تاسو (مور و پلار) پر خپلو اولادونو تر هر چا ډیره اغیزه لرئ.په متوازن خوراک کې خپلو ماشومانو ته ښه نمونه شئ. تاسو ماشومانو ته د بیلابیلو خوراکونو په باب د معلوماتو او ښو خوراکي عادتونو له مخې تر ټولو ښه نمونه کیدای شئ. یو ځای ورسره خواړه تیار کړئ، یو ځای یې وخورئ، سره وغږیږئ او د خوراک له وخت څخه د کورنۍ تفریح یوه وسیله جوړه کړئ.
یوښه مثال شئمیوې، سابه، غلې دانې او د شیدو محصولات په هر خوراک کې وخورئ او ماشومانو ته وښایئ چې تاسو دغو خوراکونو ته ارزښت ورکوئ.
د خوراکي توکو اخیستو ته یو ځای ولاړ شئماشومان ځان سره د خوراکي توکو اخیستلو ته بوزئ، په لار کې ورته د متوازنو خوړو د ګټو او منابعو په باب معلومات ورکړئ.
په اشپزخانه کې نوښتګر اوسئ (زیاتره میندو ته)ماشومانو ته موقع ورکړئ چې د خوراکونو په تیارولو کې درسره شریک وي. دوی پريږدئ چې نوي خوراکونه ، جوړ کړي. د کمې شکرې او کمې مالګې په اهمیت یې په عملي ډول پوه کړئ. دوی دې ډول ډول سلاډونه او د ترکاریو او میوو ښایسته ډیزانونه جوړ کړي.
هر ماشوم ته یو ډول ښه خواړه ورکړئهر ماشوم ته بیل خواړه مه جوړوئ. ټولو ته یو ډول خواړه ورکړئ. البته که کوم ماشوم ناروغه وي، ځانګړي خواړه او پرهیزانه ورکړئ، خو نور قانع کړئ چې دغه یو ضرورت دی.
د توجه تحفه ورکړئ نه د خوړوماشومانو سره مینه، په غیږ کې نیولو او ښکلولو له لارې څرګنده کړئ. خبرې ورسره وکړئ. دا وعدې ورسره مه کوئ چې که دغه یا هغه ښه کار یې وکړ، نو تاسو شیریني ورکوئ، پدې سره ستاسو ماشومان فکر کوي چې خواږه شیان تر نورو ښه خواړه دي (پداسې حال کې چې خبره دغسې نه، بلکې د دې پر عکس ده). کله چې مو غذا نه وي خوړلي ماشومان اضافي شکرو او خوږو ته ضرورت نلري. یعنې لومړی اساسي خواړه وخورئ.
هر یوه ته د دسترخوان پر سر پام وکړئد خوړلو پر وخت د خوښۍ او ساعت تیرۍ په باب وغږیږئ. تلویزیون بند کړئ. تلیفون ته وروسته ځواب ورکړئ او د خوړلو وخت له سترس څخه یو خالي وخت جوړ کړئ. ماشومانو ته د ادب او نزاکت څخه ډکې خوش طبعه ټوکې او له ناز څخه ډکې کلیمې ووایئ.
خپل ماشوم ته غوږ ونیسئکه ماشوم مو وایي چې وږی دی، نو که د غذا معمول وخت هم نه وي، یو لږ څه د خوراک لپاره ورکړئ.. د ماشوم انتخاب په پام کې ونیسئ. مثلا ترې وپوښتنئ ماښام ته ګلپي پوخ کړو که کرم؟
د تلویزن کتلو وخت کم کړئماشومانو ته په ورځ کې د تلویزیون، کمپیوټر او ویډیو ګیم په شان د سکرین وخت تر دوه ساعته مه زیاتوئ. د اعلانونو په وخت کې پاڅیږئ او وګرځئ تر څو فزیکي فعالیت ته زیات وخت ورکړئ.
په کورنۍ او ماشومانو کې فزیکي فعالیت وهڅوئ.فزیکي فعالیت له ټولې کورنۍ سره د یوې ساعت تیرۍ په شکل رواج کړئ. ماشومان مو د هغه په پلان کې شریک کړئ. ماشومانو سره مو وګرزئ، منډې ورسره ووهئ، او لوبې وسره وکړئ. څنډې ته مه کینئ. د فزیکي فعالیت په برخه کې مو اولادونو ته یو ښه مثال شئ او د تحفظ د وسایلو په استعمال (لکه په بایسکل یا موټر سایکل چلولو کې ساتندویه خولۍ استعمالولو) کې ورته یو مثال شئ.
د ښو خوړو او ښو خوراکي عادتونو ښه نمونه شئپخپله نوي خواړه وازمایئ. خوند، شکل او بوی یې ماشومانو ته تشریح کړئ. دوی ته نوي خواړه معرفي کړئ. نوي خواړه ورته د غذا په پیل کې ورکړئ او له هغو خوړو سره یو ځای یې ورکړئ چې ستاسو د ماشوم خوښ وي. ماشوم ته لکچر مه ورکوئ او په زور یې خوراک ته مه مجبوروئ.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه