په اسلام کې د نړیوالو روابطو اصول
تـړونـونه
ژباړه : عبدالله دانشیار
_____________
دریمه برخه
د تړونونو ډولونه
په اسلام کې تړونونه په دوه ډوله دي :
۱ : دایمي تړونونه ( اوږد مهاله تړونونه )
۲ : مؤقت تړونونه ( لنډ مهاله تړونونه )
دایمي تړونونه ( اوږد مهاله تړونونه )
دایمي تړونونه هغه دي چې د امام لپاره جایز نه دي چې مات یې کړي ولو که چیرې یې په ماتولو کې مصلحت هم وو ، تر هغه چې دوهم طرف د تړون د احکامو مخالفت ونه کړي . ( چې هغه د ذمې عقد دی ، او د ذمې عقد عبارت له هغه عقد څخه دی چې د یو مسلمان دولت او د اهل کتابو او د بعضو نورو تر منځ د شخصي مالیې د ورکولو په مقابل کې تړل کیږي ، چې په بدله کې د اسلامي دولت ملاتړ ترلاسه کوي او همدارنګه د بعضو واجباتو څخه معاف کیږي ) .(1)
____________________
(1)اثار الحرب في الاسلام للزحيلي ص 356
د علامه خلیل قول دی چې وايي : ( د جزیې عقد د هغه کافر لپاره چې مسلمانانو اسیر نیولي نه وي ، بالغ او ازاد وي ، د امام اجازه ده چې د مکې ، مدینې او یمن (1) نه غیر ورته د ژوند کولو لپاره ورکوي او هغوی به په مال دغه مرحله تیروي . ) (2)
لنډ مهاله تړونونه ( مؤقت تړونونه )
مؤقت تړونونه په دوه ډوله دي :
لومړی : هغه تړون چې د یو خاص شمیر کسانو سره وي ، او دغه ډول تړون هر مسلمان ته جایز دي چې له کفارو سره یې وکړي ، او آمان بلل کیږي .
دوهم : هغه تړون چې د بې شمیره کسانو سره وي او اوربند (الهدنه ) بلل کیږي .
الهدنه ( اوربند ) په شریعت کې ، د دښمنانو سره د یو معینې مودې پورې د جنګ په پریښودلو سلا کولو ته وايي ، دا که د څه په مقابل کې وي او که بې مقابله وي ، برابره ده که څوک له هغوۍ په خپل دین پاتې کیدل او یا نه پاتې کیدل . په دې کې دلیل د اجماع څخه مخکې د الله کلام دی چې فرمایي : (وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا )
ژباړه : (او [اې پېغمبره (ص)!] كه دښمن د روغي جوړي خوا ته میلان ولري، نو ته هم د هغې لپاره تيار اوسه ) . د الانفال سورت ، ۶۱ ایت
او همدارنګه د رسول الله ص تړون د حدیبې په کال کې . (3)
____________________
(1) او یمن د رسول rددې حدیث په سبب : (لا یبقین دینان بجزیرة العرب )
(2) حاشیة الدسوقي علي الشرح الكبير ج 6 ص 201
(3) مغني المحتاج ج 4 ص 260
ابن عرفه وايي : ( اوربند ( المهادنه ) صلحه ده . یعنی د مسلمان تړون د هغه کافر سره چې د جنګ په حال کې وي ، د لنډې مودې لپاره د جنګ پریښودلو باندې سلا کول دي چې دغه وخت کې د اسلام تر حکم لاندې نه وي . ) (1)
" امام کولی شي چې د مصلحت لپاره اوربند وکړي ، که چیرې مثلا د مسلمان پاتې کیدو له شرط څخه هم خالي وو ، که څه هم چې په مال وي مګر د ډار او ویرې لپاره به نه وي ، نه به حد لري او نه به پښیماني ، او باید د څلورو میاشتو څخه زیات نه وي . " (2)
په اسلام کې ټول جایز تړونونه یواځې همدا نه دي کوم چې مونږ ذکر کړل ، بلکې نور جایز تړونونه هم شته لکه د ښه ګاونډیتوب تړونونه ، د تجارت تړونونه او همدارنګه نور د نړیوالو تړونونو بیل ډولونه چې د صلحې د راوستو او د ګټو د تبادلې لپاره امضا کیږي . دا ټول د محمدي دعوت په نظر کې مقدس تړونونه دي او هغه سندونه دي چې الله ج پرې شاهد او ضامن ګرځولی دی او داسې دیني حرمت لري چې دوکې ، درغلۍ او دروغو ته پکې اجازه نه وي . (3)
د تړونونو ټول تعریفونه او ډولونه چې مونږ پورته ذکر کړل ، تر هغه چې زمونږ او د دښمنانو تر منځ جنګ قایم وي ، زمونږ په نظر کې صحیح پاتې کیږي . اما که چیرې د نړۍ د ولسونو تر منځ صلحه قایمه شوه ، او نړۍ ټوله د یوه کور په څیر شوه چې ټول خلک پکې رانغاړي نو پدې وخت کې د خلکو تر منځ روابط او تعاملات هغه اصل ته ورګرځي چې مونږ پتیلې وه چې هغه سوله ده او ټول روابط به له همدې لارې تنظیمیږي .
____________________
(1) الخرشي على خليل ج 3 ص 174
(2) حاشية الدسوقي على الشرح الكبير ج 2 ص 206
(3) الرسالة الخالدة لعبدالرحمن عزام ص 146 , راجع السيرة النبوية لابن هشام ج 1 ص 503