لیکوال : محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد
دنښترویبلاګ قدرمنو اوزړه ته رانږدې لوستونکو!
دتېرشوي کوچني اخترمبارکي یوځل بیا تاسوته وړاندې کوم، هیله ده، چې د روژې مبارکې له ټولو نېکمرغیو څخه برخمن شوي یاست او له خپلو درنو کورنیو سره مو د اختر شپې او ورځې په خوښي اوسلامتي تېرې کړې وي.
دا چې د روژې په مبارکه میاشت کې نښتر ویبلاګ دقدرمن ډاکترصاحب نثاراحمد صمد په خوږو او ارزښتناکو تحفو تر او تازه و او د نښترویبلاګ درانه لوستونکي یې هره ورځ نازول، لازمه ګڼم او هیله کوم، چې د قدرمن ډاکترصاحب نثاراحمد صمد په حق کې ډېرې دعاوې وکړو.
الله ج دې محترم ډاکترصاحب له خپلې درنې کورنۍ او ټولو دوستانو سره ښاد اوآباد لري.
داځل موږ دتېر په څېر ددې خوږو تحفو توحید هم برابر کړی او دخوښي ځای خو دا دی، چې محترم ډاکترصاحب پخپل زیار دځوابونو توحید برابر کړی الله پاک دې اوږدعمر له خوښي اوسلامتي سره ور په برخه کړي.
دیادولو اوستایلو وړ ده، چې محترم ډاکترصاحب داځل دیو بهترین نوښت له مخې زموږ مسلمان وروڼه او خویندي دخپلو ارزښتناکو تحفو په برکت دیني معلوماتو اومطالعې ته رابللي وو، چې له نېکه مرغه زموږ درۍ وروڼه هریو:ښاغلی ولی رحمن، ښاغلی احمد الله عاطفی او ښاغلی ډاکټر اختر محمد کلیوالپکې بریالي راووتل.
دنښترویبلاګ اداره زموږ دې قدرمنو او اګاه وروڼو ته دزړه له تله مبارکي وایي الله ج دې لا نورې بریاوې هم ورپه برخه کړي.
محمدامین بسمل
د روژې لومړنۍ تحفه
ګرانو دوستانو ، د تیرو پنځو کالو غوندی یو ځل بیا ستاسو د معلوماتی خدمت لپاره حاضر یم او د مبارکی روژې په دې له برکت ، رحمت او مغفرت څخه ډکه میاشت کی به هره ورځ انشاالله یوه یوه تحفه درته وړاندی کوم .
خو د سږ کال ترتیب داسی دی چی هره ورځ به لس پوښتنی کیږی او تاسو یې لطفأ ځوابونه زما ایمیل ته راولیږئ . څلورو صحیح ځواب ویونکو ته به ( هغه چی نمرې یې تر نورو ډیری وی ) زما څلور ـ څلور جلده مختلف کتابونه په انعام کی ورلیږل کیږی انشاالله . خو شرط دا دی چی ځوابونه باید په صرف ۲۰ ساعتونو کی را ایمیل کړه سی ( یعنی د بلی تحفې تر خپرېدو مخکی ) . د صحیح ځواب ویونکو له منځه چی د هرو څلورو دوستانو نمرې زیاتی سی نو د روژې تر ختمېدو وروسته به هغوی ته اړونده انعام انشاالله ولیږل سی چی هغه زما دغه څلور جلده کتابونه دي : د پند او عبرت قصې لومړی جلد ؛ د پند او عبرت قصې دوهم جلد ؛ اخلاقی کنایې لومړی جلد ؛ قرآني ریاضی . نو لطفأ خپل صحیح ځوابونه را ایمیل کړئ او خپل انعام واخلیً .
ښه ، د تیر کال روژه خو د سترګو په رپ کی ولاړه او بله دا ده راغله . څومره ګران خپلوان ، دوستان ، ملګري او نا آشنا کسان سږ کال نسته او تر تورو خاورو لاندی دي !؟ آیا د دې ضمانت سته چی موږ او تاسو به روانه روژه پوره کړو ؟ آیا راتلونکې روژه به ژوندي یو ؟ آیا دا به مو وروستۍ روژه نه وی ؟ څوک پوهیږی او څوک یې ضمانت کولای سی ؟ نو راځی چی دا ثابته کړو چی موږ د نفس محکوم نه بلکی د نفس حاکم یو .
د روژې مبارکه میاشت درې لسیزی لری چی لومړنۍ یې د رحمت ، دوهمه یې د مغفرت او درېیمه یې له اوره د نجات لسیزه ده . څنګه چی نن د رحمت د لسیزی لومړۍ ورځ ده نو باید له خدایه رحمت وغواړو . والسلام ، ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com).
پوښتنی :
۱ ـ تعوذ څه ته وایی ؟
۲ ـ تسمیه څه ته وایی ؟
۳ ـ د قرآنکریم د کوم سورت په هر آیت کی د ( الله ) لفظ موجود دی ؟
۴ ـ په قرآن مجید کی د ام القری څخه علاوه مکه په بل کوم نوم سره بلل سوې ده ؟
۵ ـ د قرآن شریف تر ټولو اوږد آیت کوم یو دی ؟
۶ ـ په روژه کی غرغړه او په پزه کی اوبه اچول ( چی تر ستونی تیری نسی ) څنګه دی ؟
الف : منع دی ؛
ب : جایز او روا دی ؛
ج : مکروه دی ؛
د : اختیاري دی .
۷ ـ د ګرمۍ د مخنیوي له پاره د غسل په کولو سره روژه څنګه ده ؟
الف : نه ماتیږی ؛
ب : مکروه کیږی ؛
ج : ماتیږی ؛
د : لمبېدل منع دی .
۸ ـ جهنم ( دوږخ ) چیری دی ؟
الف : تر اوو سمندرونو لاندی ؛
ب : تر اوو آسمانو پورته ؛
ج : تر اوو سمندرونو پورته ؛
د : تر اوو مځکو لاندی .
۹ ـ اسماعیل (ع) په خپل ژوند کی د کوم ښار مشري کوله ؟
الف : مکه ؛
ب : فلسطین ؛
ج : اورشلیم ؛
د : بیت المقدس .
۱۰ ـ په کعبه کی لومړنی ایښودل سوی بت څه نومېدئ ؟
الف : هبل ؛
ب : لات ؛
ج : منات ؛
د : سومنات .
او دا هم د نن زرین اصل : دلته هر څوک د خپلی راتلونکي د ښه والي په فکر کی دی ، لاکن دا یې هیره کړې ده چی : آیا آخرت هم راتلونکې نه ده ؟
د روژې د تحفو ځوابونه
(لومړۍ برخه)
د ۲۰۱۵ کال د روژې د مبارکی میاشتی د ټولو تحفو د پوښتنو ځوابونه په لاندی ډول دي . خو هیله ده چی دا ټولی برخی په یو فایل کی وساتل سی . ځکه علم باید خاموش نه وی بلکی تکثیر او خپور سی .
زموږ د دې لړۍ په سیالۍ کی درې کسان ګټندوی سول چی هغه دا دي : ښاغلی ولی رحمن لومړی مقام ، ښاغلی احمد الله عاطفی دوهم مقام او ښاغلی ډاکټر اختر محمد کلیوال درېیم مقام . زه دوی درو واړو ته د زړه له تله مبارکي وایم او الله تعالی دی یې د ژوند په ټولو چارو کی بریمن او پتمن لری . دوی هر یوه ته به انشاالله د وعدې مطابق زما څلور جلده کتابونه ورولیږل سی . نو دا هم د څوارلسو تحفو پوښتنی او ځوابونه :
د لومړۍ تحفې ځوابونه :
۱ ـ تعوذ څه ته وایی ؟ ځواب : تعوذ ( اعوذباالله من الشیطن الرجیم ) ته وایی .
۲ ـ تسمیه څه ته وایی ؟ ځواب : تسمیه ( بسم الله الرحمن الرحیم ) ته وایی .
۳ ـ د قرآنکریم د کوم سورت په هر آیت کی د ( الله ) لفظ موجود دی ؟ ځواب : سورهً المجادله .
۴ ـ په قرآن مجید کی د ام القری څخه علاوه مکه په بل کوم نوم سره بلل سوې ده ؟ ځواب : بکه ( آل عمران : ۹۶ ) .
۵ ـ د قرآن شریف تر ټولو اوږد آیت کوم یو دی ؟ ځواب : د سورهً البقره ۲۸۲ نمبر آیت .
۶ ـ په روژه کی غرغړه او په پزه کی اوبه اچول ( چی تر ستونی تیری نسی ) څنګه دی ؟ ( ب ) ځواب صحیح دی یعنی : جایز او روا دی .
۷ ـ د ګرمۍ د مخنیوي له پاره د غسل په کولو سره روژه څنګه ده ؟ ( الف ) ځواب صحیح دی یعنی : نه ماتیږی .
۸ ـ جهنم ( دوږخ ) چیری دی ؟ ( د ) ځواب صحیح دی یعنی : تر اوو مځکو لاندی .
۹ ـ اسماعیل (ع) په خپل ژوند کی د کوم ښار مشري کوله ؟ ( الف ) ځواب صحیح دی یعنی : مکه .
۱۰ ـ په کعبه کی لومړنی ایښودل سوی بت څه نومېدئ ؟ ( الف ) ځواب صحیح دی یعنی : هبل .
د روژې دوهمه تحفه
معززو دوستانو ، نبوي حدیث دی « چی کله روژه راورسیږی نو شیطانان بندي کیږی ، د دوږخ ټوله دروازې تړل کیږی خو د جنت ټوله دروازې خلاصیږی . ناره کونکی ږغ کوی چی اې د خیر غوښتونکې ، مخته راسه او اې د بدۍ غوښتونکې ، پر شا سه . دا کار هره ورځ جاری وی » . نو الله دې ټوله بدګڼی نابود او ښېګڼې موجود کړی . لطفأ خپل صحیح ځوابونه په شلو ساعتونو کی را ایمیل کړئ او انعام وګټیً ؛ او د هغو دوستانو څخه منندوی یم چی ځوابونه یې رالیږلی دي . والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).
پوښتنی :
۱ ـ د قرآن پاک تر ټولو دوه کوچني آیتونه کوم دي ( بېله مقطعاتو ) ؟
۲ ـ هغه کوم آیتونه دي چی د ( الف ) څخه تر ( ی ) پوری ټول حروف پکښی شامل دي ؟
۳ ـ د لومړني مدني سورت نوم څه دی ؟
۴ ـ د قرآنکریم ټوله څو سورتونه دي ؟
۵ ـ د قرآن مجید کوم دوه سورتونه په یوځایی توګه نازل سول ؟
۶ ـ که څوک د روژې نیولو طاقت لری مګر ویې خوری ، نو کفاره یې دا ده چی دوې میاشتی مسلسل باید روژې ونیسی . خو که په منځ کی حتی یوه ورځ هم ترې پاته سی نو څه کیږی ؟
الف : بیرته یې له سره باید شروع کړی ؛
ب : اختیار لری ؛
ج : پاته روژې دی پوره کړی ؛
د : کفاره نه بلکی یوازی قضایی لری .
۷ ـ د روژې کفاره ادا کول څه معنی ؟
الف : دوې میاشتی پرله پسې روژې نیول ؛
ب : دوې میاشتی په غیرمنظم ډول روژې نیول ؛
ج : یوه میاشت مسلسل روژې نیول ؛
د : یوه میاشت په غیر منظم ډول روژې نیول .
۸ ـ که یو چا د بل کس مځکه ناحقه قبضه کړې وی نو د قیامت په ورځ به له دې امله څه سزا ورکول کیږی ؟
الف : لاس او پښه به یې پرې کیږی ؛
ب : د مځکی تر اوومی طبقې پوری به ننه یستل کیږی ؛
ج : په دُرو( چلاخو ) به وهل کیږی ؛
د : د دوږخ په کښته طبقه کی به اچول کیږی .
۹ ـ د عربو درې مشهور بتان کوم وو ؟
الف : منات ، لات ، عزی ؛
ب : یغوث ، یعوق ، نسر ؛
ج : لات ، منات ، هبل ؛
د : لات ، منات ، سومنات .
۱۰ ـ یهودیانو د لومړي ځل له پاره په کوم کال کی جزیرة العرب ته هجرت وکړ ؟
الف : ۵۷۸ قبل المیلاد پر فلسطین د بختنصر تر حملې وروسته ؛
ب : ۷۰ میلادی پر فلسطین د تیتوس تر حملې وروسته ؛
ج : ۵۲۳ میلادی ؛
د : ټول غلط .
او دا هم د نن زرین اصل : یو مسکین ته په دې نیت صدقه مه ورکوه چی هغه ستا و صدقې ته محتاج دی ، بلکی په دې نیت یې ورکوه چی ته د الله جل جلاله مغفرت او د دې صدقې و قبلېدو ته محتاج یې .
د دوهمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ د قرآن پاک تر ټولو دوه کوچني آیتونه کوم دي ( بېله مقطعاتو ) ؟ ځواب : ( والضحی ) ، ( والعصر ) ، ( الفجر ) ، ( الرحمن ) .
۲ ـ هغه کوم آیتونه دي چی د ( الف ) څخه تر ( ی ) پوری ټول حروف پکښی شامل دي ؟ ځواب : سورهً البقره آیت نمبر ۲۸۲ ، سورهً آل عمران آیت نمبر ۱۵۴ ، سورهً الفتح آیت نمبر ۲۹ .
۳ ـ د لومړني مدني سورت نوم څه دی ؟ ځواب : الانفال .
۴ ـ د قرآنکریم ټوله څو سورتونه دي ؟ ځواب : د قرآنکریم ټوله ۱۱۴ سورتونه دي .
۵ ـ د قرآن مجید کوم دوه سورتونه په یوځایی توګه نازل سول ؟ ځواب : سورهً الفلق او سورهً الناس .
۶ ـ که څوک د روژې نیولو طاقت لری مګر ویې خوری ، نو کفاره یې دا ده چی دوې میاشتی مسلسل باید روژې ونیسی . خو که په منځ کی حتی یوه ورځ هم ترې پاته سی نو څه کیږی ؟ الف : بیرته یې له سره باید شروع کړی .
۷ ـ د روژې کفاره ادا کول څه معنی ؟ الف : دوې میاشتی پرله پسې روژې نیول .
۸ ـ که یو چا د بل کس مځکه ناحقه قبضه کړې وی نو د قیامت په ورځ به له دې امله څه سزا ورکول کیږی ؟ ب : د مځکی تر اوومی طبقې پوری به ننه یستل کیږی .
۹ ـ د عربو درې مشهور بتان کوم وو ؟ الف : منات ، لات ، عزی .
۱۰ ـ یهودیانو د لومړي ځل له پاره په کوم کال کی جزیرة العرب ته هجرت وکړ ؟ الف : ۵۷۸ قبل المیلاد پر فلسطین د بختنصر تر حملې وروسته .
د روژې درېیمه تحفه
معززو لوستونکو ، څنګه چی ژوند ډیر لنډ او فانی دی او د سترګو په رپ کی درومی ، نو ښه به دا وی چی هغه څه وکړو چی له پاره یې دې دنیا ته راغلي یو ؛ یعنی اطاعت او عبادت . او دا هم د نن درېیمه تحفه . لطفأ خپل ځوابونه په شل ساعته موده کی راولیږئ او د خپلو نورو دوستانو سره په دې سیالۍ کی برخمن سیً . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).
پوښتنی :
۱ ـ د قرآن مجید په دیرشمه سیپاره کی ټوله څو سورتونه دي ؟
۲ ـ په قرآن مجید کی څو داسی سورتونه دي چی د اشخاصو ( انسانانو ) په نوم دي ؟
۳ ـ د مدني سورتونو تعداد څو دی ؟
۴ ـ مکي سورتونه څو دي ؟
۵ ـ قرآنکریم ټوله څو سیپارې لری ؟
۶ ـ که یو چا د روژې په میاشت کی فرضي روژه نه نیول ، یعنی بیخی یې نیت نه و کړی خو روژه یې بېله عذره وخوړل نو ؟
الف : صرف قضایی به نیسی ؛
ب : قضایی او کفاره دواړه پر لازمیږی ؛
ج : دواړه نه دي پر لازم ؛
د : اختیار لري .
۷ ـ که روژه لرونکي ( په باخبرۍ سره ) په خوله کی د باران څاڅکی واچوئ یا یې واوره یا یخیً وخوړی نو ؟
الف : روژه یې نه ماتیږی ؛
ب : ماتیږی او صرف قضایی به راګرځوی ؛
ج : قضایی او کفاره دواړه پر لازم دي ؛
د : صرف روژه یې مکروه کیږی .
۸ ـ د دجال د دواړو سترګو تر منځ څه لیکلي دي ؟
الف : کافر ؛
ب : منافق ؛
ج : دوږخي ؛
د : لعین .
۹ ـ تر اسلام دمخه د جزیرة العرب اکثریت وګړی په کوم کار بوخت وو ؟
الف : تجارت ؛
ب : زراعت ؛
ج : مالداري ؛
د : د بتانو جوړولو صنعت .
۱۰ ـ د رسول الله (ص) کورنۍ په کوم کهول (خاندان) سره مشهوره ده ؟
الف : هاشمی ،
ب : قریش ؛
ج : عدنان ؛
د : کنعان .
او دا هم نننی زرین اصل : صلاح الدین ایوبي فرمایلی دي : که یو قوم ته بېله جنګه ماته ورکوې نو په هغه قوم کی فحشا خپره کړه.
د درېیمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ د قرآن مجید په دیرشمه سیپاره کی ټوله څو سورتونه دي ؟ ځواب : ۳۷ سورتونه دي .
۲ ـ په قرآن مجید کی څو داسی سورتونه دي چی د اشخاصو ( انسانانو ) په نوم دي ؟ ځواب : اووه سورتونه د انسانانو په نوم دي ( مریم ، محمد ، ابراهیم ، لقمان ، یونس ، یوسف ، نوح ) .
۳ ـ د مدني سورتونو تعداد څو دی ؟ ځواب : ۲۸ دي .
۴ ـ مکي سورتونه څو دي ؟ ځواب : ۸۶ دي .
۵ ـ قرآنکریم ټوله څو سیپارې لری ؟ ځواب : دیرش سیپارې لری .
۶ ـ که یو چا د روژې په میاشت کی فرضي روژه نه نیول ، یعنی بیخی یې نیت نه و کړی خو روژه یې بېله عذره وخوړل نو ؟
الف : صرف قضایی به نیسی ؛
۷ ـ که روژه لرونکي ( په باخبرۍ سره ) په خوله کی د باران څاڅکی واچوئ یا یې واوره یا یخیً وخوړی نو ؟ ج : قضایی او کفاره دواړه پر لازم دي .
۸ ـ د دجال د دواړو سترګو تر منځ څه لیکلي دي ؟ الف : کافر .
۹ ـ تر اسلام دمخه د جزیرة العرب اکثریت وګړی په کوم کار بوخت وو ؟ الف : تجارت .
۱۰ ـ د رسول الله (ص) کورنۍ په کوم کهول (خاندان) سره مشهوره ده ؟ الف : هاشمی .
د روژې څلورمه تحفه
ګرانو دوستانو ، دا ثابت حقیقت دی چی الله تعالی بې حده کریم او رحیم دی ، خو د روژې په میاشت کی یې ځینی ضروري حلال حرام کړی دي ! یعنی د سهار د اذان څخه د ماښام تر آذانه یې خوراک، څښاک او جماع حرام کړی دي چی خپله فلسفه لری . په دې میاشت کی نفل د فرضو اهمیت او درجه لری..... نو څومره به ښه وی چی الهی تقاضا مخلصانه او صادقانه مراعات کړو . او دا هم څلورمه تحفه . لطفأ خپل لنډ ځوابونه راولیږئ ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.con ).
پوښتنی :
۱ ـ په قرآن مجید کی ټوله څو آیتونه دي ؟
۲ ـ په قرآن مجید کی سجده والا سورتونه څو دي ؟
۳ ـ په قرآن مجید کی څومره رکوع سته ؟
۴ ـ په قرآنکریم کی د سجدې وروستی آیت په کوم سورت کی دی ؟
۵ ـ د مقطعاتو حروفو تعداد څو دی ؟
۶ ـ فرض روژې کومی دي ؟
الف : چی روژه یې وی او هغه ماته کړی نو نیول یې فرض دی ؛
ب : د نذر له پاره چی یې روژې پر ځان ایښی وی ؛
ج : د رمضان د میاشتی روژې فرض دي .
د : نفلي روژې فرض دي .
۷ ـ که میړه او ماندینه د روژې لرلو په حال کی جنسي عمل وکړی نو کفاره پر چا لازمه ده ؟
الف : پر دواړو جلا جلا کفاره لازمه ده ؛
ب : صرف پر میړه کفاره لازمه ده ؛
ج : صرف پر ماندینه کفاره لازمه ده ؛
د : کفاره نلري .
۸ ـ د جنت په نعمتونو کی تر ټولو ښه یې کوم دی ؟
الف : د جنت باغونه ؛
ب : د جنت چینې ؛
ج : د الله تعالی دیدار ؛
د : د والدینو ، میړه یا ماندینې ، وروڼو خویندو او پیغمبرانو سره مجلسونه .
۹ ـ د زمزم څاه د لومړي ځل له پاره کومو خلکو ډک کړ ؟
الف : د جرهم قبایلو ؛
ب : د مکې یهودو ؛
ج : قریشو .
د : د ابرهه پوځیانو .
۱۰ ـ ابرهه ولی د کعبې د ورانولو اراده وکړه ؟
الف : د بن کنایه د یو سړي څخه د انتقام له پاره چی د ابرهه کلیسا یې نجسه کړې وه ؛
ب : په دې ډول یې پر مکه واکمني غوښته ؛
ج : کعبه یې په کلیسا بدلوله ؛
د : مسلمانان یې له منځه وړل .
او دا هم د نن زرین اصل : اې مسلمانه ! د خالق پر عطاګانو الحمدلله وایه او پر خپلو خطاګانو استغفرالله وایه .
د څلورمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ په قرآن مجید کی ټوله څو آیتونه دي ؟ ځواب : د قرآنکریم ټوله آیتونه ۶۲۳۶ دي .
۲ ـ په قرآن مجید کی سجده والا سورتونه څو دي ؟ ځواب : ۱۴ دي .
۳ ـ په قرآن مجید کی څومره رکوع سته ؟ ځواب : ۵۴۰ رکوعوي لری .
۴ ـ په قرآنکریم کی د سجدې وروستی آیت په کوم سورت کی دی ؟ ځواب : په سورهً العلق کی دی .
۵ ـ د مقطعاتو حروفو تعداد څو دی ؟ ځواب : ۲۹ دی .
۶ ـ فرض روژې کومی دي ؟ ج : د رمضان د میاشتی روژې فرض دي .
۷ ـ که میړه او ماندینه د روژې لرلو په حال کی جنسي عمل وکړی نو کفاره پر چا لازمه ده ؟ الف : پر دواړو جلا جلا کفاره لازمه ده .
۸ ـ د جنت په نعمتونو کی تر ټولو ښه یې کوم دی ؟ ج : د الله تعالی دیدار .
۹ ـ د زمزم څاه د لومړي ځل له پاره کومو خلکو ډک کړ ؟ الف : د جرهم قبایلو .
۱۰ ـ ابرهه ولی د کعبې د ورانولو اراده وکړه ؟ الف : د بن کنایه د یو سړي څخه د انتقام له پاره چی د ابرهه کلیسا یې نجسه کړې وه .
د روژې پنځمه تحفه
عزتمنو لوستونکو ، په یو قدسي حدیث کی داسی راغلي دي « الله تعالی فرمایی چی د انسان ټول اعمال د هغه له پاره دي ، خو روژه زما له پاره ده او زه یې اجر ورکوم . روژه د ګناهونو مخه نیسی . نو څوک چی روژه ولری باید له بد ویلو ، چیغو نارو او جاهلانه اعمالو څخه ځان وساتی . که څوک ښکنځل ورته وکړی ، یا جنګ ورسره کوی ، ځواب دې نه ورکوی بلکی دوه ځله دې ووایی چی زما روژه ده . » او دا هم پنځمه تحفه . ستاسو د صحیح ځوابونو په طمع ، والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).
پوښتنی :
۱ ـ د قرآنکریم تر ټولو کوچني درې سورتونه کوم دي ؟
۲ ـ د قرآن مجید سورتونه چا ترتیب کړي دي ؟
۳ ـ د « سورة » لفظ په قرآن مجید کی څو واره ذکر سوی دی ؟
۴ ـ هغه کوم سورت دی چی یوه رکوع یې په مکه او بله رکوع یې په مدینه کی نازله سوه ؟
۵ ـ قرآن مجید ته اعراب په کومه سنه کی ورکول سول ؟
۶ ـ په سترګه کی دوا اچول روژه ماتوی که یا ؟
الف : یا ؛
ب : هو ؛
ج : مکروه کیږی ؛
د : په روژه کی دغسی اجازه نسته .
۷ ـ که روژه لرونکي مسواک وواهه بیا یې دا ګومان وکړ چی په مسواک وهلو سره روژه ماتیږی ، نو قصدأ خوراک یا څښاک وکړی روژه یې څنګه ده ؟
الف : روژه یې نه ماتیږی ؛
ب : روژه یې ماتیږی خو هماغه روژه به پسی نیسی ؛
ج : روژه یې ماتیږی او یوازی قضایی به راګرځوی ؛
د : قضایی او کفاره دواړه لری .
۸ ـ د حشر پر میدان به خلک په کوم نوم راغوښتل کیږی ؟
الف : صرف په خپل نوم ؛
ب : د خپلو پلرونو په نوم ؛
ج : د خپلو ګناهونو په نوم ؛
د : د خپلو میندو په نوم .
۹ ـ رسول الله (ص) په کوم کال کی وزوکېد ؟
الف : دوشنبه د ۵۷۱ د عام الفیل په کال ؛
ب : سه شنبه د ۵۷۱ د عام الفیل په کال ؛
ج : جمعه د ۵۷۱ د عام الفیل په کال ؛
د : شنبه د ۵۷۱ د عام الفیل په کال .
۱۰ ـ د رسول الله (ص) کوم اکا د ده د شیدو ورور هم دی ؟
الف : حمزه (رض) ؛
ب : عباس (رض) ؛
ج : حارث (رض) ؛
د : ابو طالب .
او دا هم د نن زرین اصل : نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : الله جل جلاله ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوری بلکی ستاسو زړونو او عملونو ته ګوری (مسلم) .
د پنځمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ د قرآنکریم تر ټولو کوچني درې سورتونه کوم دي ؟ ځواب : سورهً الکوثر ، سورهً العصر ، او سورهً اخلاص .
۲ ـ د قرآن مجید سورتونه چا ترتیب کړي دي ؟ ځواب : رسول الله (ص) ترتیب کړي دي .
۳ ـ د « سورة » لفظ په قرآن مجید کی څو واره ذکر سوی دی ؟ ځواب : لس واره .
۴ ـ هغه کوم سورت دی چی یوه رکوع یې په مکه او بله رکوع یې په مدینه کی نازله سوه ؟ ځواب : سورهً المزمل .
۵ ـ قرآن مجید ته اعراب په کومه سنه کی ورکول سول ؟ ځواب : په ۷۳ هجری کال کی .
۶ ـ په سترګه کی دوا اچول روژه ماتوی که یا ؟ الف : یا ، نه یې ماتوی .
۷ ـ که روژه لرونکي مسواک وواهه بیا یې دا ګومان وکړ چی په مسواک وهلو سره روژه ماتیږی ، نو قصدأ خوراک یا څښاک وکړی روژه یې څنګه ده ؟ د : قضایی او کفاره دواړه لری .
۸ ـ د حشر پر میدان به خلک په کوم نوم راغوښتل کیږی ؟ ب : د خپلو پلرونو په نوم . ج : د خپلو ګناهونو په نوم .
۹ ـ رسول الله (ص) په کوم کال کی وزوکېد ؟ الف : دوشنبه د ۵۷۱ د عام الفیل په کال ؛
۱۰ ـ د رسول الله (ص) کوم اکا د ده د شیدو ورور هم دی ؟ الف : حمزه (رض) .
د روژې شپږمه تحفه
رسول الله (ص) فرمایی : « څوک چی د الله له پاره یوه روژه ونیسی ، نو الله یې د اویا کلونو په اندازه د دوږخ له اوره لیری کوی » . نو څومره به ښه وی چی د هغه ذات امر عملأ ومنو چی ژوند او ډول ډول نعمتونه یې راکړي دي ! او دا هم شپږمه تحفه .د هغو دوستانو څخه ډیره مننه چی ځوابونه یې رالیږلی دي ، والسلام (ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).
پوښتنی :
۱ ـ د قرآن مجید پر حروفو باندی نقطې تر ټولو اول چا ولګولې ؟
۲ ـ په قرآن مجید کی کوم حرف تر ټولو ډیر استعمال سوی دی ؟
۳ ـ په قرآنکریم کی کوم حرف تر ټولو لږ استعمال سوی دی ؟
۴ ـ د عربي حروفو تعداد څو دی ؟
۵ ـ د صحابه وو د زمانې دوه مشهور مفسرین څوک وو ؟
۶ ـ که یو روژه لرونکي غیبت وکړ ، یا یې درواغ وویل خو په دې باور سو چی روژه یې ماته ده ، بیا یې نو خوراک او څښاک وکړ روژه یې څنګه ده ؟
الف : روژه یې صحیح ده ؛
ب : ماته ده صرف قضایی به راګرځوي ؛
ج : قضایی او کفاره دواړه پر لازم دي ؛
د : صرف روژه یې مکروه کیږی .
۷ ـ په حلق کی بې اختیاره د دوړو یا دود ( لوګي ) ننوتل پر روژه څه اثر کوی ؟
الف : روژه ماتوی ؛
ب : روژه نه ماتوی ؛
ج : روژه مکروه کوی ؛
د : روژه فاسده کوی .
۸ ـ د جنت د راجسټر نوم څه دی ؟
الف : علیین ؛
ب : سجین ؛
ج : نعیم ؛
د : فردوس .
۹ ـ رسول الله (ص) په څو کلنۍ کی خپل نیکه له لاسه ورکړ ؟
الف : په ۵ کلنۍ کی ؛
ب : په ۶ کلنۍ کی ؛
ج : په ۸ کلني کی ؛
د : په ۱۰ کلني کی ؛
۱۰ ـ پیغمبر (ص) تر بعثت مخکی په کوم جنګ کی ګډون کړی و ؟
الف : فجار ؛
ب : اوس ؛
ج : حلف الفضول ؛
د : هیڅ یو هم نه .
او دا هم د نن زرین اصل : الفاظ د بنده غلام وی ، مګر تر ویلو وروسته بنده د الفاظو غلام سی !
د شپږمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ د قرآن مجید پر حروفو باندی نقطې تر ټولو اول چا ولګولې ؟ ځواب :عبدالملک بن مروان د ابو الاسود په واسطه .
۲ ـ په قرآن مجید کی کوم حرف تر ټولو ډیر استعمال سوی دی ؟ ځواب : د ( الف ) حرف تر ټولو ډیر استعمال سوی دی .
۳ ـ په قرآنکریم کی کوم حرف تر ټولو لږ استعمال سوی دی ؟ ځواب : د ( ظ ) حرف تر ټولو لږ استعمال سوی دی .
۴ ـ د عربي حروفو تعداد څو دی ؟ ځواب : د عربی حروفو تعداد ۲۹ دی .
۵ ـ د صحابه وو د زمانې دوه مشهور مفسرین څوک وو ؟ ځواب : عبدالله بن مسعود (رض) او عبدالله بن عباس (رض) .
۶ ـ که یو روژه لرونکي غیبت وکړ ، یا یې درواغ وویل خو په دې باور سو چی روژه یې ماته ده ، بیا یې نو خوراک او څښاک وکړ روژه یې څنګه ده ؟ ج : قضایی او کفاره دواړه پر لازم دي .
۷ ـ په حلق کی بې اختیاره د دوړو یا دود ( لوګي ) ننوتل پر روژه څه اثر کوی ؟ ب : روژه نه ماتوی .
۸ ـ د جنت د راجسټر نوم څه دی ؟ الف : علیین دی .
۹ ـ رسول الله (ص) په څو کلنۍ کی خپل نیکه له لاسه ورکړ ؟ ج : په ۸ کلنۍ کی .
۱۰ ـ پیغمبر (ص) تر بعثت مخکی په کوم جنګ کی ګډون کړی و ؟ الف : فجار .
د روژې اوومه تحفه
درنو لوستونکو ، روژه یوازی بدني محدودیت نه دی یعنی د خوړلو ، څښلو او جماع څخه ډډه نه ده ، بلکی معنوی او اخلاقی اړخ هم لری چی هغه د زړه ، دماغ او ژبی کنټرول دی . غیبت کول ، درواغ ویل ، سترګی او غوږونه د ناروا څخه نه کنټرولول او د هر ډول حرامو څخه نه پر شا کیدل روژه خرابوی . حدیث دی چی : ځینی کسان داسی روژه نیونکي وی چی د خپلو روژو څخه یې صرف لوږه په نصیب وی او بس . او دا هم اوومه تحفه ، ستاسو د ځوابونو په هیله ، والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).
پوښتنی :
۱ ـ الله تعالی د قرآنکریم په کوم ځای کی فرمایلی دي چی دین می درته پوره کړ او اسلام می د دین په حیث درته غوره کړ ؟
۲ ـ موږ د اکثریت ـ اکثریت خبره ډیره کوو ، خو الله تعالی اکثریت ناپوه ، ناشکره ، نافرمانه..... بولی . آیا دوه درې دغسی آیتونه درمعلوم دي ؟
۳ ـ د سورهً البقره څخه علاوه کوم بل سورت په درو سیپارو کی راغلی دی ؟
۴ ـ د قرآن مجید کوم سورت دوه واره « بسم الله الرحمن الرحیم » په ځان کی لری ؟
۵ ـ د قرآن مجید ترجمه تر ټولو اول په کومه لویدیځه ژبه وسوه ؟
۶ ـ که روژه لرونکی د اوبو د غرغړه کولو پر مهال اوبه ناپامه تیری کړی نو ؟
الف : روژه یې نه ماتیږی ؛
ب : ماتیږی او باید قضایی راوګرځوي ؛
ج : قضایی او کفاره دواړه باید ادا کړی ؛
د : صرف مکروه کیږی .
۷ ـ که د روژې په حالت کی غاښ وینی سی او د ناړو سره وینی تیری کړی داسی چی وینی تر ناړو ډیری وی ، نو ؟
الف : روژه نه ماتیږی ؛
ب : ماتیږی او قضایی باید راوګرځوي ؛
ج : ماتیږی او قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛
د : ټوله ځوابونه غلط دي .
۸ ـ الله تعالی د چا سره د کومک وعده کړې ده ؟
الف : چی د الله د دین کومک وکړی ؛
ب : چی د خپل ورور سره کومک وکړی ؛
ج : چی ځانته یې خوښ نه وی مګر بل ته یې خوښ کړی ؛
د : چی د والدینو احترام کوی .
۹ ـ رسول الله (ص) د خدیجې (رض) سره په څو کلنۍ کی واده وکړ ؟
الف : په شل کلنۍ کی ؛
ب : په ۲۵ کلنۍ کی ؛
ج : په ۳۰ کلنۍ کی ؛
د : په ۳۵ کلنۍ کی .
۱۰ ـ اول وار د کوم سورت آیتونه پر رسول الله (ص) باندی نازل سول ؟
الف : د سورهً فاتحه آیتونه ؛
ب : د سورهً علق آیتونه ؛
ج : د سورهً مدثر آیتونه ؛
د : د سورهً اخلاص آیتونه .
او دا هم د نن زرین اصل : اصلی درد هغه دی چی د نورو ( درد ) محسوس یې کړې ، که نه خپل درد خو حیوانات هم محسوسوي !
د اوومی تحفې ځوابونه :
۱ ـ الله تعالی د قرآنکریم په کوم ځای کی فرمایلی دي چی دین می درته پوره کړ او اسلام می د دین په حیث درته غوره کړ ؟
ځواب : د سورهً المایًده درېیم نمبر آیت .
۲ ـ موږ د اکثریت ـ اکثریت خبره ډیره کوو ، خو الله تعالی اکثریت ناپوه ، ناشکره ، نافرمانه..... بولی . آیا دوه درې دغسی آیتونه درمعلوم دي ؟ ځواب : البقره ۲۴۳ ؛ الاعراف ۱۸۷ ؛ الحجرات ۴ ؛ یوسف ۳۸ او ۴۰ ؛ الانعام ۱۱۱ ؛ المایًده ۵۹...
۳ ـ د سورهً البقره څخه علاوه کوم بل سورت په درو سیپارو کی راغلی دی ؟ ځواب : سورهً النسا .
۴ ـ د قرآن مجید کوم سورت دوه واره « بسم الله الرحمن الرحیم » په ځان کی لری ؟ ځواب : دا سورهً النمل ده .
۵ ـ د قرآن مجید ترجمه تر ټولو اول په کومه لویدیځه ژبه وسوه ؟ ځواب : په لاتینی ژبه .
۶ ـ که روژه لرونکی د اوبو د غرغړه کولو پر مهال اوبه ناپامه تیری کړی نو ؟ ب : ماتیږی او باید قضایی راوګرځوي .
۷ ـ که د روژې په حالت کی غاښ وینی سی او د ناړو سره وینی تیری کړی داسی چی وینی تر ناړو ډیری وی ، نو ؟
ب : ماتیږی او قضایی باید راوګرځوي .
۸ ـ الله تعالی د چا سره د کومک وعده کړې ده ؟ الف : چی د الله د دین کومک وکړی .
۹ ـ رسول الله (ص) د خدیجې (رض) سره په څو کلنۍ کی واده وکړ ؟ ب : په ۲۵ کلنۍ کی .
۱۰ ـ اول وار د کوم سورت آیتونه پر رسول الله (ص) باندی نازل سول ؟ ب : د سورهً علق آیتونه .
د روژې اتمه تحفه
پوهانو ویلی دي چی د بدن غذا خوراک دی خو د روح غذا بیا عبادت دی . نو ځکه روژه زړه او روح دواړه صفا کوی . روژه یو الهی نعمت ، عبادت او امانت دی . نو الله تعالی موږ امتحانوي چی آیا په دې امانت کی صادقان یو که خاینان ؟! الله تعالی فرمایی : « او چا چی زموږ په لار کی جهد او محنت وکړ ، نو موږ به هم هرو مرو لار ور وښیو » ( عنکبوت ـ ۶۹ ) . ستاسو د ځوابونو په طمع ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).
پوښتنی :
۱ ـ د رسول الله (ص) د بعثت پر مهال په مکه کی کوم ډول خط رایج و ؟
۲ ـ په مدینه منوره کی د وحی کتابت په کوم خط کېدئ ؟
۳ ـ د وحی د لیکلو سعادت تر ټولو اول د چا په نصیب سو ؟
۵ ـ تر هر چا اول بسم الله چا ولیکله ؟
۶ ـ د روژې په حالت کی د خولې یا پزی نسوار کول ، سګرېټ یا چلم څکول څه پیښوي ؟
الف : روژه ماتوی او باید قضایی راوګرځول سی ؛
ب : قضایی او کفاره دواړه لازمیږی ؛
ج : قضایی او کفاره نلری بلکی هماغه روژه باید پسی ونیسی ؛
د : ټوله صحیح دي .
۷ ـ د روژې په حال کی د پزی وینی ستونی ته تلل ، هغه تیرول او بیا نس ته رسېدل څنګه دی ؟
الف : روژه نه ماتوي ؛
ب : روژه ماتوی او باید قضایی او کفاره دواړه ادا کړی ؛
ج : روژه ماتوی او باید یوازی کفاره ادا کړی ؛
د : روژه ماتوی او یوازی قضایی لازمه ده .
۸ ـ هغه تاجر او سوداګر چی په صداقت او ایمان دارۍ سره کاروبار کوی ، د قیامت په ورځ به د چا سره وی ؟
الف : د خپلو تاجرانو سره ؛
ب : د پاکو شتمنو سره ؛
ج : د نبیانو ، صدیقینو او شهیدانو سره ؛
د : د والدینو ، وروڼو خویندو ، میرمنی او اولادونو سره به یو ځای وی .
۹ ـ تر لومړنۍ وحی وروسته څومره موده وحی رانغله ؟
الف : یو څو ورځی ؛
ب : دوه کاله ؛
ج : دوه نیم کاله ؛
د : درې کاله .
۱۰ ـ رسول الله (ص) په مدینه کی څو کاله و اوسېدئ ؟
الف : ۱۰ کاله ؛
ب : ۱۱ کاله ؛
ج : ۱۲ کاله ؛
د : ۱۳ کاله .
او دا هم د نن زرین اصل : د یو هوښیار څخه پوښتنه وسوه چی د سهار مهال هوا ولی دومره پاکه او صافه وي ؟ هغه ورته وویل : ځکه چی دا وخت د منافقانو د تنفس څخه خالي وي . یعنی دا چی هغوی بیده او ټمبه وی !
د اتمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ د رسول الله (ص) د بعثت پر مهال په مکه کی کوم ډول خط رایج و ؟ ځواب : قیرامیز خط .
۲ ـ په مدینه منوره کی د وحی کتابت په کوم خط کېدئ ؟ ځواب : په حِیَری خط .
۳ ـ د وحی د لیکلو سعادت تر ټولو اول د چا په نصیب سو ؟ ځواب : حضرت خالد بن سعید بن العاص (رض) .
۵ ـ تر هر چا اول بسم الله چا ولیکله ؟ ځواب : حضرت خالد بن سعید بن العاص (رض) .
۶ ـ د روژې په حالت کی د خولې یا پزی نسوار کول ، سګرېټ یا چلم څکول څه پیښوي ؟ الف : روژه ماتوی او باید قضایی راوګرځول سی .
۷ ـ د روژې په حال کی د پزی وینی ستونی ته تلل ، هغه تیرول او بیا نس ته رسېدل څنګه دی ؟ د : روژه ماتوی او یوازی قضایی لازمه ده .
۸ ـ هغه تاجر او سوداګر چی په صداقت او ایمان دارۍ سره کاروبار کوی ، د قیامت په ورځ به د چا سره وی ؟
ج : د نبیانو ، صدیقینو او شهیدانو سره .
۹ ـ تر لومړنۍ وحی وروسته څومره موده وحی رانغله ؟ الف : یو څو ورځی .
۱۰ ـ رسول الله (ص) په مدینه کی څو کاله و اوسېدئ ؟ الف : ۱۰ کاله .
د روژې نهمه تحفه
متدینو دوستانو ، څنګه چی په دې میاشت کی هر ښه عمل او هر عبادت څو چنده عوض لری ، نو افسوس په هغه مسلمان چی دا میاشت د نورو ۱۱ میاشتو غوندی د موسیقی په لیدو یا اورېدو ، د ناوړو ټلویزیونی چینلونو او پروګرامونو په لیدو او یا هم د انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو په لیدو ، قطعه بازیو ، قمار ، ګېم او نورو خبایثو او مفاسدو سره ضایع کوی . که هوس دی نور دې بس دی ! او دا هم نهمه تحفه . ستاسو د ځوابونو په امید ، والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com ).
پوښتنی :
۱ ـ وروستۍ وحی چا ولیکله ؟
۲ ـ د عربو کوم مشهور شاعر قرآن هم لیکیً ؟
۳ ـ هغه کوم صحابي و چی د ژوند تر پایه یې قرآن کتابت کاوه ؟
۴ ـ په قرآن مجید کی څو سورتونه د نبیانو په نوم دي ؟ نومونه یې وښیاست .
۵ ـ د حضرت ابو بکر صدیق (رض) په امر چا قرآن پاک ولیکیً ؟
۶ ـ که یو څوک په سفر کی داسی فرضي روژه ماته کړی چی د نیولو نیت یې کړی وی نو ؟
الف : یوازی قضایی لری ؛
ب : نه قضایی نه کفاره لری بلکی همدا روژه باید پسی پوره کړی ؛
ج : روژه یې مکروه کیږی ؛
د : په سفر کی یې باید روژه نه وای نیولې .
۷ ـ که څوک د روژې په حال کی قصدأ قیً ووهی نو ؟
الف : روژه یې نه ماتیږی ؛
ب : ماتیږی او باید قضایی راوګرځوي ؛
ج : ماتیږی ، قضایی او کفاره دواړه لری ؛
د : صرف مکروه کیږی .
۸ ـ جهنم ( دوږخ ) څو دروازې لری ؟
الف : دوې دروازې لری ؛
ب : درې دروازې لری ؛
ج : پنځه دروازې لری ؛
د : اووه دروازې لری .
۹ ـ قریشو د رسول الله (ص) سره د مبارزې له پاره هغه ته کوم لقب ورکاوه ؟
الف : ساحر او کذاب ؛
ب : لیونی او شاعر ؛
ج : ساحر ، کذاب ، لیونی او شاعر ؛
د : درواغجن او لیونی .
۱۰ ـ چا د پیغمبر (ص) پر سر باندی ، چی هغه پر سجده وو ، د اوښ لرئ ( شکمبه ) ور وغورځاوه ؟
الف : عقبه بن ابی معیط ؛
ب : ابو لهب ؛
ج : ابو جهل ؛
د : عبدالله بن ا