اغامحمد (حیدری)
ماشومان دانټرنیټ له ګواښونو خوندی کړی :
لکه څرنګه چی انټرنیټ نه په نړی کی خلک په مختلیفو برخوکی کار اخلی لکه (زده کړه ، روغتیا ، زراعت ، امنیت ، څیړنی ) اوداسی نور، ماشومان هم د نورو خلکو په ډول د انټرنیټ له کارولو خوند اخلی کوښښ کوی چی هر وخت له ملګروسره انلین چټ ، لوبی وکړی اویوبل ته تصویرونه او غږیز پیغامونه ولیږی ، اوس پوښتنه داده چی څنګه کولای شوماشومان د انټرنیټ له ګواښونو خوندی کړو هغه ګواښونه کوم دی چی د انټرنیټ په خیالی نړی کی ماشومان ورسره مخ کیږی .

۱- ماشومانو ته د انټرنیټ د کارولو زده کړه ورکړی

په انټرنیټ کی ډیر داسی معلومات شته چی د ماشومانو لپاره خطر ناک دی ، نولومړی ماشومانوته په سم ډول د انټرنیټ دکارولو لاری چاری ورزده کړی ترڅو په سم ډول تری ګټه واخلی .

۲- په یواځی توب د انټرنیټ کارول
ماشومانوته اجازه مه ورکوی چی په یواځی ډول انټرنیټ وکاروی ، ترڅو تاسو وپوهیږی چی ستاسوماشومان په انټرنیټ کی کوم کارونه کوی ، کوښښ وکړی ماشومان یواځی د انټرنیټ په نړی کی مه پریږدی اوهغی تر څارنی لاندی ونیسی ترڅوتری ناوړه ګټه وانه خلی .
۳- په اجتماعی شبکوکی د خپلو ماشومانو کړنی کنټرول کړی
ماشومانو ته په اجتماعی شبکو لکه (فیسبوک ،ټوییټر ....) کی اجازه مه ورکوی چی څه یی زړه غواړی ترسره یی کړی ، ستاسوله اجازی پرته ماشومانوته د بریښنالیک د کارلواجازه هم مه ورکوی ، کوښښ وکړی د خپلو ماشومانو خبری اتری په اجتماعی شبکوکی تر څارلاندی ونیسی ، که غواړی چی ماشومان مو له اجتماعی شبکونه ګټه واخلی کوښښ وکړی محدود اکونټونه په اجتماعی شبکوکی ورته جوړکړی اوټولی امنیتی برخی یی په نظر کی ونیسی

۴- ماشومانوسره اړیکی وساتی
ماشومانو سره موخبری وکړی او دانټرنیټ له خطرونو نه یی خبر کړی ، د بیلګی په ډول ماشومانو ته ووایاست چی ستاسو له اجازی پرته په اجتماعی شبکوکی له نابلده کسانوسره ملګری نشی ،
۵- ماشو م ته په کمپيوټرکی یو محدود اکونټ (Account) جوړکړی
له دی لاری کولای شی په کمپیوټرکی د ماشوم اکونټ کنټرول کړی که چیری په یوه کمپيوټر کی څوکسان کار کوی لازمه ده چی هر کس یو جدا اکونټ ولری .
۶- د شخصی معلوماتو خپرول
ماشومانو ته ووایاست چی ستاسو شخصی معلومات لکه (نوم ، پته ، بریښنالیک ، د ټیلفون شمیره ، شخصی انځورونه ) خپاره نه کړی
۷- نامعلوم بريښنالیکونه مه خلاصوی
ماشومانو ته ووایاست چی نامعلوم بریښنالیکونه مه خلاصوی کیداشی وایروسونه وی چی ستاسو د کمپیوټرونو د خرابید و سبب کیږی
۸- ډانلوډ مه کوی
ماشومانو ته ووایاست چی ستاسو له اجازی پرته په کمپیوټر کی ډانلوډ مه کوی کیداشی له ډانلوډسره وایروسونه اود جاسوسی پروګرامونه ستاسو کمپيوټر ته راشی اوکمپيوټر مو خراب کړی .

۹- دماشومانولپاره انټرنیټ فلتر کړی
ددلپاره چی ماشومان مود انټرنیټ او کمپيوټرد کارونی په مهال تر څار لاندی ونیسی اود انټرنیټ له خطرونو نه یی خوندی کړی دHT Child Control سافټویر په کمپیوټر کی انسټال کړی ، دغه سافټویر د انټرنیټ د فلترکولو لپاره یو پیاوړی سافټویر ده چی د نوموړی سافټویر په وسله تاسوکولای شی ،اجتماعی ویب پاڼی(فیسبوک ، ټویټر) ، مسنجرونه ، اولوبی وتړی ، اوهرهغه څه چی په کمپيوټر کی د انټرنیټ د کارولو په مهال ترسره شوی تر څار لاندی ونیسی ، تاسو کولای شی نوموړی سافټ ویر د لاندی لینک له لاری خپل کمپيوټر ته ډانلوډ کړی http://p30download.com/fa/entry/56378