لیکوال : محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد
د روژې یوویشتمه تحفه
متدینو دوستانو ، د مبارکی روژې دوې لسیزی تیری سوې چی لومړنۍ د رحمت او دوهمه د مغفرت وه . نن د روژې مبارکی درېیمه لسیزه پیل سوه چی له دوږخه د نجات عشره ده . ښه به دا وی چی ( اللهم اجرنی مِن النار ) او نور تسبیحات ووایو او د خدای څخه د جنت طلب وکړو . ځکه دا د لیلة القدر لسیزه ده .
رسول الله (ص) فرمایلی دي چی زما امت ته د روژې په هکله پنځه داسی شیان ورکول سوي دي چی پخوا نورو امتونو ته نه وو ورکړل سوي :
لومړی ـ د خولې بد بویی یې د الله لپاره تر مشکو هم د خوښۍ وړ ده ؛
دوهم ـ د هغوی لپاره آن تر ماهیانو پوری لا هم هر څه دعاوی کوی او هغه تر روژه ماتې پوری کوی ؛
درېیم ـ جنت هره ورځ د دوی لپاره سمیږی او الله ورته فرمایی چی ژر به زما بنده ( د د نیا ) مشقتونه پر ځان تیر کړی او تا ته به راسی ؛
څلورم ـ شیطان ورڅخه قید سوی دی تر څو هغسی بدیو ته یې نه بوزی چی په غیر رمضان کی به یې بیویً ؛
پنځم ـ د روژې په آخري شپه به د روژه لرونکو لپاره مغفرت کیږی .
اصحابو ورڅخه وپوښتل چی آیا د وروستۍ شپې څخه مطلب د لیلة القدر شپه ده ؟ ویې فرمایل چی یا ، بلکی دستور دا دی چی مزدور ته اجوره د کار تر ختمیدو وروسته ورکول کیږی . نو په همدې امید لطفأ یوویشتمه تحفه ولولیً، خو د ګرانو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد،nsamad57@hotmail.com).
قاتل او مقتول کله دوږخیان وی ؟
په حدیث کی راغلي چی رسول الله (ص) وفرمایل :
هر کله چی دوه مسلمانان یو پر بل توره راوباسي ، نو قاتل او مقتول دواړه دوږخ ته ځي . ورته ویې ویل چی یا رسول الله (ص) ! قاتل خو معلوم دی ، مقتول څه ګناه کړې وی ؟
ویې فرمایل : هغه هم د مقابل طرف قتل غوښت ( متفق علیه ) .
هو ، اسلام د یو بېګناه انسان وژل د ټول بشریت د وژلو سره معادل بولی او د یو انسان ژغورل بیا د ټول بشریت د ژغورلو معادل بولی ( المایده ـ ۳۲ ). رسول الله (ص) د مسلمان وژل د کفر طریقه او د جاهلیت د مهال یو کرغیړن عمل بللی دی ( بخاری ). خو متأسفانه نن موږ ګورو چی په ډیرو اسلامي هیوادو ، منجمله افغانستان کی مسلمانان داسی سره وژنی لکه ځناوران . نو آیا د خپل منځي جنګونو دغسی قاتلین او مقتولین اصلی مسلمانان کېدای سي ؟ پس الله دی یې اصلاح کړی ، که نه الله دی یې تباه کړی .
مناجات
درنو لوستونکو، د مسلمانانو تر ټولو تېره وسله دعا ده . په دنیا کی تر ټولو تیز او ګړندی شی دعا ده ، دا ځکه چی هغه د زړه څخه ژبې ته د رسېدو څخه مخکی خدای ته رسیږی . نو راځی چی دا برخه دعاوو او مناجات ته وقف کړو.
یا پروردګاره ! موږ دې پيدا کړو ، خو موږ له ياده وايستې . موږ ته دې روزي راکړه ، خو موږ ناشکري وکړه . موږ دې په سختيو و ازمايلو تر څو تا ياد کړو ، خو موږ شکايت وکړ . موږ ته دې مهلت راکړ ، خو موږ بې پروایی وکړه . موږ ته دې نېکي اسانه کړه ، خو موږ لمن سورۍ کړه . موږ دې د جنت لیوال کړو ، خو موږ یې لاره ورکه کړه او ګمراه سوو . موږ دې له دوږخه وبیرولو ، خو موږ ورمنډه کړه .
نو یا الله ! که موږ ته د جهنم د اور په واسطه عذاب راکړې ، نو دا په خپله موږ غوښتي دي او د دې وړ يو او پر موږ دې هیڅ ظلم نه دى کړی .
که دې موږ جنت ته داخل کړو او ښه بدله دې راکړه ، نو دا یوازی ستا فضل او کرم دی ، ځکه زموږ عملونه د دې وړ نه دي چی په هغو سره جنت ته ولاړ سو . نو یا الله ! بس ستا کرم او رحم ته مو تمه ده او تا ته لاسونه لپه کوو . فریاد مو واوره او راباندی ورحمیږه . و ما ذالک علی الله بعزیز!