ دچایو په څېر ځوښ شي ، همدا راز کولای شئ،چې دانې یې میده شي او بیا وخوړل شي.
کورکمن ( زردچوبه ):
کورکمن له هغو مشهورو بوټو څخه ګڼل کیږي،چې د ملادرد ، دهډوکو درد ، عضلاتو دارامولو لپاره کارول کیږي. دا هم شونې ده، چې کورکمن دیګ ته ور زیات شي او یا دچایو په څېر وڅښل شي، کوم کسان،چې په منظمه توګه کروکمن کاروي دهډوکو او بندونو پر درد نه اخته کیږي.
سونډ/ ادرک سونډ د درد لپاره ډیر فعال او ارام بښونکي عناصر لري، که سونډ له تودو اوبو سره ګډ شي او بیا په ټوټه کې ونغښتل شي او ددرد پر ځای کېښودل شي ، درد به ډېر ژر ارام کړي. همدا راز کولای شو،چې سونډ له شاتو سره ګډ او دچایو په څېر وڅښو ، که سونډ او کورکمن ګډ شي دورځې درې ځل وڅښل شي دملادرد به له منځه ولاړ شي.
سور مرچ : سور مرچ دملادرد له منځه وړلو کې ګټور ثابت شوی دی، که سورمرچ ښه میده شي او له وازلین اویا دبدن له کریم سره ګډ شي او دومره پرېښودل شي،چې دکریم رنګ دمرچ په څېر واړوي او د درد ځای پر غوړ شي، نو درد به ډېر ژر ارام شي.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه