ولسي جرګه کې د خوست وکیل او د جرګې د دفاعي کمېټې مشر، همایون همایون
ولسي جرګه کې د خوست وکیل او د جرګې د دفاعي کمېټې مشر، همایون همایون

همایون:

امریکا د افغانستان تجزیې ته راغلې ده

 په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی او د جرګې د دفاعې کمېټې مشر، ښاغلی همایون همایون له یوه محلي ټلویزیون سره په مرکه کې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک د ولسمشر او ولسي جرګې «تاریخي» تېروتنه وبلله.

ښاغلي همایون امریکا پر دې تورنه کړه چې په افغانستان کې سوله نه غواړي او جګړه یې په ګټه ده. دی زیاتوي چې امریکا یوازې د جګړې له لارې په افغانستان کې خپلې ګټې ترلاسه کولای شي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړی، دی وايي: «کله چې دغسې تړون افغانستان جګړې ته کاږي، زه یې شخصا مخالف یم، د افغانستان ولسي جرګې او ولسمشر ستره تاریخي اشتباه وکړه چې قرارداد یې داسې لاسلیک کړ چې هلته د سولې خبره نه ده راغلې».

ښاغلي همایون په خوست کې له مېشتو امریکايي ځواکونو شکایت وکړ. ده وویل چې امریکايي ځواکونه تل هغه واټ د ترافیکو پر مخ تړي چې د دوی له اډې سره په واټن کې پروت دی. همایون امریکايي سفیر ته په تلویزیوني پیغام کې په تونده لهجه وویل چې خوستوال یې به یې پر ضد پاڅون وکړي او ستر لاریون به ترسره کړي. همایون وايي، امریکایان په خوست کې داسې واټ د خلکو پر مخ تړي چې په وینا یې خوست ولایت په دوو برخو وېشي. ده زیاته کړه چې تېره میاشت چاودنه وشوه او امریکایانو پرېنښودل چې د پولیسو ټپيان پر همدې واټ تېر شي او ځینو ټپیانو ساه هم ورکړه. همایون فکر کوي چې امریکایان یوازې د دې له پاره راغلي دي چې افغانان د خپل او ګاونډیانو په نښه کړي.

د ولسي جرګې دغه وکیل امریکا تورنوي چې غواړي افغانستان ووېشي او خپلې ګټې ترلاسه کړي.

له نن ټکي اسیا څخه په مننه