بيا هم افغانيت او ملي هويت
پوهنوال محمد اسمعيل يون
د کايناتو د هغه ستر رب په نامه چې د زرې زرې حساب او کتاب ورسره دی، نه له چا پيدا دی او نه ترې څوک پيدا دي، خو لکه څنګه چې يې دا ټول موجودات پيدا کړي د سترګو په رپ کې يې فنا کولای شي، له امير څخه فقير، له فقير څخه امير، له غريب څخه غني او له غني څخه غريب جوړولای شي، هغه چې د غرور په نيلي سپور وي او د پاچاهۍ نشې يې د عقل وزرونه تړلي وي، خو دی ددې توان لري چې:
په يوه ګردښت يې پرېباسي له برمه
نه يې غشی نه لېندۍ وي نه يې سپار
ګرانو هېوادوالو! زه نن نه د کومې ډلې، نه د کوم ګوند، نه د کوم تنظيم، نه د کوم ولايت، نه د کوم سمت، نه د کوم رسنيز مرکز او نه هم د کوم زور او کومو زرو له ادرسه او نه هم د کوم چا په استازۍ تاسې ته مخاطب يم، زه يو عادي افغان يم او پر دې وياړم چې د خپل عمر په نږدې (۴۷) کلن بهير کې مې نه د چا مال خوړلای او نه مې څوک وژلي دي، نه مې چاته ورک شه يا گم شو کله ويلي دي، خو وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه، نه يمه منکر په مظلومانو مې ژړلي دي.
ګرانو او خوږو افغانانو! له هغې ورځې چې د پخواني شوروي اتحاد لښکرو زموږ پر هېواد يرغل وکړ، نو له همغې ورځې راهيسې هېڅ افغان ښه ورځ نه ده ليدلې، د روسانو په يرغل کې نه يوازې زموږ هېواد ته درانه زيانونه ورسېدل، بلکې ستر معنوي او کلتوري زيانونه يې هم واړول. د کلتوري او ملي زيانونو په لړ کې زموږ ملي هويت ته هم سخت زيان ورسول شو. روسانو او د هغو کورنيو تاليڅټو د ملي هويت او واحد افغان ملت لپاره نوي، متضاد او بېلابېل تعريفونه وړاندې کړل، خو هغه هېواد پال افغانان چې د روسانو پر غرضو او مرضونو پوهېدل، پر خپل وخت يې د روس پلوه ډلو د شومو حرکتونو پر وړاندې مبارزه وکړه، کله چې شوروي لښکرې ماتې شوې، نو بيا يې ځای د فارس او پنجاب نويو راټوکېدلو قوتونو او عربي شېخانو ونيو او روس غچ اخيستونکي ورسره يو ځل بيا ملګري شول او بيا هم زموږ پر ملي هويت او ملي وحدت له څو خواوو يرغلونه پيل شول. ددې مثلث او مربع لمبې لا سړې شوې نه وې چې د طالبانو د ترخه نظام او نړيوالو اړيکي د اور ليکې ته ورسېدل او يو ځل بيا هېوادوال د اور پر تبۍ کېنول شول، د بن په کنفرانس کې يوې محدودې سيمې، يوې ولسوالۍ او يوه روس پلوه او ايران پلوه متعصب ګروپ ته سياسي واک وسپارل شو، د ولسواکۍ انګازې او اوازې هرې خواته خپرې شوې، خو په نظام کې د واکمنو جنګسالارانو پر خلاف چا د نيوکې چغه نه شوه پورته کولای، يو تن د ولس په اصلي رايو نږدې درې ځله ولسمشر شو، خو (ولس) شاته پاتې شو او (مشر) د ارګ د دېوالونو دننه د جنګسالارانو په ډول ډول ناقانونه معاملو پوره ديارلس کاله تېر کړل، هر ملتپال او هېوادپال شخص چې په دې بهير کې د عدالت چغه پورته کوله او په نظام کې د واکمن فساد او سيکتاريزم پر وړاندې به ودرېده، هغه به په بېلابېلو فاشيستي او نشنيلستي تورونو تورنېده او د فعاليت ساحه به يې محدودېدله. په (۱۳) کلونو کې د پخواني فارس او اوسني ايران، فاشيستي مکروب دومره د دولت په رګونو کې ننوت چې نږدې هر رګ يې د ايران د هيلو تمثيل کاوه، له هرې خوا پر افغاني هويت بلوسې روانې وې، د پنجاب فاشيستي کړيو چې لا له نيمې پېړۍ راهيسې يې له افغاني هويت او ملي وحدت سره اساسي کينه لرله، د ايران له خاينو کړيو سره هماهنګ عمل ته راودانګل. ايرانپالې رسنۍ په حکومت کې دومره فعالې وې چې معاش او مادي امتيازات يې له نړيوالو ټولنې په تېره بيا له غربي نړۍ څخه ترلاسه کول، خو فکر، انګېزه او عقيده يې د ايران اخوندانو پالـله. د هېواد اکثريت چې د طالبانو د افراط قرباني شوی و، په قصدي ډول حاشيې ته راکاږل شو او په هېواد کې د ځمکنۍ بشپړتيا او د ملي هويت د حفاظت لپاره د وراثت خلا رامنځته شوه، له دې خلا څخه ايرانپالو او پنجابپالو کړيو په سرعت سره ګټه پورته کړه او د يادو شويو کړيو د نفوذ لپاره يې پراخه زمينه برابره کړه، پر ملي ترمينالوژي او نومونو د ايران د فارس ژبنی يرغل پيل شو او په زره بين يې هغه کلمه يا لغت څارل چې له کلونو کلونو دلته دود وو او د افغانيت رنګ يې لاره، نو اتومات به يې ورته ايرانی لغت د متبادل په توګه غوره کړ او ايرانپالو رسنيو به يې پر تبليغ لاس پورې کړ. په تېرو ديارلسو کلونو کې تر (۵) زيات ټلوېزيوني چينلونه او تر (۲۰) زياتې چاپي رسنۍ په مستقيم ډول د ايران له خوا وچلېدل او لا هم چلېږي، د دغسې يو حالت په مقابل کې چې هر مسلمان او هېوادپال افغان سر پورته کړی، نو هغه ته د سر تر وېښتانو زيات دښمنان راټوکول شوي دي. زه د هغو افغانانو له جملې څخه يم چې له تېرو (۳۰) کلونو او په تېره بيا د تېرو (۱۳) کلونو په بهير کې د روس، ايران او پاکستان دې شيطان مثلث ته ښه په ځېر سره متوجه وم او څه چې مې له واکه شوي، هغه مې د هېواد د ملي ګټو او ملي هويت د خونديتابه لپاره کارولي دي.
کله کله داسې هم شوي چې زموږ د ملي، اسلامي او انساني مبارزې پر وړاندې موږ ته خپل خلک لمسول شوي، تطميع شوي، سپکې او سپورې يې راته ويلي، په سلو نومونو يې ياد کړي يو، خو موږ خپله اوسېله او زغم له لاسه نه دي ورکړي.
له هغې ورځې چې په افغانستان کې د هويت د تذکرو يا الکترونيکي تذکرو د جوړښت او وېش خبره مطرح شوې ، نو له همغې ورځې ايران او ايرانپالې کړۍ په هڅه کې دي چې هم د هويت د تذکرو په بڼه او ژبه کې تغير راوړي او هم يې او محتوا کې، د دوی د شومو هڅو پر وړاندې له همغه پيله ما او موږ هم خپلې ملتپالې هڅې پيل کړي، هره دروازه، هر ور مو ټکولی، د هر ملتپال، هېوادپال چارواکي، زورواکي، کمواکي، کورواکي، ډېرواکي، مفکر او نا مفکر زنې او لاسونه مو نيولي، عذرونه مو ورته کړي چې د خدای لپاره لږ متوجه شئ، د ملت پر هويت يو سېلاب راروان دی. پخواني ولسمشر حامد کرزي ته شپږ مياشتې منتظر شوم چې د هويت د تذکرو په باب ورته خپل نظر ووايم، سره له دې چې دده د دفتر په لس مترۍ کې مې دفتر و، خو وخت يې را نه کړ، بيا مې ورته ليک وليکه، ويل يې هېڅکله به داسې نه کېږي چې هويت ته زيان ورسېږي، خو اخر يې هغه څه وکړل چې هيله ترې نه کېده، د نفوس د احوال ثبت قانون په داسې يوه بڼه ملي شورا ته لاړ چې د وزيرانو شورا او عدليې وزارت تر منځ هم په متنونو کې توپير و؟ وزيرانو شورا يو متن تصويب کړی و او عدليې وزارت بل څه لېږلي وو، ملي شورا کې ايرانپالي او پرديپالي ګروپونه له بېلابېلو لارو، چل، فريب، مهارت، توطيې، تطميع او دولتي زور څخه په ګټې اخيستنې د (دين) او (ملت) د دواړو کلمو په مخنيوي کې بريالي شول، دې خبرې نو هغه وخت زور واخيست چې په شمال کې يو ميليارد زورواکي چارواکي پښې ودربولې چې د هويت په تذکرو کې دې د (افغان) پر ځای د هر چا (قوميت) وليکل شي، نو په کابل کې د سمبوليک ولسمشر زړه هم سست شو. کله چې په ولسي جرګه کې يو شمېر ماهرو پرديپالو منافقينو په چل او فرېب د ملي شورا اکثريت هېواد پال، خو کم کفايته او بې کفايته وکيلان غافلګير کړل او د هويت له تذکرې يې د (دين) او (ملت) دواړه ارزښتونه حذف کړل او د يوې (بې دينه) او (بې ملته) تذکرې د وړاندې کولو هڅه يې وکړه، نو يو زيات شمېر هېوادپالو او ملتپالو، اسلامپالو افغانانو د هغوی پر وړاندې لاريون وکړ. کله چې ايرانپالو کړيو د ولس د غبرګون زور وليد، نو بيا يې ژوندون ټلوېزيون ته پلمې جوړې کړې او په دې کړۍ کې ټولې ايرانپالې او پنجابپالې کړۍ سره راټاله شوې، خو د لوی خدای (ج) په فضل او د خپل ولس په ملاتړ ژوندون لکه څنګه چې ازاد و، هماغسې ازاد پاتې شو، سترې محکمې لاريونوالو سره ژمنه وکړه چې کله هم حکومت دا قانون سترې محکمې ته محول کړي، نو د هېوادوالو دې قانوني غوښتنو ته به قانوني جامه ور واغوندي. کله چې ملي شورا د هېوادوالو غبرګون وليد، نو په خپل ګډ کميسيون کې يې پرېکړه وکړه چې د (دين) ستون دې وليکل شي او په مقابل کې دې ټولو ته (اسلام) وليکل شي خو پر (ملت) يانې (افغان) يې بيا خاورې واړولې. موږ بيا سترې محکمې ته لاړو، قاضي القضات وويل جې ستاسو داعيه قانوني ده، خو ولسمشر بايد موږ ته دا قانون راولېږي چې له اساسي قانون سره يې تطابق وڅېړو، ټولې هڅې مو وکارولې چې ولسمشر کرزي سره بايد وګورو، خو هغه، هغه مهال موږ ته وخت راکړ چې ولسمشر ته ددې قانون د مصوبې پنځه لسمه ورځ وه، دا چې پر دې ورځ څه تېر شول او څوک په دې مجلس کې شامل وو، دلته يې کټ مټ د ټولې ناستې راپور وړاندې کوم. دا ناسته د ۱۳۹۲ ل کال، د دلوې مياشتې پر (۶)مه نېټه شوې وه.
ملي هويت او ولسمشر
(له ولسمشر حامد کرزي سره د اسلاميت او افغانيت په باب د ځانګړې کتنې جزيات)
((مخکې تر دې چې ولسمشر حامد کرزي سره د افغانيت او اسلاميت په باب د ځانګړې کتنې جزئياتو ته راشم، مجبور يم، لږ لنډې تېرې ماضي ته ورستون شم.
له تېرو څو مياشتو راهيسې د ملي هويت يا د تابعيت د تذکرو پر سر جنجال روان دی. خبره ان تر مظاهرو، خوابديو او ډېرو زړه بداويو پورې هم ورسېده. په دې بهير کې رښتيني، اسلامپال، هېوادپال او ملتپال افغانان هم معلوم شول. ورځچاري، ځانساتي، ځان ګټي او افغان ضد اشخاص او ډلګۍ هم ټول په ډاګه شول. خبره له شف شف څخه شفتالو ته راووته!
د افغانستان ملي تحريک په ګډون ګڼ شمېر مدني ټولنو، ځوانو خوځښتونو او مدني حرکتونو يوځل د ملي شورا او بيا د سترې محکمې مخې ته لويې مظاهرې وکړې. دا مظاهرې که څه هم پر ځينو پرديپالو او ځانساتو ښې ونه لګېدې، خو د ولس روحيه يې تر دې حده پياوړې کړه چې سړی ورته يو نسبي، فرهنګي، مدني او حقوقي وړوکي اوښتون ويلای شي. دې مظاهرو د ټولو هېوادوالو په تېره بيا د مظلوم اکثريت ولوله راوپاروله او روحيه يې ورته دومره قوي کړه چې هېوادوال يې د لا لويو مظاهرو لپاره جوګه شول.
د لاريونوالو غټ هدفونه همدا وو چې د هويت په تذکره کې د (دين) او (ملت) ستون وليکل شي او په دې ډول دې د اسلام او افغان د تثبيت لپاره له اساسي قانون او ټولو بشري او مدني قوانينو سره سم اقدام وشي. ددې دوو ارزښتونو پټو او ځينو څرګندو مخالفينو هڅه وکړه پر (ژوندون ټلوېزيون) او شخصاً پر ما (محمداسمعيل يون) فشار راوړي چې له دې سترو ارزښتونو او ايډيالونو څخه لاس په سر شم، چې د ملي داعيې دا خبره همداسې ګونګه پاتې شي. پر ژوندون ټلوېزيون له فشار راوړلو څخه هدف همدا و چې ددې رسنۍ له لارې د خلکو پيغام رسول کېږي او د ولس غږ پورته کېږي، که دا رسنۍ ټکنی او يا وتړل شي، نو پر اوسني وخت دا کار د افغانيت او اسلاميت د داعيې د تړلو او يا هم ددې ايډيالونو د ټکني کولو په مانا ګڼل کېږي. د دوی بل هدف دا و چې د خلکو ذهنيت له اصلي موضوع (اسلاميت او افغانيت) څخه څنګزني موضوع (ژوندون ټلوېزيون) او د هغه تعليق ته راواړوي. خو زموږ باغيرته ملت د شعوري هڅو او لاريونونو په ترڅ کې هم د ژوندون د تعليق او تړلو خطر ډېر ژر دفع کړ او هم د خپلو ايډيالونو د بريا په لټه کې شو. د ولس رښتينو بچيانو د مشرانو او ولسي جرګې له مشرانو او بېلابېلو غړو سره د خپلو کتنو په ترڅ کې هغو ته په ډاګه کړې او دا خبره يې تعقيب کړې وه چې دوی له دې دوو ارزښتونو څخه تېرېدونکي نه دي. سترې محکمې ته يې د خپل (۱۳) ماده يي پرېکړه ليک په ترڅ کې هم دا په ډاګه کړې وه چې د اساسي قانون د درېيمې او څلورمې او نورو مادو له محتوياتو سره سم دوی سل په سلو کې د (اسلام) او (افغان) د کليمو ليکل غواړي. د ګرانو هېوادوالو د ګڼو فشارونو له امله د مشرانو او ولسي جرګې ګډ کمېسيون پرېکړه وکړه چې د هويت په تذکرو کې دې د نوم ترڅنګ (تخلص) او د (دين) ستون زيات شي، خو د ملت په نامه راغلو په اصطلاح استازو يوځل بيا د (ملت) ستون ته شا واړوله، خو زموږ ګرانو هېوادوالو، تحريکوالو، ژوندونوالو، ليکوالو او نورو مخورو پر دې فشاري پرمختګ بسنه ونه کړه، دوی وويل که څه هم دا يو پرمختتګ دی خو لا هم په سلو کې پنځوس برخې مزل پاتې دی، موږ نه غواړو د يوه ارزښت په ليکلو سره بل له منځه يوسو؛ اسلام وليکو، ملت هېر او نفې کړو او يا ملت وليکو اسلام له سره تېر کړو، موږ دا دواړو ايډيالونه غواړو او دواړه د تذکرې پر لومړي مخ غواړو.
تحريکوالو، ژوندونوالو، مدني او فرهنګي ټولنو او ځوانو خوځښتونو يو ځل بيا د بېلابېلو غونډو او متواترو اعلاميو له لارې له ولسمشر، سترې محکمې او د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون څخه وغوښتل چې د ملي شورا د ګډ کمېسيون دا نيمګړې او ناقانونه پرېکړه رد او د تعديل لپاره يې پرېکړه وکړي.
زه (يون) په خپله د افغانستان ملي تحريک او ګڼو فرهنګي ټولنو په استازۍ سترې محکمې ته عارض شوم او د بېلابېلو ټولنو ګډه اعلاميه او غوښتنه مې د سترې محکمې سرپرست (قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي) ته ورسوله له هغه سره مې په دې اړه رسمي ملاقات وکړ او د ټولو هېوادوالو غوښتنه او اندېښنه مې ورسره شريکه کړه، ما له قاضي القضات صيب څخه وغوښتل څرنګه چې د ملي شورا وروستۍ پرېکړه د اساسي قانون د څلورمې مادې له پنځمې فقرې سره په تضاد کې ده، ستره محکمه بايد د نفوسو د احوالو د ثبت دا مصوبه د اساسي قانون له محتوياتو سره وڅېړي چې سمون ورسره لر ي که په ټکر کې ده؟ او په دې باب خپله پرېکړه ولسمشر ته صادره کړي، قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي ماته وويل ((ستاسو خبره سمه ده د ملي شورا پرېکړه د اساسي قانون د محتوياتو او په تېره بيا له څلورمې مادې سره سمون نه لري موږ له اساسي قانون سره د نورو قوانينو مطابقت څېړو، په دې شرط چې حکومت يې له موږ څخه وغواړي، نه په خپل سر د قوانينو مطابقت څېړو او نه هم له دولت يا حکومت پرته د نورو نادولتي، سياسي، ټولنيزو او نورو ټولنو په غوښتنه د قوانينو مطابقت مطالعه کوو))، پوهاند عظيمي چې د اساسي قانون د تدقيق د کمېسيون غړی هم و، دا هم وويل: ((کله چې اساسي قانون جوړېده، نو فکر وشو چې که د هر چا په غوښتنه له نورو قوانينو سره د اساسي قانون د تطابق څېړنه مطرح شي، نو له سترې محکمې څخه به خپل ټول اساسي کارونه پاتې وي، همدا قوانين به څېړي، نو ځکه ددې غوښتنې اعمال حکومت ته محول شو.)) پوهاند عظيمي بيا قانون ته لاس کړ په دې باب يې يوه ماده ولوستله چې ستره محکمه د حکومت په غوښتنه له اساسي قانون سره د نورو قوانينو مطابقت څېړي. پوهاند عظيمي وويل: ((که تاسې غواړئ چې د ملي شورا دا پرېکړه له اساسي قانون سره په مطابقت کې وڅېړل شي، بايد حکومت ته خپل عرايض وړاندې کړئ چې هغه يې موږ ته راولېږي او موږ به بيا دا موضوع د سترې محکمې د عالي شورا په غونډه کې مطرح کړو.)) کله چې زه د قاضي القضات له دفتره راوتلم، نو پر همغه ورځ مو جمهوري رياست ته د همغې اعلاميې د متن يوه کاپي ورولېږله: يوه کاپي مې د ولسمشر فرهنګي چارو مشاور ښاعلي (سرمحقق زلمي هېوادمل) او بله مې هم د ولسمشر د دفتر رئيس ښاغلي (کريم خرم) ته ،چې دوی يې ولسمشر ته ورسوي ددې اعلاميې په متن کې راغلي وو: ((تر هغه پورې چې جمهور رئيس له سترې محکمې، د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون او نور حقوقپوهانو سره سلا مشوره نه وي کړې، بايد د ملي شورا ناقانونه مصوبه توشيح نه کړي)) له نېکه مرغه چې اعلاميه ولسمشر ته رسېدلې وه، يوه ورځ وروسته ورته د توشيح لپاره د ملي شورا مصوبه هم راغله، ولسمشر د اعلاميې د متن منطق ته په کتو سره د ملي شورا مصوبه معطل او له توشيح څخه يې ډډه وکړه. خو د هېوادپالو، ملتپالو، اسلامپالو بنسټونو اعلاميه ساعت په ساعت د (ژوندون ټلوېزيون) پر څپو خپرېدله او هېڅ وقفه په کې نه راتلله. دې سره موږ جوخت له بېلابېلو لارو او اشخاصو، لکه ښاغلي (سرمحقق زلمي هېوادمل)، (کريم خرم)، (ډاکتر رنګين دادفر سپنتا)، (ډاکتر صادق مدبر) او نورو اشخاصو له لارې هره شېبه او پرله پسې ډول هڅه کوله چې له ولسمشر سره ليدنه وکړو او د بې هويتۍ ددې سترې غميزې په باب ورته خپل دلايل ووايو، خو په خواشينۍ سره چې بريالي نه شو، يوه اوونۍ وروسته ولسمشر د عدلي او قضايي چارو کمېسيون په غونډه کې دا موضوع مطرح کړه. په دې غونډه کې قاضي القضات (عبدالسلام عظيمي)، د عدلي او قضايي چارو د کمېسيون غړي نصرالله ستانيکزی، د عدليې وزير (حبيب الله غالب)، د ملي امنيت شورا سلاکار (ډاکتر رنګين دادفر سپنتا)، د جمهور ريس دفتر رئيس (کريم خرم)، د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون رئيس (ګل رحمن قاضي) او ځينې نور اشخاص شامل وو. په دې غونډه کې هم د هويت پر تذکرو بحث وشو، داکتر سپنتا او نصرالله ستانيکزي د هويت په تذکرو کې د (افغان) کليمې پر ليکلو ټينګار کړی و او په دې برخه کې يې ګڼ شمېر دلايل راوړي وو، خو غونډې کومه پايله نه لرله، يوه خبره په کې دا شوې وه چې د (سردار محمد داودخان) د وخت تذکره دې په بام کې ونيول شي، همغه تذکره يې غونډې ته راوړې وه. څرنګه چې هغه وخت (ملت) نه و ليکل شوی، نو د (ملت) د کلمې مخالفينو ته دا يو غټه پلمه په لاس ورغله، د غونډې عمومي په تېره بيا د ولسمشر روحيه دا وه چې همدا تذکره ښه ده. کله چې موږ خبر شو نو بيا له کريم خرم، ډاکتر سپنتا او هېوادمل صيب سره په تماس کې شو او ورته ومو ويل چې په هېڅ وجه دا خبره د منلو وړ نه ده، تاسې د داودخان د وخت په تذکره کې يوازې همدا د (ملت) د يوې کلمې نه ليکل معيار نيسئ او که ټوله تذکره؟ ما له ښاغلي کريم خرم او هېوادمل صيب سره ډېر تېزې خو له ډاکټر سپنتا سره په تول تللې خبرې وکړې:
کريم خرم راته وويل: ((د داودخان د وخت تذکره څنګه ده؟ هلته خو ملت نه شته؟)) ما ورته وويل: ((د داودخان د وخت په تذکره کې خو نورې ژبې هم نه شته، هغه کاغذي وه، دا الکترونيکي، هغه ټوله پښتو وه، دا په څو ژبو ده؟ ايا دا حکومت هم د داودخان د حکومت په معيارونو برابر دی؟ د داودخان په وخت کې کوم والي له افغانيته انکار کولای شو؟ شورا ددې جرئت درلود چې افغان ضد او اسلام ضد حرکت وکړي، داودخان خو قومي او سيمه ييز تخلصونه هم په همدې خاطر لغوه کړي وو چې واحد ملت جوړ او قوي شي، اوس خو ټول حکومت پر سيمو او قومي ډلو وېشل شوی، کوم کار مو د داودخان د حکومت پر معيار برابر دی، چې يوازې هلته د (ملت) کلمې له نشتوالي څخه ناوړه ګټه اخيستل کېږي، که د داودخان تذکره معيار وي، نو بيا ټوله تذکره معيار کړئ، نه يوازې يوه کلمه. په هغه تذکره کې خو (دين) هم ذکر و، خو د اوسني حکومت په طرحه کې خو نه (دين) و او نه (ملت).
له ښاغلي هېوادمل سره مې همدا خبرې وکړې، ډاکتر سپنتا راته په ټلېفون کې د قضايي کمېسيون د غونډې په باب وويل چې زما نظر له پخوا څخه په دې باب معلوم دی، زه د افغان د کليمې پلوی يم (افغان) زموږ ملي او سياسي هويت دی، تاسې کولای شئ له ښاغلي کريم خرم څخه چې په هغه جلسه کې ناست و، خو په جلسه کې يې هېڅ خبرې ونه کړې، زما د نظر په باب وپوښتئ. سپنتا وويل: (( باوجوديکه ما يک فارسی زبان هستم، مسله قوم برايم مطرح نيست اما بايد يک هويت داشته باشيم ان هويت ملي افغان است، صرف نظر از اينکه بعضی ها از کلمه افغان تعبير دوګانه دارد، بعضی ها افغان به معنی پشتون تلقی ميکند، اما ما افغان نه به معنی پشتون، بلکه به معنی هويت ملی و سياسی ومدرن ان تلقی مينمايم. ما درجلسه قضايی به رئيس جمهور ګفتم که در فرانسه (۳۵) درصد (فرانس) زندګی ميکند اما همه باشنده ګان فرانسه (فرانس) را به حيث هويت ملی خويش قبول کردند، در افغانستان هم کدام مشکلی وجود ندارد که افغان را به حيث هويت ملی خود قبول نمايم.)) سپنتا زياته کړه: ((په دې مسله کې زه تاسره هم نظره يم، سره له دې چې په ډېرو برخو کې زما او ستا د نظرونو ترمنځ اختلاف و او شته. خو په دې مسله کې زه ستا د نظر پلوی يم)) البته ډاکتر سپنتا د (دين) په انډول د (ملت) پر عنصر زياته تبصره وکړه او پر همدې توکي يې ټينګار کاوه، ځکه بحث هم د (ملت) پر کليمې و.
له ډاکتر سپنتا، سرمحقق زلمي هېوادمل او کريم خرم سره زما ټلېفوني ارتباطات له دې امله وو چې همدا کسان جمهور رئيس ته لاسرسی لري.
ددې خبرې يادول هم ضروري دي چې نصرالله ستانيکزي هم ډېر زيات معقول حقوقي دلايل وړاندې کړي وو، خو چا ورته څه خاص ارزښت نه و ورکړی. موږ چې د جمهوري رياست دې حالت ته پام وکړ؛ نو خواشيني شو، د ملي تحريک په ګډون مو د بېلابېلو مدني ټولنو، قومي شوراګانو، ځوانو خوځښتونو او فرهنګي ټولنو مطرح اشخاصو ته بلنه ورکړه ، له هغوی سره مو مشوره وکړه او د يوې بلې لويې مظاهرې په لټه کې شو، يو شمېر ولايتونو کې هم له مطرح شخصيتونو سره په تماس کې شو او پر يوه وخت مو په ګڼو ولايتونو کې د لويو مظاهرو د جوړولو تکل وکړ. د مظاهرې لپاره مو د تدارک کمېسيون هم په پام کې ونيو، خو يو شمېر ملګرو وويل: ((يوځل بيا به له ولسمشر سره تماس ونيسو، که نتيجه يې ور نه کړه، نو بيا به خپل وروستی زور په مظاهرو کې راټولوو او څرګندوو)) بيا بيا مو کوښښ وکړ، خو زموږ د څو ځلي او پرله پسې هڅو سره سره له ولسمشر سره پر ملاقات بريالي نه شو. يوه اوونۍ وړاندې راته هېوادمل صيب زنګ وواهه چې رئيس صيب وايی تاسې د ملاقات لپاره خپل لېست راولېږئ، رئيس صيب ماته ويلي چې ملاقات برابر کړه. ما ويل څومره کسان؟ هغه ويل، لس پنځلس متخصص او پوه کسان چې له هر قومه وي، ما د (۲۲) کسانو لېست وربرابر کړ، چې د بېلابېلو سيمو او بېلابېلو قومونو مخور شخصيتونه پکې وو، لېست مې ورولېږه، دوه ورځې وروسته له جمهوري رياسته رنګ راغی، ستاسو لېست ډېر اوږد دی، رئيس صيب وايي، د (يون) په شمول يوازې پنځه تنه. بيا مې په لېست کې کمښت راوړ: يو (شېرعلم امله وال) چې په قوم پشه يي او ښه ليکوال دی، بل (جنرال غلام حسين هزاره)، د سياسي چارو کارپوه، بل (عبدالحکيم تورسن)، په قوم تاجک او د سياسي چارو کارپوه دی، څلورم شخص (چرند سنګ) د خوست د افغان سکانو له جملې څخه دی، او پنځم زه خپله وم، دا لست مې ورکړ، د دلوې پر (شپږمه) د يکشنبې پر ورځ مازيګر څلورنيمې بجې ملاقات برابر شو. کله چې په ګلخانې ماڼۍ کې د ملاقات ځای ته ورسېدو، نو لوی څارنوال (اسحاق الکو)، قاضي القضات (پوهاند عظيمي) ، ډاکتر مدبر، ډاکتر سپنتا، کريم خرم، او نور هم راغلي وو، پوه شو چې دوی هم دې غونډې ته راغلي دي، ولسمشر هم تشريف راوړ، تر ستړي مشي وروسته يې ټول د کابينې د غونډو خونې ته دعوت کړو.
ولسمشر پر خپله څوکۍ او نورو په مشترک ډول دواړو خواوو ته کېناستو، د غونډې ټول ترکيب په دې ډول و:
۱- ولسمشر حامدکرزی
۲- قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي
۳- لوی څارنوال محمداسحق الکو
۴- عبدليې وزير حبيب الله غالب
۵- د علماوو شورا رئيس مولانا قيام الدين کشاف
۶- د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا
۷- د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون رئيس ګل رحمن قاضي
۸- د چارو د ادارې لوی رئيس ډاکتر صادق مدبر
۹- د ولسمشر د دفتر رئيس کريم خرم
۱۰- پوهنوال محمد اسمعيل يون
۱۱- جنرال غلام حسين هزاره
۱۲- شېرعلم امله وال
۱۳- عبدالحکيم تورسن
۱۴- چرند سنګ
غونډه ولسمشر په دې ډول پيل کړه: ((بسم الله الرحمن الرحيم)).
ورونو دا غونډه يوه غير رسمي مشورتي غونډه ده، چې د يوې خاصې موضوع يانې د تذکرو په باب جوړه شوې ده.
يو شمېر ورونه چې د بېلابېلو فرهنګي، مدني ټولنو نمايندګي کوي (همداسې ده که نه؟ (ماته يې وويل، ما وويل هو) ماته عارض شوي وو او خپلې پاڼې يې رالېږلې وې، په هغو کې يې له ما غوښتي وو چې په تذکره کې دې د (دين) او (ملت) يا (اسلام) او (افغان) کلمې وليکل شي، دا ورونه اوس راغلي د دوی دلايل به واورو چې دوی څه وايي، بيا به په دې موضوع غور وکړو)).
ماته يې وويل: ((شروع يې کړه،!)) ما وويل: ((زه يې پيل کړم؟ ده وويل: ((هو!)) ما خپلې خبرې په دې ډول پيل کړې: (( بسم الله الرحمن الرحيم. د قدرمن ولسمشر، قاضي القضات صيب او نورو ټولو قدرمنو مشرانو او د غونډې د برخوالو په اجازه!... ماسره د هويت په تذکره کې د (دين) او (ملت) يا (اسلام) او (افغان) کليمو د ليکلو لپاره ډېر زيات دلايل شته، خو نه غواړم دلته ټول بيان کړم، نه وخت ددې ايجاب کوي او نه دلته داسې خلک ناست دي چې هغوی پر دې موضوع او يا ددې موضوع پر باريکۍ نه پوهېږي، بلکې دلته ټول داسې خلک دي چې پر دې موضوع او د دې موضوع پر حساسيت، نزاکت او ضرورت ډېر زيات او ښه پوهېږي، نو ضرورت نه شته چې ډېر زيات توضيحات ورکړل شي. خو غټو ټکو ته مجبور يم اشاره وکړم: زموږ لرې ماضي، نږدې تېرې ماضي او حال ته په کتو سره (افغان) او (اسلام) داسې ارزښتونه دي چې دا ملت ورڅخه په هېڅ وجه تېرېدونکی نه دی، دې ملت پرې قرباني ورکړې، دا دواړه ارزښتونه نه د رايګرۍ موضوع ده، نه په رايګرۍ راغلي، نه پرې بحث او نظر غوښتنه کېدی شي. او نه څوک ددې حق لري چې پر هغو بحث وکړي. ټول بشري او زموږ انساني قانون ددې حق راکوي چې دا ارزښتونه خوندي وساتو، د افغانستان اساسي قانون (قانون مې وروښود) د څلورمې مادې پنځمه فقره او نورې مادې واضح کوي چې ددې ملت پر هر وګړي د (افغان) کليمه اطلاقېږي او تذکره موږ فرد ته ورکوو، د هر فرد هويت (افغان) دی، هېڅ قانون، هېڅ شخص حق نه لري چې له ماڅخه په چل او فرېب او يا د قوانينو د دوران له لارې دا حق سلب کړي. افغانستان کې هېڅ قانون د اساسي قانون له محتوياتو سره په ټکر کې وضع کېدی نه شي. کوم قانون چې اوس ملي شورا له بېلابېلو لارو او يا هم د څو اشخاصو او کړيو د چالاکۍ او فرېب له لارې تاسو ته رالېږلی، دا د همدغه اساسي قانون د محتوياتو مخالف دی، نو ځکه مردود دی. د افغانستان نورو تېرو تذکرو ته په پام سره چې هلته په اکثرو کې (دين) او (ملت) راغلي، د اسلام او افغان کليمې يې تسجيل کړي دي، د همدې اوسني حکومت په تذکره کې هم د (دين) او (ملت) کليمې ليکل شوي، ريس صيب! تاسو په خپله غالباً پر ۱۳۸۲ ل کال يو فرمان صادر کړ چې د هويت په تذکرو کې دې د ټولو لپاره افغان کليمه وليکل شي))، پر دې مهال ولسمشر وويل ((بې شکه، ما په همدې خاطر دا کار وکړ چې ملي وحدت تامين شي)) ما ورته وويل: ((نو دا څوک و چې هم يې (دين) له تذکرې څخه وويست او هم (ملت)؟)) ما ورته ټولې تېرې تذکرې ورښکاره کړې. ((بله خبره داده چې د نړۍ نورو مطرح هېوادونو د هويت تذکرې که هم وګورئ، اکثرو په کې خپل ملي هويت درج کړی دی))، د لسو هېوادونو لکه قطر، کويټ، نايجريا، المان، برېتانيا او ځينو نورو هېوادونو تذکرې مې هم ورته ښکاره کړې، مخکې تر دې چې زه تذکرې وښيم، ولسمشر وويل، ((نور هېوادونه څنګه دي؟)) ما ورته وويل ((د اکثرو هېوادونو په تذکرو کې نشنيلټي ذکر ده)) ده وويل: ((پاسپورت مه يادونه، تذکره راښيه، ما ورته د لسو هېوادونو تذکرې راوړې وې، هغه مې ورته لاس په لاس مخې ته کېښودې، د المان هم په کې وه په نشنيلټي کې يې ليکل شوي وو (ډوچ) او د نورو هېوادونو هم، ولسمشر وويل: (سپنتا ته يې ورښکاره کړه) ډاکټر سپنتا د ولسمشر ښي لاس ته په وروستۍ ليکه کې ناست و. هغه ته يې لاس په لاس ورکړې. هغه چې تذکرې وکتلې، د تائيد سر يې وخوځوه.
جمهور رئيس د داودخان د وخت تذکره په لاس کې ونيوه، ويې ويل: ((دادی دلته خو يې ملت نه دی ليکلی؟ څو ورخې مخکې موږ په جلسه کې همدا د داودخان د وخت تذکره معيار ونيوله، څرنګه چې هلته ملت نه و، نو موږ وويل چې دلته هم ورته ضرورت نه شته)).
ما ورته وويل: ((رئيس صيب د داود خان په تذکره کې مو همدا يو معيار په پام کې نيولی، چې ملت په کې نه شته که څنګه؟ هلته خو (دين) هم شته، تاسو ولې دين کښلی و، ايا د اوسنۍ تذکرې بڼه هم د هغې تذکرې په شان ده؟ شکل، ژبه او محتوا يې ټول په همغه شان دي؟ بله خبره داده چې د داودخان په وخت کې خو ملت ته هېڅ خطر نه و او نه چا ددې جرئت کولای شو چې د ملت پر وړاندې ودرېږي، د داودخان په تذکره کې (دين) معيار نه نيسئ، خو (ملت) چې په کې نه شته بيا همغه راټينګوئ؟)) دې وخت کې يوځل عدليې وزير غالب صيب غږ کړ، ((در تذکره ما دين بود)) ما ورته وويل: ((نه و، چېرته؟ نه دين و، نه ملت، دين بيا دويم ځل د مولوي صيب تره خېل په وړانديز ولسي جرګې تصويب او په تذکره کې يې ځای کړ، د مشرانو جرګې په مصوبه کې نه دين شته نه ملت)) غالب صيب بيا ټينګار وکړ، ما وويل: ((زه دوه ځله نورو ملګرو سره شورا ته په همدې خاطر لاړو چې تذکره کې نه (دين) و نه (ملت)،)) غالب صيب بيا ټينګار وکړ: ((دين بود تو خبر نداری)) ما وويل: ((لاړ به شو د ولسي او مشرانو جرګې لومړيو بحثونو او تائيد شويو طرحو ته)) دې وخت کې پوهاند صيب عظيمي د غالب صيب د نظر په باب وويل: (دين و، خو په ارشيف کې پاتې شوی)) دا چې د ارشيف مانا دلته څه ده؟ په دې پوه نه شوم، خو څه ناڅه پته ولګېده، هغه طرحه چې وزيرانو شورا پاس کړې وه، په هغې کې د (دين) کليمه وه، خو کومه طرحه چې د عدليې وزارت له خوا شورا ته لېږل شوې، په هغې کې د (دين) کليمه نه شته او يا هم ددې خبرې يادونه نه ده شوې چې د تذکرې پر لومړي مخ دې (دين) وليکل شي.
دې وخت کې ولسمشر بيا وويل: ((نو چې پورته ليکل شوي د افغانستان اسلامي جمهوريت د تابعيت تذکره، نو بيا خو دواړه په کې راغلل، افغانستان او اسلامي، نو بيا (ملت) او (دين) ته څه اړتيا ده؟)) ما وويل: ((رئيس صيب د افغانستان اسلامي جمهوريت د دولت عنوان او رسمي نوم دی، نه د (ملت) نوم دی، نه د (دين). دا عنوان وخت پر وخت بدلېږي، خو زموږ (دين) او (ملت) نه بدلېږي، (اسلام) او (افغان) نه بدلېږي. يو وخت دلته د افغانستان شاهي دولت و، بيا جمهوريت، شو، بيا دموکراتيک جمهوريت شو، بيا اسلامي دولت، بيا اسلامي امارت، بيا موقته اداره، انتقالي اداره او دادی اوس اسلامي جمهوريت دی، يو څو فيصده ددې احتمال هم شته چې سبا ته بيا اسلامي امارت شي. د دولتونو عنوانونه بدلېږي، خو(ملت) او (دين) نه بدلېږي. زموږ (دين) اسلام او (ملت) مو (افغان) دی، دا د دولت په عنوانونو پورې نه تړل کېږي. بله خبره داده چې دې ته د ملي هويت تذکره هم وايي، نو چې زما ملي هويت په کې معلوم نه وي نو د څه شي تذکره ده؟ هغه تذکره چې ستا ملي او عقيده يي هويت نه شي څرګندولای، هغه نو د څه شي تذکره ده؟ څه ارزښت لري؟ لنډه دا چې موږ (بې دينه) او (بې ملته) تذکره نه غواړو او نه يې زغملای شو. دلته يو دولت په دې پلمه سقوط شو چې په تذکره کې يې د (دين) ستون نه و ليکل شوی، اوس به يو حکومت په دې پلمه سقوط کېږي چې په تذکره کې يې د (ملت) ستون نه دی ليکل شوی، نن چې يې د (افغان) کليمه له تذکرې وويستله سبا ته به يې له پاسپورته باسي، بل سبا بيا د افغانستان کلمه هم نه مني، پر هغې به هم راسره بحث کوي. بل په دې کې تاوان څه دی، که وليکل شي؟)) جمهور رئيس وويل: ((هېڅ تاوان نه لري، بلکې ګټه لري، اته نوي فيصده ګټه لري.)) دې وخت کې يې عدليې وزير ته مخ ورواړوه، ويې وويل: ((شما بګويد!)) هغه وويل: ((او جا ګفته شد که جمهوری اسلامی افغانستان امده، ديګر ضرورت نيست، همين افغانستان ملت ما است ديګر ضرورت نيست که ملت نوشته شود يا نه شود، همانجا همين فيصله شد.)) دا چې چا چېرې او څنګه دا فيصله وکړه موږ ته پته ونه لګېده، خو دومره اخيستنه مو وکړه چې د کابينې تر غونډې وروسته نور خلک هم شته چې ځانګړې پرېکړې کولای شي او (ملت) د خصوصي اشخاصو کار دی چې راوړي يې او که نه، دا خلک معلومېږي نه خو کارونه کولای شي. ما سملاسي وزير صيب ته وويل: ((افغانستان زموږ د هېواد نوم دی، د ملت نوم مو (افغان) دی، موږ بايد د ملت او هېواد ترمنځ فرق وکړو. افغانستان رغېدلی له افغانه دی، نو څوک چې (افغان) نه مني (افغانستان) خو اتومات نه مني)).
ما وويل: ((زه نور دلايل هم لرم که وخت و، وروسته به يې ووايم، خو اوس خپلو ملګرو ته نوبت ورکوم.)) جمهور رئيس، (حکيم تورسن) ته اشاره وکړه چې خبرې پيل کړي! تورسن صيب وويل: ((به اجازه رئيس صاحب جمهور و تمام حاضرين محترم در اين مجلس، ما ميخواهم ګفته های خود را در چند کلمه مختصر عرض بدارم، تنها در مورد همين موضوع، شخص سری تذکره تابعيت بحث ميکنم ګر چه موضوعات ديګر نيز وجود دارد که فعلاً وقت اش نيست، اکثر رئيس صاحب لازم ديد، در يک فرصت مناسب ديګر باز بحث ميکنم، رئيس صاحب محترم! بايد عرض شود که در طول سی، سی و پنج سال بسياری ارزشهای مهم به اين و ان عنوان از ما ګرفته شد، تنها افتخار که مانده، همين افغان و افغانيت ما و شما است، که تمام ملت را وصل کرده، کلمه افغان به همه اقوام، خورد و کلان و هر فرد اين مملکت اطلاق ميشود، اين مشخص به يک قوم نيست، افغان افتخار ماست، اين افتخار از ما ګرفته شود، ديګر خو چيز نه مانده، که ګرفته شود، همين هويت ملی ما (افغان) و (افغانيت) مانده اګر اين هم ګرفته شود، ديګر چيزی نمی ماند، حالا که خارج ميروم، همه ما به افغان ياد ميشويم، اګر تاجک و ازبک، پښتون و اينها نوشته شود در خارج برای ما چه بګويد، تاجک کجا استی؟، تاجک تاجکستان، ازبک ازبکستان، پشتون پاکستان، ما قرغيز هم داريم، تاتار هم دارم، اينها را چه بګويد؟ قرغيز قرغزستان يا قرغيز افغانستان، تاتار روسيه يا تاتار افغانستان، در روسيه چندين قوم زندګی ميکند ولی همه انها را روس ميګويد، در تذکره هويت شان برای همه شان روس ګفته ميشود. همين هندو های افغان ما، اينقدر وطنپرست هستند، که ما هندوستان رفته بوديم، يک هندو افغان مارا تابعيت هندوستان ميداد، يک شرط برايش مانده بود، که فقط جای تولد تانرا افغانستان نوشته نکو، هندو افغان ما برايش ګفت، ما در افغانستان تولد شدم، ما افغان هستم، افغان و افغانستان افتخار ما ست، به خدا قسم که او هندو ما خاص از خاطر نام افغان و افغانستان تابعيت هندوستان را قبول نکرد، اين وطن خانه مشترک ما است ما به هيچ وجه از افغان و افغانيت تير شدنی نيستم و اين افتخار بايد از ما ګرفته نه شود ونه ما به کسی به شمول شخص خود شما را حق ميدهم، که هويت ملی ما از ما سلب شود، يک مورد ديګر را نيز ميخواهم جناب رئيس جمهور به شما بګويم، که شما هميشه در مبارزه جاری تان به خارجيها ازديدکوچه اهنګری انتقاد مينمايد، خوب است که از کوچه اهنګری به کوچه زرګری هم قدم بزنيد از زرګران هم مشوره بګيريد، زرګران مشوره بسيار باريک و ظريفانه را ميدهد، خوب است، کارشناسان و افراد چيز هم را نيز وقت به وقت دعوت نمايد و از انها نيز مشوره بګيريد!)) د تورسن صيب په خبرو کې د (کوچه اهنګری) کليمې جمهور رئيس ته ډېر خوند ورکړ، ويې ويل: (( چون جنګ جنګ اهنګری است، از اين خاطر از کوچه اهنګری داخل ميشم))
تورسن صيب وويل: ((ما ګپهای ديګر رانيز دارم خو فعلاً وقتش نيست که همه شان رابيان کنيم، فعلاً به همين ګپهای خود اکتفا مينمايم، تشکر از توجه شما!))
د تورسن صيب په خبرو پسې بيا جمهور رئيس خبرې پيل کړې: ((ګپهای تورسن صيب راست است، ما يک وقت در (شمله) بوديم، در شمله هندوستان، يک روز در يک کوچه بازار پياده ميرفتم، يک دو سه تا طفل پشت ما می امد، خيرات ميخواست، ما به يکی از انها يک چند روپيه دادم، فکر کردم که هر سه اش از يک فاميل است، چند قدم ديګر که رفتم از همين سه طفل يک دختر پشت ما ميدوه، به اواز بلند ميګويد که به او پيسه دادی برای ما هم بدهيد، ما پيسه ندادم، در اخر به اواز بلند دوزدن شروع کرد، عجيب اين که دشنام زدنش به پشتو بود، داسې ترخې کنځلې يې کولې چې ای ستا پلان او مدان چې هېڅ د يادولو نه دي، زه حيران شوم چې دا جلۍ څنګه پښتو وايي، دلته دا جلۍ او پښتو؟ بيا مې ورپسې ورمنډه کړه چې ويې نيسم، پيسې ورته ورکړم، دې راڅخه منډه کړه، ما هم دويدم اينا هم، خو ګيرش نه کردم، طفل ديګر که همرايش بود و از او کرده کمی خورد بود او را ګير کردم، همداسې رپېده له ډاره، ما ويل مه ډارېږه، وهم دې نه، دا راته ووايه چې تاسې دلته څه کوئ او دا پښتو دې څنګه زده کړې؟ ده راته وويل چې موږ خو پښتانه يو، دلته اوسېږو موږ کور کې پښتو وايو، هغه بله مې خور وه، ټول کور کې پښتو وايو، بيا مې د هلک پر سر لاس تېر کړ. اين ها پشتونهای بودند که سابق از پاکستان به هندوستان رفته بودند و در شمله در نزديک کوه های هماليه زندګی ميکرد، پشتو را ياد داشت اما کلی انها خود را هندی ميگفتند، و در تذکره شان (انډين) نوشته بود، به همه هندی ها انډين (اطلاق) ميشود، همين (سلمان خورشيد) که فعلاً وزير خارجه هندوستان است از لحاظ قومی پشتون است و در پشتون اپريدی است، در اپريدی هم کوکخيل است، مګر فعلاً نميګه که پشتون هستم، اپريدی هستم يا کوکخيل هستم، بلکی ميګه که هندی يا انډين هستم. در هندوستان صدها قوم و صدها مذهب هستند، به همه شان انډين اطلاق ميشود، حتی مسلمانان هندوستان هم نشنليتي خود را (انډين) ميګويد. پس ګپ های تورسن صيب راست که هندوهای افغان ما، در هر جای دنيا که باشد، خود را افغان ميګويد و به افغان بودن خود افتخار ميکند.))
ولسمشر بيا جنرال غلام حسين هزاره ته نوبت ورکړ، جنرال هزاره خپلې خبرې داسې پيل کړې: ((به اجازه رئيس صاحب جمهور و همه محترمين حاضر در اين جلسه ما کمکی ملا هستم ملايی صحبت ميکنيم، الله(ج) در قران عظيم الشان می فرمايد: بسم الله الرحمن الرحيم، يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ...
هدف ما ازين ايه کريمه اينبود که خداوند(ج) ما را شعبه شعبه افريده، برای تعارف يکديګر مګر به نزد خداوند(ج) مکرم کسی است که تقوا داشته باشد. وقتيکه ما برای تعارف خويش يک هويت نداشته باشيم، مردم ما را به نام چی و از کجا ميشناسد؟ افغان و افغانستان افتخار ماست، ما سر افغان بودن خويش افتخار ميکنم، يک تعداد اشخاص که انها نه نمايندګی از کدام قوم ميکند. نه از کدام زبان و سمت ګپ انها جدا است، هيچکس حق ندارد افغانيت ما را از پيش ما بګيرد، از اين خاطر ما تائيد ميکنم، اسلاميت و افغانيت بايد در تذکره ذکر ګردد. ما از ګپهای برادر خود اقای يون پشتيبانی ميکنم و طرفدار اين هستم که (دين) و (ملت) (اسلام) و (افغان) در تذکره ذکر ګردد که هويت ملی ما مستحکم ګردد.
ګپ ديګر من به رئيس جمهور اين است که ما خو اين طرف و ان طرف در تلويزيونهای ګپ ميزنم، دولت را ګوشتزد ميکنم، کاستيها، نواقص و کاميابيها را برجسته ميسازيم، خوب است که رئيس صاحب وقت ناوقت اين کارشناسان، اهل خبره و ديګران را دعوت نمايد، از اينها در مورد مسايل کلان مملکت مشوره بګيرد، تنها سر چند نفرکه اين طرف و ان طرف رئيس جمهور حلقه زده به اينها مملکت جور نه ميشود، به هر حال در بعضی مسايل از عملکردها و نظر رئيس جمهور به خصوص در مورد عقد قرارداد امنيتی پشتيبانی مينمايم و در بعضی مسايل ګيله ها و انتقاد های رانيز دارم. در اخر يک بار ديګر ګپهای برادران خود را تائيد مينمايم، و خواهان ذکر کليمه (اسلام) و (افغان) در تذکره هستم.))
جمهور رئيس د جنرال هزاره تر خبرو وروسته وويل: (( جنرال صيب ګپهای ته در تلويزيونها ميشنويم از همه چيز خبر دارم.)) بيا يې شېرعلم امله وال ته د خبرو نوبت ورکړ! شېرعلم امله وال وويل: ((د جمهور رئيس او ټولو قدرمنو مشرانو په اجازه، زما نوم شېرعلم امله وال دی، په قوم پشه يي يم، په پشه يي، پښتو او دري ژبو درېواړو ښې خبرې کولای شم او په ?