
وايي: بازار ته یې نوي غلامان راوستي وو، غلامان لاس تړلي، وېرېدلي، ځوړند سر، کتار ولاړ وو.
د غلامانو په کتار کې یو زلمی داسې مست او سرشاره ولاړ و، لکه پاچا یا وزیر چې د سیل لپاره ښار ته راوتی وي.
په دې ورځ شهزاد هم راغلی چې څو تنه غلامان واخلي، د خلکو ګڼې ګوڼې ته ورځي او د غلامانو کتار له نظره تېروي چې په مست زلمي یې سترګې ولګېدې، څنګ ته یې لاړه، ترې ویې پوښتل:
ـ په داسې یو بد حالت کې ته څنګه کولای شې چې داسې خوښ او خوشاله واوسې، داسې یې لکه ازاد او بې نیازه انسان، ته یو غلام یې!
غلام په خوښۍ ځواب ورکړ:
ـ سمه ده! ته به ما واخلې، لاس او پښو کې به مې زنځیرونه واچوې خو هېڅوک او هېڅ شی نه شي کولای چې زما فکر او زما زړه کې زنځیر واچوي. زما دننه چې څه تېرېږي هغه زما انتخاب دی زما فکر همدا اوس ازاد دی، بالکل ازاد، ځکه خوښ او خوشاله یم.
شهزاده چې د زلمي خبرې واورېدې پوی شو چې زلمی عادی انسان نه دی، زلمی پېرې، ازادوي یې او د ملګري او سلاکار مقام ورکوي.
( د مسعود لعلي له کتابه / به دنیا امده ایم تا ان را تغییر دهیم)
ژ: آرش ننګيال
جلال اباد