ډاکتر عثمان ترکی
محترم ډاکترصاحب عثمان تره کی

د قطر دفتر په وړاندې سیاسي کودتا ودرو ! 

د افغانستان د وحشت نه ډکه جګړه یو حساس پړاو ته ورګډه شوې چې په کې  ښکېلو اړخونو د جګړې د فشار په ساتلو سره سیاسي معاملاتو ته مخ  کړی. خو  له بده مرغه د سیاسي معاملاتو په پیل کې چې ورڅخه د سولې کمزورې  خبرې پورته کیږي د اوربند د نشتوالې له کبله جګړه د راتلونکې سیاسي ودې استقامت ټاکي.

په وروستیو کلونو کې دوو پېښو  د وسله والو مخالفینو په دریځ کې بنسټیز حقوقي او سیاسي بدلون راوستی :

 ــ  د نړۍ په مختلفو غونډو کې ګدون .

ــ  په دوحه کې له نورو سره  د سیاسي دفتر له ادرس نه تماسونه .

نوموړې پیښې د دې لامل شوې  چې  د وسله والو مخالفینو پاڅون  د افغانستان  د «  آزادي غوښتونکې مقاومت »  په توګه نړیوال باور ځان ته راجلب کړي او په « دوفکتو »  بڼه په رسمیت وپیږندل شي. اوس د جګړې ذیدخل بهرنیان هر یو هلې ځلې کوي چې له  وسله والو مخالفینو سره د تعامل په محور د سولې او جګړې په اړه اغیزمن رول ولوبوي. داسې مالومیږي چې د جګړې او سولې نوښت تر  یوې اندازې پورې د وسله والو مخالفینو لاس ته لویدلې دی . وسله وال مقاومت که له خپل اوسني دریځ نه په احتیاط ، دقت او واقعبیني کار وانخلي جګړه د مقاومت په تاوان دوام مومي.

موږ دلته د مقاومت په وړاندې د جګړې د  دوو اصلي اړخونو یعنې امریکا او پاکستان چال چلند   ته لنډ نظر اچوو :

امریکا :

امریکا د پاکستان د غولونکې دیپلوماسي تر اغیز لاندې د خپل فوځ د وتلو په درشل کې ، د افغانستان د قضیې دوسیه پاکستان ته سپارلې وه. خوپه وروستیو وختونو کې څو لاملونو امریکا دېته اړه کړه  چې پخپل دریځ باندې له سره کتنه وکړي :

ــ  د پاکستان له خوا د داعش تر نامه لاندې د افغانستان د اشغال نښې نښانې څرګندېدل . پاکستان د افغانستان په مختلفو سیمو کې  د داعش تر نامه لاندې د پاکستاني ملېشو د  ځاې په ځاي کولو په هڅه کې غوښتل چې د بهرنیو عسکرو له وتلو نه وروسته په کابل باندې په خپله خوښه یو اسلامي بنسټپال نظام چې د پاکستان تر کنترول لاندې د هندوستان په ضد  د استفادې وړ وي، وتپي.

 ــ امریکا نه غواړې چې په افغانستان کې دخپل نظامي حضور په موده کې د هند او پاکستان سره په ستراتژیکو معاملاتو کې نا انډوله چال چلند ولري. د پاکستان له خوا د افغانستان غیر مستقیم اشغال د هند په وړاندې د امریکا دشمني تعبیرولی شي.

ــ   د « سی کیانګ » او « ګوادر » تجارتي دهلیز د جوړېدو په موخه د  چین او پاکستان تر منځ  د اټکل ۶۰  ملیاردو  ډالرو  معامله. په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې دوام که  عملي بڼه راپیدا کړي ،  افغانستان په غیر مستقیمه توګه د پاکستان له لارې دچین ژیوپولتیکې حوزې ته تړل کیږي. په سیمه کې ستراتژیک انډول د سیمې د هیوادونو او په ځانګړې توګه د هندوستان په تاوان بدلون مومي. امریکا د سیمې نه په بشپړه توګه شړل کیږي.

ــ    پاکستان جګړه  د ډیورنډ د کرښي په شاوخوا کې د خپل امنیت د پاره ګواښ ګني.  پاکستان په وروستیو وختو کې پدې لټه کې شو  چې د نړیوال نظامي ائتلاف ( « ن ، ن ، ا » )  په ضمني موافقت ، جګړه د افغانستان شمالي سیمو ته منتقل کړي . ورپسې  شمالې سیمو ، مرکزي آسیا ته د جګړي د صدور د پُله په توګه وکاروي.  وسله وال مخالفین چې له کلونو راهیسې شمال ته د « فتوحاتو» د پراختیا په لټه کې وو له موقع نه په ګته اخیستنې سره ځان شمالي سیمو ته ورساوه. په شمالی سیمو کې  د مقاومت جګړه ایز حضور دوی د روسانو د جغرافیائي لاسرسي په نږدیوالي کې ځاي په ځاي کړل.  پدې حساب مقاومت په ډیره آساني  د تاجکستان له لارې د روسانو لوژستیکي او استخباراتي مرستې تر لاسه کولای شي.داسې نښې نښانې لیدل کیږي چې د روسې استخبارات د داعش د نوم تر استخباراتي پوښښ لاندې  د مرکزي آسیا ګن شمیرو اجیرانو ( مرسونرانو ) چې د مرکزي آسیا بنسټ پالو اسلامي ګوندونو سره تړاو لري ، دافغانستان شمالي سیمو ته ورلیږلې. که د سولې پروسه وځنډول شي ، مقاومت دېته اړ کیږي چې  په جګړه کې  د دغه مرسونرانو نه د قوت الظهر په توګه ګته پورته کړي. پدغه حالت کې افغاني مقاومت چې د اسلامي اعتدال په بنسټ باندې ولاړ دی د اسلامي بنسټ پالنې په چاپیریال کې بند پاتې کیږي.

له بلې خوا د مقاومت سره د امریکا او د کابل ادارې  د جوړ جاړي روانه پروسه  شمالي ټلوالې ته ( چې تر نږدې وختو پورې د طالبانو سره د دښمني په منطق باندې د بهرنیانو ملاتړ له ځان سره درلود ) دا انګیزه وربښي چې د روسانو او ایرانیانو سره په توافق  د  « ن ، ن ، ا »  په  ضد د مخالفینو نه د یوې  واحدې جبهې د جوړیدو په پلان باندې  ګد کار وکړي. شمالي ټلواله پدې چُرت کې ده چې د مقاومت سره د سولې د پروسې د پرمختګ سره جوخت روسان او امریکائیان سره په ټکر او تقابل کې واقع کړي.  په پروان کې د جګړه مار  جان  احمد  د وسلو په زیرمتون باندې د امریکائي « ډرون » برید ، باید په همدغه چوکاټ کې وارزول شي.

لنډه دا،چې ! اوسمهال د افغانستان له لارې مرکزي آسیا ته د جګړي د صدور د خیالي  پلان نه زیاتره روسان ګته پورته کوي نه « ن ، ن ، ا » . دلته د امریکا په مشري د  « ن ، ن ، ا »  دریځ د پاکستان د موقف سره په تقابل کې  قرار نیسي. پاکستان دېته اړ کیږي چې د افغانستان ورسپارل شوې دوسیه بیرته یرغلګرو  قوتونو ته وسپاري او پام د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته واړوي.

په وروستیو میاشتو کې  د وسله وال مقاومت او « ن ، ن ، ا »  په دریځونو  کې لږ تر لږه په دوو مواردو کې نږدېوالی رامنځته شوی دی :

ــ د  داعش سره مقابله

ــ  د جنګسالارانو او لوټمارانو په ضد ګد دریځ. د جان احمد  د وسلو په زیرمتون باندې د « ډرون »  بمباري د امریکا سیاستونه د طالبانو د مخکني  « اسلامي امارت » د هغې کړنلارې سره رانږدې کوي چې په ترځ کې ېې د جګړه مارانو سره چې د جهاد د نوم تر پوښښ لاندې په جنایتونو لاسونه پورې کړل جهاد اعلان شي.

د امریکاېي چارواکو په قَول د  جان احمد د وسلو په  ډیپوګانو باندې د برید لامل  هغه ګواښ و چې له درکه یې  په بګرام کې د امریکا نظامي هډه ورسره مخ وه . نو دا ضمانت نشو کېدلی چې امریکا چې د افغانستان د تباهي او وراني په موخه ملآ تړلې د ورته بریدونو په تکرار د  جنایت کارانو د ملاتړ نه لاس په سر شي.

 د جګړې په ساحه کې د وسله والو مخالفینو پرمختګ او دا احتمال چې هغوی  د  « ن ، ن ، ا » په ضد د سیمې د سیالو هیوادونو نه د لازیاتې جنګي مرستې د ترلاسه کولو په نتېجه کې په جګړه کې د قواوو انډول ته پخپله ګته بدلون ورنکړي ،  « ن ، ن ، ا » دېته اړ کړل چې له دوي سره د روغې جوړې زمینه برابره کړي. البته د سولې په شاوخوا کې تبلیغ نور لاملونه هم لري.

پاکستان :

پاکستان په دریو لسیزو کې د یرغلګرو په وړاندې د افغاني مقاومت کوربه و. پاکستان د دېرشو کلونو راهیسې افغانستان او افغانان د یرغلګرو په وړاندې د خپل امنیت او بقآ لپاره د مقدمې جبهې په توګه کارولې.

 په افغانستان باندې بهرني یرغل په مختلفو درجاتو دواړه هیوادونه اغیزمن کړې دي. د جهاد او مقاومت د لسیزې راهیسې افغاني مقاومت تل  پدې هڅه کې و او دې چې پاکستاني چارواکو ته وښیي چې د وینې هغه سیلابونه چې د افغانستان د آزادي په خاطر بهېدلي په عین حال کې  پاکستان ته  بقآ او سلامتیآ وربښلې ده. خو پاکستان د افغانانو د مجبوریت نه په سؤاستفادې سره افغاني مقاومت د ځان پوروړې بولي. د دوی په حضور یا غیاب په جګړه او سوله کې ، وکالت خپل طبعي حق ګني. 

 خو د آی ، اس ، آی له خوا د افغانانو د مقاومت د  « ټیکه داري »  دعوه  د جهاد او مقاومت په لسیزه کې د ځینو الزاماتو او مجبوریتونو په بنسټ باندې ولاړ وه چې نن ټول له منځه تللې. له هغې جملې نه :

ــ پرون مجاهدین په مختلفو اومتخاصمو تنظیمونو ویشل شوې وو. د پرېکړو یو واحد مرکز موجود نه و . نن وسله وال مقاومت یو موټې دی او واحد مشرتابه لري.

ــ  پرون مقاومت د پاکستان په د باندې د استازیتوب دفتر نه درلود. نن په دوحه کې د خپل دفتر له لارې له نړي سره اړیکې ټینګوي او په نړیوالو غونډو کې برخه اخلي.

ــ  پرون له کمونیزم سره اغیزمنې مقابلې لویدیځوال دېته اړ کړل، چې د یو واحد دریځ په بنسټ باندې د پاکستان تر شا ودریږي. خپل استخباراتي  او لوژستیکي او نظامي عملیات په پاکستان کې متمرکز کړي.  د جګړې ( جهاد )  په برخه کې د پاکستان په مرسته  اسلامي بنسټ پالنه د لاسوند په توګه وکاروې.

 نن د ناتو جنګي ماشین په افغانستان کې لنګر اچولې دی. لویدیځوال ، په سیمه کې پاکستان د  سیاسی اسلام او تروریزم د صدور د مرکز په حیٍث پیږني او ورسره په  غیر مستقیمه جګړه لګیا دي.

خو« ن ، ن ، ا » د اشغال په اوږدو کې د افغانستان د لاندې کولو په موخه دپاکستان ملاتړ ته اړتیا هم لري.

ــ  پرون مجاهدینو بهرنۍ پولي او تسلیحاتي  مرستې د آی ، اس ، آی له لارې تر لاسه کولې . خو نن دوی ته مرستې  د عشر او ذکات نه نیولې تر وسلې پورې له لمړي لاس نه رسیږې. مالي استقلال مقاومت ته سیاسي اتونومي وربښلې.

د یادو  واقعیتونو په نظر کې نیولو سره پاکستان باید دا ومني چې د پنځه دېرشو کلونو په اوږدو  کې د پاکستان ، افغانستان ، سیمې او نړي حالاتو  بدلون موندلې او افغاني اوسنی مقاومت د  پنځه دیرشو کلونود بدلونونو زیږنده دی. مقاومت د جهاد د لسیزې د غلطیو نه چې په کې پاکستان  ته  د خپل سیاسي  واک په سپارلو کې د افغانستان په ناورین کې نوی فصل پرانیست ، ځان ګناهکار او ګرم بولي.

د پاکستاني چارواکو دا هلې ځلې چې د سولې په مذاکراتو کې  په هره بیه د افغاني مقاومت قیمومیت ځانته وساتي له کانکرت واقعیتونو سره اړخ نه لګوي. دا د افغانستان په اړه  د آی ، اس ، آی  د وارخطايي نښه ده چې افغاني مقاومت ته لاندې ناوړه سیاسي پایلې درلودلای شي :

ــ  مقاومت د پاکستان په لاس یوه  مزدوره ډله خلکو ته ورپیږندل کیږي او  باور يې  د یوه ترورستي بانډ په کچه رالویږي.

ــ  په کونړ کې د توغندیو بریدونه ، د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې ناقانونه مالکانه تصرف ، په وروستیو کې  د پکتیکا په( انګور هډه ) او ... تیری ، دافغانانو عامه ذهنیت د پاکستان د چارواکو په ضد  راپارولې دی. هغه سیاسي او نظامي جوړښت چې د آی ، اس ، آی تر قومانده لاندې فعالیت وکړي د افغانستان په راتلونکې سیاسي ژوند کې د ګډون چانس له لاسه ورکوي.

ــ  مقاومت چې باید د پاکستان او هندوستان ترمنځ ناپیلی  چلند ولري ، د پاکستان په لاس د هندوستان په ضد  د یوه ضربتي قوت په توګه مطرح کیږي.  د سولې نه په رازیږیدل شوي نظام کې د برخه اخیستو خپله  لاره بندوي.

له بلې خوآ د  پاکستان د حکومتي چارواکو دعوه چې د سولې په خبرو اترو کې  هرو مرو د افغاني  مقاومت وکالت او ټیکه داري له ځان سره ولري د تاریخي ورته پیښو سره سمون نه خوري:

ــ   د  فرانسوي ښکېلاک په وړاندې د الجزایر « ملي آزادي جبهه » د تونس او مراکش له خواملاتړ کېده . خو د سولې په هغو  مذاکراتو کې  چې  مقاومت د  فرانسویانو سره درلودل هیڅ یوو بهرني قوت د دوی په وکالت ګډون نه درلود.  د پاریس تړون ( ۱۹۶۲ ) چې له اتو۸ کالو جګړې وروسته  د  الجزایر استقلال اعلام کړ د مقاومت او فرانسوي چارواکو له خوا لاسلیک شو.

ــ  په اویایمه لسیزه کې چین د ویتنام د مقاومت ( ویتکنګ ) کوربه و. خو هیڅکله یې د مقاومت د استازیتوب او وکالت احمقانه دعوه مطرح نکړه. د پاریس په هغه غونډه کې چې د ویتنام د خپلواکي د اعلام په موخه جوړه شوې وه ( ۱۹۷۳ )  د ویتنام مقاومت یوازې او مستقل حضور درلود.

ــ   د فلسطین دآزادي بښونکي سازمان له نیمې پیړۍ راهیسې د ګن شمېرو هغو هیوادونو له خوا ملاتړ کیږي چې د اسرائیلو سره دښمن دي. خو د اوسلو په غونډه کې چې د  ۱۹۹۴ کال په  تړون او په فلسطین کې د یو اتونوم حکومت د جوړېدو په پرېکړه  پای ته ورسېده  کوم بهرني هیواد ګډون نه درلود. لامل يې څرګند دی : هغه خوځښت چې د آزادي په خاطر سرونه قربانوي په هیڅ  بیه دېته نه حاضریږي چې « ټیکه والا » د اشغالګر ځای ونیسي.

وسله وال مخالفین د مقاومت په بهیر کې د خپلې کله شخي له کبله تل د  آی ، اس ، آی له خوا د شکنجې ، زندان او مرګ تر ګواښونو لاندې وو. په دوی باندې مخکنیو فشارونوفزیکي بڼه درلوده. خو نن فشار سیاسي رنګ موندلی چې په ترځ کې يې دوی ته په پاکستان کې د  آی ، اس ، آی تر واکمني لاندې د استازیتوب څانګه پرانستل کیږي. دقطر دفتر ته چې د نړیوال باور د راجلبولو په موخه  په ښه دریځ کې قرار لري د بطلان کرښه کښل کیږي.

 د مقاومت او کوربه هیواد پخواني اختلافونه په فرعي تخنیکي مواردو کې مطرح وو. خونن منازعه د کابل لاسپوسې حکومت د بقآ او فنا  د برخه لیک په محور باندې څرخي: پاکستان د کابل مزدور حکومت په رسمیت پیژني او ورسره یې له خیانت نه ډک استخباراتي تړون لاسلیک کړ. مقاومت حکومت د امریکا د سفارت د تشکیلاتو یوه برخه ګني.  دحکومت ګورنر ته دنده سپارلې شوې چې د پاکستان په ملګرتیا د افغانستان اشغال ته دوام ورکړي. د اشغال دوام د مقاومت د جنګي اجنډا سره په ټکر کې راځي.

موږ د مقاومت د هغو غړیو چې د فشار ، شانتاژ او ګواښ د مجبوریتونو له مخې یې د پاکستان تر قومانده لاندې د « مري »  په مذاکراتو کې ګډون وکړ تر سوال لاندې نه راوړو. خو دا هیله مندي لرو چې په هغو موضوعاتو کې چې د جګړې ، سولې او د افغانستان برخه لیک په کې مطرح وي د پرېکړو بنسټیز محور د قطر دفتر پاتې شي.

پاکستان ته په کار ده چې د افغاني مقاومت د حق  وکالت له دعوې نه چې په هیڅ ډول اخلاقي ، سیاسي ، حقوقي او تاریخي د توجیه وړ بنسټ نلري تېر شي او د  قطر دفتر د مقاومت د استازېتوب د  یوازني مرکز په حیث وپیژني.

د قطر دفتر د سیاسي او دیپلوماتیک باور او پیاوړتیا د ټینګېدو په موخه امریکا بنسټیز رول لوبولی شي . پدې مانا چې هر څومره ژر چې کیږي د دفتر د پرسونل سره خپل پُټ غیر رسمي تماسونه په رسمي خبرو اترو بدل کړي او د سولې په اړه خپل صداقت ( ! ؟ ) وښیي.

افغانستان په خپل معاصر تاریخ کې په بدترین حالت کې قرار لري. په اوسنۍ  بده ورځ له موږ سره د ګاونډیانو ښه یا بد چلند د افغاني ټولنې په حافظه کې ثبتیږي. راتلونکي حکومتونه د عامه ذهنیت د اغیزمنتوب نه ځان لرې ساتلې نشي. پدې لړ کې  پاکستان د ورورولي اوحساب او کتاب په سخته آزموینه کې  قرار لري. که  پاکستاني چارواکي نن له موږ سره د ورورولي د اثبات په خاطر د قطر دفتر په وړاندې سياسي کودتا ونه دروي  ځان باید راتلونکي حساب او کتاب ته چمتو کړي.

فرانسه

ډاکتر م ، عثمان تره کي

2015/07/14