لیکوال : محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد

د روژې شلمه تحفه

شیخ الحدیث محمد زکریا صاحب داسی لیکلی دي : « د روژې میاشت د الله تعالی لخوا مسلمانانو ته انعام او نعمت دی . نو څومره به ښه وی که د دغه الهی انعام قدر وکړو . روژه د الله تعالی د محبوب ترینو عباداتوڅخه ده نو ارشاد فرمایی چی...... د روژې بدله زه پخپله ورکوم دا ځکه چی هغه خاص او خاص زما لپاره ده » .  روژه د عبادتونو ، دعاوو او رحمتونو میاشت ده . په یو روایت کی راغلي چی الله تعالی د روژې په میاشت کی د عرش اوچتولو ملایکو ته حکم کوی چی خپل عبادتونه پریږدئ او د روژه لرونکو د دعاوو سره آمین ووایاست . نو الله دی د ډیرو دعاوو او استغفار توفیق راکړی . دا هم شلمه تحفه . لطفأ خپل ځوابونه راولیږئ . د ټولو برخو ځوابونه به انشاالله د مبارکی روژې تر ختمېدو وروسته اعلان سی . والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).

پوښتنی :

۱ ـ د معراج پیښه د بنی اسراییل سورت په کوم آیت کی بیان سوې ده ؟

۲ ـ په سورهً کهف کی د کومو اصحابو ذکر سوی دی ؟

۳ ـ د سورهً بنی اسراییل کوم آیت په مدینه کی نازل سوی دی ؟

۴ ـ هغه کومه ښځه ده چی په قرآن کی صرف د هغې نوم ذکر سوی دی ؟

۵ ـ په سورهً کهف کی د موسی (ع) نوم څو واره ذکر سوی دی ؟

۶ ـ که د روژې د میاشتی قضایی روژه چا نیولې وی خو هغه ماته کړی نو ؟

الف : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛ 

ب : یوازی قضایی لازمه ده ؛

ج : دواړه لازم نه دي ؛ 

د : اختیار لري .

۷ ـ په روژه کی د غاښ کښلو له امله چی وینی حلق ته نه وی تللی نو ؟

الف : روژه یې نه ماتیږی ؛ 

ب : روژه یې ماتیږی ؛

ج : روژه یې مکروه کیږی ؛ 

د : باید قضایی روژه ونیسي .

۸ ـ د منافق درې نښی کومی دي ؟

الف : بخیلي ، نامردي ، ظلم ؛ 

ب : زنا ، قمار ، شراب ؛

ج : درواغ ویل ، په امانت کی خیانت کول ، وعده نه پوره کول ؛ 

د : ټوله صحیح دي .

۹ ـ لومړنی هغه صحابي چی د اذان الفاظ یې په خوب کی واورېدل او پیغمبر (ص) ته یې خبر ورکړ څوک و ؟

الف : حضرت بلال (رض) ؛ 

ب : حضرت عمر (رض) ؛

ج :عبدالله بن زید انصاری (رض) ؛ 

د : ابن مسعود (رض) .

۱۰ ـ اذان په کوم کال کی شروع سو ؟

الف : اول هجري کال ؛ 

ب : دوهم هجری ؛

ج : درېیم هجری ؛ 

د : څلورم هجري .

او دا هم د نن زرین اصل : دا فکر مه کوه چي الله تعالی دعا ژر نه قبلوي ، بلکی دا شکر کوه چي الله تعالی زموږ د ګناهونو سزا ژر نه راکوي !