د کــــدو د ځـــــــړو (تخـــــــــــم)ګټـــــې
دلته مو کدو د ځړو له ځینو روغتیايي ګټو سره اشنا کوو:
۱- زړه روغ ساتي: د ګیلاس څلورمه برخه د کدو ځړي د یوې ورځې لپاره بدن د مګنیزیم اړتیا پوره کوي او د انسان زړه په روغتیا کې مهم رول لوبوي. دغه خواړه د وینې لوړ فشار کنټرولوي، د زړه ناڅاپه درد مخنیوی کوي او زړه د حملې مخه نیسی.
۲- بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي: دغه خواړه د زینک یوه غوره منبع ده چې د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي او انسان له ډیرو ناروغیو لکه زکام، ریزش، تبه او ذهني فشار څخه ژغوري.
۳- د پروستات روغتیا نورماله ساتي: له ډیرو پخوا زمانو څخه دغه خواړه د نارینه روغتیا لپاره ډیر مهم ګڼل کیده. دغه خواړه زیاته اندازه زینک لرلو په اساس د پروستات ناروغیو مخه نیسي.
۴- د شکر خطر کموي: د څیړنو پر بنسټ د کدو ځړي په بدن کې د انسولین فعالیت کنټرولوي. دغه خواړه په بدن کې د قندي موادو اندازه نورماله ساتلو سره د شکر مخه نیسي.
۵- خوب اراموي: که غواړئ ارامه خوب ولرئ؛ نو له ویده کیدو څو ساعته وړاندې د کدو ځړي د میوې سره استعمال کړئ چې په بدن کې د تریپتوفان ضروري اندازه پوره کولو سره ستاسې خوب اراموي.
له نن ټکي اسیا څخه په مننهدنښترویبلاګ درنو لوستونکو!
که په تاسو کې څوک پروستات نه پېژني نو مهرباني وکړئ دا لاندې لینک کښېباسئ ترڅواړین مالومات ترلسه کړئ:
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20789