
نن ټکی اسیاخبر ورکوي، چې د (جمعې، لیندۍ ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سولې شوری هغه څرګندونې رد کړي چې ګواکې په قطر کې د دې شوری له غړو سره مذاکرات پیلوي.
ښاغلي مجاهد افغان اسلامي اژانس ته ویلي:
«دا راپورونه هیڅ حقیقت نه لري، د مذاکراتو په اړه زمونږ دریځ کې بدلون نه دی راغلی».
وړاندې د سولې شوری د دعوت کمیټې منشي «موسی خان هوتک» په ټینګه ویلي و چې له طالبانو سره به د سولې خبرې «ژر» پیل شي.
د ذبیح الله مجاهد له منفي غبرګون وروسته د سولې شوری هم بیرته خپلې خبرې اخیستي او اسماعیل قاسمیار چې د همدې شوری یو بل لوړپوړي چارواکي دی، دا راپورونه «ناسمې ګونګسې» وبلل.
باید وویل شي چې موسی خان هوتک په خپلو څرګندونو کې دا هم زیاته کړې وه چې په مذاکراتو کې به د پاکستان استازي هم ګډون ولري.
طالبان وايي چې د مذاکراتو اجنډا یې په دوه برخو ویشلې، مخکې تر دې چې د کابل حکومت سره خبرې وکړي له امریکایانو سره یې باید مذاکرات ترسره کړي وي.
کتونکي په دې باور دي چې مذاکراتو ته د طالبانو تر چمتووالي وړاندې په لومړي ګام کې ګډ حکومت پخپله له کورنیو متضادو موقفونو سره مخ دی، او له طالبانو سره د خبرو اړوند واحد دریځ نه لري.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر شاوخوا درې کاله وړاندې پرانیستل شو. خو کله چې د کابل حکومت او سولې شوری د «اسلامي امارت» د لوحې او بیرغ مخالفت وکړ، امریکا په قطر فشار راووړ ترڅو د طالبانو بیرغ او لوحه د دفتر له ودانۍ ښکته کړي.
طالبانو په دې دلیل چې امریکا له ترسره شوو تعهداتو سرغړونه کوي او په مذاکراتو کې رښتیني نه ده، احتجاجا خپل سیاسي دفتر بند کړ.
دا لومړی ځل نه دی چې د سولې شوری له طالبانو سره د مذاکراتو د پیلیدلو ادعا کوي، تر دې وړاندې هم دغې شوری ورته ادعاګانې کړي چې طالبانو بیرته رد کړي دي.
له نن ټکي اسیا څخه په مننه