داسې ونه مو ليدلې، چې څلوېښت ډوله مېوې کوي؟
f treeکېدای شي، تاسې دا خبره اورېدلي وي، چې يوه ونه دې دوه يا درې ډوله ميوې وکړي، مګر دا به مو هېڅکله ذهن ونه مني، چې نړۍ کې دې داسې يوه ونه هم وي، چې يو، نه دوه نه، بلکې څلوېښت ډوله مېوې ولري.

امريکايي هنرمند او ساينسپوه دان وين ايکن د خپل پرله پسې زيار او هڅو په پايله کې داسې يوه ونه جوړه کړې، چې په يو وخت کې څلوېښت ډوله مېوې کوي.

په دغو مېوو کې ناک، الوبخارا، زردالو، ګيلاس او ګڼې نورې مېوې شاملې دي.

د راپورونو له مخې د دغه امريکايي ساينپوه د پرله پسې هڅو له برکته يوه ونه دغه څلوېښت ډوله مېوې په يو وخت کې ورکوي او د داين وين په وينا نوموړي دغه ونه د زراعتي څېړنو د يوې پروژې په توګه ساتلې او په دغه ونه کې يې په يو وخت د ګڼو ميوو د خوندي ساتلو هنر هم زده کړی دی.

دان وين ايکن زياتوي، چې ده د خپلو هڅو په پيل کې د ګڼو ونو بيخونه، څانګې او لښتې په يوه هنرمنده طريقه سره پيوند کړې او له يوې اوږدې مودې وروسته ده د خپل زيار پايله وليدله او اوس خلک د دغې ونې د ليدو لپاره له بېلابېلو سيمو راځي او له ليدو يې خوند اخلي.

ايکن وايي، چې تر اوسه يې د امريکا په اوو ايالتونو کې دغه ډول شپاړس ونې لګولي او د ونې لګولو لپاره يې ميوزيم، پوهنتون او داسې نور مهم ځايونه انتخاب کړي دي.

د ايکن په وينا د دغو ونو لپاره يې ۲۵۰ ډوله بېلابېلې مېوې کارولي، چې د هرې مېوې خوی او اغېز سره ورته و، هغه يې په يوه ونه کې را يو ځای کړي، چې په يوه ونه کې ښه وپاللی شي او ژر خراب هم نه شي.

ايکن د څلوېښت ډوله مېوو لومړنۍ ونه ۲۰۱۱کال کې کرلې وه، چې له درې کاله انتظار وروسته دغې ونې خپلې مېوې وکړې.  لهنن ټکی اسیا څخه په مننه