چاغښت اته کاله دانسان عمر کموي

یوه نوې خپره شوې څیړنه وايي : عادي او زیات چاغښت دواړه دانسان عمر اته کاله کموي او هغه کس ،چې خپلې روغتیا ته پاملرنه کوي دهغه عمر نولس کاله اوږدوي .

یاده څېړنه په کاناډا کې د McGillUniversity استاد سټیفن ګروفر ،چې دوبايي ناروغیو متخصص دی ترسره کړې ده او The LancetDiabatsLandAndukrinologiمجلې خپره کړې ده . نوموړي استاد په خپله څیړنه کې له ریاضي څخه ګټه پورته کړې ده او په زرګونو هغو وګړو یې خپل فورمول تطبیق کړی دی،چې عمرونه یې د70 -20 کلونو ترمنځ دي .

یاد استاد دې پایلې ته رسیدلی دی،چې دځوانۍ پرمهال ،چې دچاغښت سلنه څومره زیاتیږي همدومره دانسان پر روغتیا ناوړه اغیز پریباسي .

ډاکتر سټیفن وايي:چاغښت د زړه او وینې ناروغۍ سره تړلی دی پردې سربېر ه چاغښت د زړه حمله ، دماغي ستونزې او شکر ناروغۍ رامنځته کوي ،چې دا بیا د اټکل شوي عمر ورځې او شپې رالنډوي او هغه کسان ،چې طبیعي وزن لري دهغو په پرتله له روغتیايي ستونزو سره مخ کیږي .

روغتیا نړیوال سازمان وايي :له 1980 ز څخه رادیخوا دچاغښت سلنه ډېره شوې ده اوسمهال په نړۍ کې 1,4 ملیارده وګړي له چاغښت سره لاس وګریوان دي په دې 200 ملیونه سړي او 300ملیونه ښځې دي دا هم دیادونې ده ،چې ددې کسانو عمرونه له 20 لږ زیات دي .