طالبــــــــانومــــــه وارخطا کــــــــېږئ
محمدامین بسمل
لمړی مې یوڅوخوږې او ترخې خبرې واورئ.
سمه ده، چې دمګړۍ غلیمانوله هرې خواپه تاسوهراړخیزې فزیکي اورواني حملې راوړې دي دوي غواړي ستاسودکلونو کلونوسرښندنې په سیندلاهو اوزموږ ګران افغانستان دخپلو ګوډاګیانو په وسیله تجزیه اونورهم خوار اوزارکړي.
خو پام چې وارخطا نه شئ دا خو تاسو واست، چې ددرۍ نیمو لسیزودهرې خوا له جنګیالیوڅخه رښتیني، غښتلي او خورااتل وځلېدئ ځکه چې:
ــ تاسو په خپل دین اوګران افغانستان مین یاست.
ــ تاسو دخپلې دینې فریضې له مخې د وروڼوقومونو یووالی غواړئ.
ــ تاسو واست، چې دآمو په څوکو مو دګران او واحد افغانستان بیرغ ورپاوه.
ــ تاسو واست، چې ملي ناموث او فردي ناموث مو محفوظ کړ.
ــ تاسو واست، چې زموږ دکلونو کلونو بې خوبه، ستړي اوسرګردان ولس ته مو ارام اوامن راوړ.
ــ تاسویاست، چې له غصب، تجاوز اوځان پړسونې څخه کرکه لرئ.
ــ تاسو په ډېرو کمو امکاناتو ډېر څه کولای شئ.
ــ تاسوته د وطن غرونو اوراغونو، کلیو او بانډو خپله غېږ پرانیستې پرې ایښې ځکه خو اولس دعدل اوانصاف فیصلې په تاسو کوي.
ــ تاسو دوطن د مورهغه سرشار، سرښندونکي او نه وېرېدونکي زامن یاست ، چې که خدای مه کړه وارخطا او یا د دښمن په لمسون سره جدا شئ نوهم به ځان، هم به ایمان او هم به ګران افغانستان له لاسه ورکړئ.
پوهېږم، چې زما په دې لیکنه به یوڅوبې خبره کسان خوا بدي اومابه هم په آی. ایس.آی پورې تړلی وبولي.
په دې کې خوهیڅ شک نشته، چې جنرال حمید ګل دانګرېزانو دشومو اهدافو دپوره کولوپه موخه زموږ له خپلو وروڼو اوزامنومانا طالبانوڅخه خورا بده ګټه پورته کړه همداسې بدې ګټې یې زموږ له هغو نورو خودفروشو مجاهدینو څخه هم پورته کړې وې خوپنجابیان په هغوی دومره توانېدلي وو چې، په اوو ۷خاښونو یې جلا او یوبل ته لکه بلا وساتي.
دکابل په وینو لړلې کوڅې یې شهادت ورکوي البته دا هرڅه دیوې لویې نړیوالې او تورې ستراتیژي له مخې روان وو.
پاتې دې نه وي، چې همدې جنرال حمیدګل دافغانستان په تېروشرمېدونکو ټاکنو کې له هغه غبرګ عبدالله څخه ملاتړ کاوه، چې وېیل یې:
غتې غتې بمونه پرې وغورځوئ.
بیا هم خپلې لیکنې ته راګرځم کله، چې نړۍ خوردا څیرونکی خېټور حیوان په دې وپوهېد، چې طالبان په خپل دین اوافغانستان مین خلګ دي نو یې تورمخی فرویز مشرف د۲۰۰۱زکال په نیمایي کې آلمان ته راولېږه او دآلمان صدراعظم (ګرهاردشروردیر)هم دخپلو ملي ګټو دتحفوظ لپاره دانګرېزله دې بدمخي اولوی جاسوس(فرویزمشرف) سره همغاړی شوچې په نتېجه کې یې سپینې ماڼۍ د۲۰۰۱زکال دسپتمبر په نهمه د(مسعود) دټوپۍ له الوزولوڅخه دوه ورځې وروسته په یوولسم دسپتمبر دنیویارک ډرامه راپورته او بشریت یې په شرمونو وشرماوه سیمې ته یې اورونه او جګړې راوړې او اوس خپله دتېښتې لار ورڅخه ورکه ده.
څه ښه یې ویلي دي چې:
ګربه میدان امدی می دانیم.
دیادکال اکتوبر په اوومه نېټه انسان زبېښوونکوځناورو زموږ دګران هیواد په زخمي زخمی جګر خورا بې رحیمانه اوظالمانه بمورۍ ترسره او ایله په دوومیاشتو کې یې خپل تالي څټي د مړسترګي حامد کرزي په مشرتابه د ارګ زندان ته ورټېل وهل.
خو تاسوپیاوړو، په دین اوګران افغانستان مینو طالبانوخپل همت له لاسه ور نه کړ او دیوې نیمې لسیزې په پرله پسېو اوخوراسختو جګړو کې مودهیواد غلیمان په ګانډو او تېښتې ته اړ کړل خو اه، چې مکار دښمن یو ځل بیا د تورمخو پنجابیانوپه وسیله ستاسود وارخطايي اوبدنامي په موخه لمړی له پردي پال اشرف غني سره پټې کوتې خوږې او بیا یې د سولې جعلي پروسه په کار واچوله اوپه تاسو کې یې یوڅو کسان یا په زر یا په زور د(مري )غونډې ته ورکش او نړیوالو ته یې وښوده، چې تاسو دکابل غبرګ سري او ټيټ سري ګوډاګي حکومت ته دتسلیمېدوپه حال کې یاست دغه دانګرېزبچیان(پنجابیان)ستاسو دکلونوکلونو سرښندنه او اتلولي په سیند لاهو کول غواړي اوغواړي، چې زموږ راتلونکي نسلونه ونه پوهیږي، چې مغرور او بدسترګي یرغلګران چا مات کړل همدا لوبه پاکستان د روسانو په خدمت کې هم کړې وه ځکه خو اوس له مسکو سره هراړخیز تړونونه لري.
ګرانو لوستوکو ګرانو افغانانو!
سوګند یادم، چې په هیڅ یو سیاسي سازمان پورې تړاو نه لرم طالبان دې هم په خپلو لیکو اوتشکیلاتو کې زما نوم ولټوي که یې پیدا کړنوبیا دې افغان ولس سخته سزأ راکړي.
هدف مې دادی، چې سازمانونه، ډلې او ټپلې مهمې نه بلکې هیواد اوخپلواکي مو مهمه ده نو راشئ خپل ګرېوان ته سرونه ټیټ اوپه هوش راشوپه دې مانا، چې بې له سرښندنې تباه کېږو اودسرښندنې لمړي صفونه زموږهمدغو اتلو طالبانو نیولي خوله بده مرغه، چې مشران یې ترسختو فشارونو او دپنجابیانوترمستقیمو خطرونولاندې دي.
چـــــــــــــــــــــــــاره څــــــــــــــــــــــه ده؟
له هغې ورځې، چې دپنجابیانو په تورونیتونو پوره باوري شوم ما له مختلیفو غږیزو او کتبي رسینیوڅخه خپل غږ پورته کړی بیا مې د۲۰۰۱زکال په ورستیو کې دبي بي سي رادیودتاسو غږپروګرام له لارې په پاکستان حمله وکړه دپروګرام چلوونکي ژورنالست چې پنجابیانو په دالو موړ ساتلی و زما میک بند کړ دا ژورنالست ځان ته افغان هم وايي اودیوې درنې او مجاهدې کورنۍ دعوه هم کوي نوم به یې نه اخلم ځکه، چې په دومره څه نه ارزي په هرصورت راځم دې ته ، چې څه چاره په کارده.
په تېره اونۍ کې مې دآزادي رادیوله دووځانګړیو(دآزادۍ په څپواوترشنه اسمان لاندې) پروګرامونو کې په واضح ډول طالب مشرانو ته وویل، چې له پاکستان څخه ځانونه وباسي مهمه نه ده که عربوته ځي که شااوخوا ګاونډيو هیوادونو ته بې له ایرانه البته سیاسي دفترپه قطر کې بهتردی.
چین مې هم ورته وښود او په دې یو ځل بیا ټینګار کوم، چې ترنورو هیوادونو چین زموږ په ګټه ځکه دی،. چې موږ دومره زیات مشکل نه ورسره لرو اوپه عین وخت کې چین موږ ته له اقتصادي او امنیتی لحاظه اړدی.
طالبان کولای شي دایغورد یاغیانو په اړوند له چین سره مرسته وکړي داکار یې چې وکړ نوبه دچین باور نورهم پرې زیات اوداخلاص غیږ به ورکړي.
له بل پلوه چین دامریکا دښمن او روس هم دمګړۍ امریکا ته غاښونه چیچي ځکه، چې د اوکراین اورونه خو همدې امریکا ورته بل کړل نو طالب ګله، چې ته نن له دې موقع څخه استفاده ونه کړې بیا به هیڅکله هم بریالی نه شې ته چې خدای مه کړه ناکام شې افغانستان ناکام، تجزیه او درپه دردی.
نو هله زما بې وزله اوپه هیواد مین افغان غږ واورئ اود خدای ج اوپاک قران په خاطر ژر تر ژره خپله پوځي او سیاسي رهبري دعلماوو شوری په ګډون دپاکستان دنفوذ له ساحې څخه بلې خوا ته وباسئ تر څودایمي بری مو په برخه، دلوی غلیم لویه دسیسه له خاوروسره خاورې، ګران افغانستان مو خپلواک، هوسا او بسیاشي.
تردې بله بهترینه چاره یې زه نه وینم اوس نوکه تاسوزماغږ نه اورئ اونورهم په لوی لاس د پنجابیانوترتاثیر لاندې پاتې کېدل غواړئ بیانو مه دافغانیت دعوه کوئ او مه د آزادي اوخپلواکي بیا نو ورشئ دملا ضعیف او متوکل په ډول دغلامانو ترسیوري لاندې څادردرته وغوړوئ چې زه موهم له تهمت څخه خلاص شم.
یــــــــــــــــــــادونـــــــــــــــــه:
۱ــ که تاسوطالبان واقعأ دسولې خبرې کول غواړئ نویوازې او یوازې له امریکا سره باید دخبرو په مېزکښېنئ نه دهغوی له ګوډاګیانو سره اوهیڅکله په پاکستان کې خبرو ته حاضر نشئ.
۲ــ همدا راغلي نابللي دخپلې خېټې دپړسولواوسیمې داشغال په موخه راغلي تجاوزیې کړی، بشریت، عدالت او انساني نړۍ ته یې خورا زیات زیانونه رسولي دي.
دوی به یو وخت نه یو وخت له سیمې څخه پښې سپکوي خوزموږ ګاونډیان اوسیمه وال به تل راسره پاتې وي نوپه کار دی، چې طالبان دسیمې د زورورو، چین، روس او نورو ملاتړ ورخپل کړي همدا یې موقع ده.
دسیمې زورور ځکه طالبانو ته اړ دي، چې داعش ور روان دی اوداعش هم هرچاته بربنډ شو، چې دچا نقشه ده واضحه خبره ده، چې دامریکا، انګرېزاو یوڅو نورو مړ سترګو په ګډه همکاري داعش رامینځ ته شوی ترڅولمړی اسلامي نړۍ پرې تیکه تیکه اوبیامنځنۍ اسیا تر پېکینګ اوماسکو پورې پرې وځپي خوفکرکوم این راه اش به ترکستان برابرشد.