د څوارلسمې او پنځلسمې پېړۍ نوميالي:
سوري شیرشاه فریدالدین
الحاج مولوي زین الله منلی
( ۱۴۷۲ع - ۱۵۴۵ ع)
د المنجد په اعلامو کې د سوری شیر شاه په اړه راغلي دي چې دی یو افغاني لارښود و او د هند په بهار کې لوی شوی دی. په ۱۵۳۶ع کال کې یې بنګال فتح کړ او همایون یې کابل ته وزغلاوه .
له ۱۵۳۹ څخه تر ۱۵۴۵ پوری د ډیلي بې سیاله واکمن و. په اداری چارو ډېر ښه پوه وه چې جلال الدین اکبر په خپلو اصلاحی چارو کې دده په لاره تللې و او خپل واک یې ټینګ کړی و .
شیر شاه په هند کې د افغانی واک بانی و. شیرشاه په پنځلس کالو کې خپله واکمنی تینګه کړه او پنځه کاله یې په درز واکمنی وچلوله. په دې لږه موده کې ده له بنګالې څخه نیولې د پنجاب تر رهتاس پوری او له اګرې څخه نیولې تر مندو پورې یې په هر ځای کې جوماتونه ،کوهیان او پردېستونونه جوړ کړل. هر پردېستون دوه دروازې درلودې چې په یوه دروازه کې به د مسلمانانو د هر کلی لپاره مسلمان ولاړ و او په بله دروازه کې به د هنداونو د هرکلي لپاره هندو ولاړ و چې اوبه او خواړه به يې ورکول. د ټولو لارو او سړکونو پر غاړو سيوري کوونکي ونې ولاړې وې. په ټوله لاره کې به پر مسافرو سيوری و. د امن دا حال و چې که يوې بوډۍ اشرفۍ په ټوکرۍ کې پرسر کړې وای چا به ورته کتلي هم نه وای او چې څوک چېرته ويده کېده ويده کېده به، دغله غم نه و. پوځيانو ته يې په خپل مهال تنخواه ورکوله. دی د خپلې واکمنۍ ښه ساتونکی و.
هغه مهال چې شېرشاه د جودهـ پور له سوبې څخه راستون شو نو محدث سيد رفيع الدین چې د ده سلا کار و، ورته وويل اوس ماته اجازه راکړه چې حرمينو شريفينو ته لاړشم او پاتې عمر هلته په عبادت تېر کړم . شير شاه ورته وويل ماته ديوې سلا له لپاره ستون کړی یې يو څو کلاګانې پاتې دی چې لا تراوسه پورې سوبه شوي نه دي. زما زړه دي چې ډېر ژر هندوستان فتح کړم او تر تروه سمندر پورې ځان ورسوم او له قزلباشو سره چې حاجيان ځوروي ، او نور بدعتونه هم کوي جګړه و کړم او بيا له هغه ځای څخه دې د روم قيصر ته د سفير په توګه واستوم چې له ماسره هملاسی او ملګری شي او په حرمینو شريفينو کي ماته د استوګنې له پاره يو ځای را کړې بيا به له دې ځای څخه زه اوله هغه ځای څخه د روم واکمن سره يو ځای او ملګری شو او قزلباش به له مخې ليرې او ورک کړو. که اوس د روم له واکمن څخه قزلباش و تښتي او غرونو ته لاړ شي نو چې د روم واکمن بېرته لاړ شي دوی بېرته له غرونو څخه راکوز شي او وراني پيل کړی او که زه له دې لوري او دروم واکمن له هغې لوري څخه ورباندې راشو او په مينځ کې يې را ايسار کړو نو بيا د تېښتې لاره نه لري او کولای شو چې د دوي د ورانکارۍ او شرارت مخنيوی و کړو، بيا دوی هيڅ نه شي کولای او د تېښتې لاره به نه لري. په دې مهال همايون له ده څخه ايران ته تښتېدلی و. همايون له درې ځايونو څخه د ده پر ضد مرسته او کومک تر لاسه کولای شو. له ايران ، ترکستان او روم څخه. شېرشا خپل سلاکار ته وویل: ده اوس په ايران کې د پل ايښودلو ځای موندلی دی. او که له دې ځای څخه وتښتي نو په ترکستان کې ځای نه لري، ځکه چې اوزبکان د تيموريانو دښمنان دي. نو دی کولای شي چې يوازې روم ته پناه يوسي او مرسته ور څخه و غواړي او چې روم هم زما ملګری شي دا لاره به يې هم بنده شي.
شير شاه څه غوښتل او څه وشول؟ شيرشاه لاړ او د کالنجر کلا يې محاصره کړه او سخته جګړه يې ورسره پيل کړه. يو پر بل یې د توپونو وارونه کول. ناڅاپه دشيرشاه په جبه خانه او د باروتو په ډېريو د دښمن د توپ ګولۍ ولګيدله، د باروتو لمبې جګې شوې هر څه وسول او شير شاه هم نيم سوی خپلې خيمې ته ځان ورساوه.
کالنجر کلا فتح شوه خو شير شاه و مړ او د مرګ تاريخ يې شو: «ز آتش مرد» (۹۵۲).