دروانوسیاسي لړو شاته څه روان دي ؟
- لیکونکی ش،حصین
افغانستان یو اشغال شوی هیواد دی.داشغال په شتون کې دولت له حقوقي پلوه دتعریف وړ نه دی. دولت په عام مفهوم کې د ټولنې ،ملت ، خاورې او واکمنۍ ځانګړنې سره تړي. دولتونه په پیژندل شوې بڼه په درې ډولونو کې ځان راښي،لومړی هغه چې دټولنې دغړو ترمنځ دهمغږۍ لپاره دټولنې دبا القوه ارادې له مخې را منځ ته کیږي.دویم هغه ډول چې دیوه ټولنیز تړون له مخې شته والی مومي اودریم هغه چې دټولنې دمتضادوټولنیزو ځواکونو دمتقابلې مبارزې په نتیجه کې ځان جوړوي.هغه حکومتي واکمنۍ چې استعمار او یا اشغال ېې رامنځ ته کوي ددولت حقوقي تعریف ځکه نشي موندلی چې هلته دټولنې دخلکو اراده، ملي واکمنۍ او دخاورې داستقلال خبره دپردو دزور تر سیوري لاندې دمظلومیت بڼه غوره کوي.
هغه څه چې دمتحده ایالاتو دبهرنیو چارو دوزیر جان کیرې په آمرانه دستور دواکمنۍ په نوم را جوړ شوي،ددولت مفهوم ځکه نشي موندلی چې په هغه کې یوه پردۍ جابرانه اراده دپیښو دحل لوری ټاکي او دافغانستان دخلکو اراده څه چې آن دهغوخلکو اراده هم په کې ځای نه لري کوم چې داشغال په ترحم کې پايي او داشغال په لوبو کې درايي ورکولو صندقونو ته تللي .ځینې کسان دبهیرونو اصلي لاملونو ته ډیر نه ګوري خوسره له دې هم دخواجه حافظ شیرازي په خبره وايي چې:«دوشاه دریک اقلیم نه ګنجد».دحافظ دوران دروانو اشغالګریو څه، چې دزاړه استعمار دوران هم نه و. دهغه په زمانه کې کورنیو حالاتو ته په کتودا له حکمته ډکه خبره شویده. نن چې دنړیوالې پانګې دواکمنۍ په سر کې دامریکا په مشرۍ دګلوبالیزم تر غولوونکي نامه لاندې داشغال اواستعمار رنګ اوښتی دی،هغه واکمنۍ ، البته نه دولتونه چې داشغال په دستور او دیکتات را منځ ته کیږي په هیڅ ډول هم ددولت مفهوم نشي درلودلی.دغه واکمنۍ دانجیو ګانو تر کچې هم ټیټې،بې واکه او پردۍ دي.داچې په یوه هیواد کې دوه موازي واکمنۍ جوړوي یا لس او شل دپوځې او سیاسي بهیرونو په څنګ کې په عاموټولنیزو، اقتصادي او آن فرهنګي برخو نه یواځي مثبت اثر نشي کولی بلکې دشبکه يي انجیویی فعالیتونو په شان هر څه دپردو په ویالو ور سیخوي. دجان کیري دملي یوالي دحکومت یا تر هغه نه هم په مسخره ډول ،«دولت !!!»طرحه په هیڅ علمي اوبشري فرهنګ کې دتعریف وړ نه دی. ویل کیږي چې دغه مضحکه طرحه یو وخت دامریکايي پوځونو تر چتر لاندې په جنوبې کوریاکې را منځ ته شوه ، خو همغلته ېې هم له پیدایښت مخکې دمرګ کفن واغوست.دافغانستان پردو کینولو واکمنو ته ډیره دشرم وړ خبره ده چې دهیواد داساسي قانون خلاف دملي یوالي ددولت کلمه پکار وړي او همدې رسوا لوبې ته دمشروعیت پرتوګ ور اغوندي. داساسي قانون په لومړۍ ماده کې لولو:«افغانستان خپلواک ، واحد، او نه بیلیدونکی اسلامي جمهوري دولت دی » دغه شان په څلورمه ماده کې لولو:«په افغانستان کې ملي حاکمیت په ملت پورې اړه لري»واقعیت خو دادی چې افغانستان اشغال دی،اوپه اشغال کې استقلال لومړۍ ستره له لاسه وتنه ده.له دې سره سره دافغانستان نوم داساسي قانون له مخې اسلامي جمهوري دولت دی. کله چې ددغه تعریف ځای دملي یوالي دولت نیسي نواسلامي والی او جمهوریت والی ېې دواړه له منځه تللي دي.اوس پوښتنه داده چې داساسي قانون له تعدیل مخکې څوک ددې واک لري چې داساسي قانون دغه ماده تر پښو لاندې کړې. البته جان کیري ته دې سلام وي!!. برسیره پردې دڅلورمې مادې له مخې حاکمیت په ملت پورې اړه لري. دملت مفهوم دلته دهیواد په ټول نفوس او دهغو په اراده کې ځان ښودلی شي ،نه اشرف غني او پلویان یا ټیم ېې ملت کیدای شي او نه عبدالله عبدلله او مریدان ېې.ملت دوه ټوټې هم نه وي بلکې یوه واحده ټولنه ده.اشرف غني او هم عبدالله عبدالله ددوو داسې ځانګړو ملي اعتبار ته رسیدلوسیاسي منل شوو ګوندونومشران هم نه دي چې دا ادعاوکړی شي چې دوی دخپل سراسري پرګنیز نفوذ له مخې دملت دارادې دتمثیل واک او صلاحیت لري. په دې برخه کې دملت د ارادې ویش هغه هم داسې چې نیم ېې ستا نیم ېې زما، له یوې پردۍ مرګونې توطئې پرته بل څه نشي کیدای. دا یواځې جان کیري نه وچې زموږ دملت اراده ېې په خپله خوښه «فیفتې فیفتې!» کړه. بلکې دغه توطئه اوږد تاریخ لري.آن دتیرې میلادي پیړۍ په و روستیو لسیزو کې امریکايي دولتي لوړ پوړو جغرافیه پوهانو دافغانستان دټوټې کولونقشي وړاندې کړې. دهغو نقشو دعملي کولو لپاره کلنتن دامریکا پخوانې جمهور رئیس دطالبانو دواکمنۍ تر پیله پورې ډیرې هڅې وکړې. خوداسې ښکاري چې دطالبانو دجنګ په حال کې واکمنۍ له ټولوکورنیوزور زیاتیو سره سره دافغانستان دویش امریکايي طرحې شاته ووهلې. دافغانستان تر اشغال وروسته دغه طرحې دپخیدو په لور له همغه پیل څخه هم دبی شمیره انجیو ګانو او هم دکورنیومزدورانوپه مرسته په بیساري توګه وغزیدې.په یوه وخت کې داشرف غني او عبدالله عبدالله ټیمونه چې دواړه داشغال سر سپارلي دي،دومره مساوي قدرت ته رسول چې ملت ګرو او بیاېې په خپلو کې وویشي ، یوه ناببره او ناڅاپي پیښه نه وه او نه ده.همدا اوس ټوله مسابقه تر امریکایی نظر لاندې په دې روانه ده چې په غنیمت نیولی ملت څنګه سره وویشي. دغه ویش به دپښتون او تاجیک او یا ازبیک او هزاره یا نور ویش نه وي بلکې لاره ېې دیوه جغرافیایی ویش په لوراو هغه هم دهغو نقشو له مخې چې امریکايي ستراتیژیستانو مخته نیولي ، مخته ځي.
دجان کیري دنسخې له مخې دروانو سیاسي لړودتندو څپوپه اوږو هغه څه روان دي چې پایله ېې زموږ دخلکو او اولسونویو تر بله او هم خپل منځي تاریخ وژونکی ټکرله ځانه سره لري. هم اشرف غني او هم عبدالله او ددواړو ټیمونه پردې اخته دي چې خپل سنګرونه پاخه او وروسته دپردو په ګټه عمل ته راوو ځي.که په هیواد کې روان داشغال ضد مقاومت نه وای او یاېې دقدرت او توان مزي سست شوي وای نو دامرګونی پلان شوی ټګر به دجان کیري له ټاکنې وروسته په همغو لومړیو ورځوکې را منځ ته شوی وای.همدااوس ددواړو جان کیري پړسولو ټیمونو له خوادسکوت مزي شلیدلي او لفظي جګړې دلهجې په لږ توپیر را پیل شویدي.دغني ټيم داساسي قانون خبره کوي او دچوکیو ویش نیم په نیمه غیر قانوني بولي. خو څوک پوښتنه نه ورڅخه کوي چې ، هغه وخت دې چې له خلکو او اولسونو پټ دجان کیرې په تقسیم سند لاسلیک کاوه، اساسي قانون چیرته و؟ ولې دغه پټ سند تر ننه پورې ملت ته ونه ښودل شو؟څنګه دې ومنله چې دریاست جمهوري ریاست ټاکنې بریالی او پاتې راغلی نه لري؟داجرائیه ریاست ارګان چې دصدارت معنی لري داساسي قانون په کوم ځای کې و.په افغاني عامه تعبیر دولت درې ارګانه لري :حکومت، قضا او پارلمان . که کابینه او دوزیرانو شورا یومفهوم وي او دحکومتي ارګان ښودنه کوي نومسئول ېې هم باید یو تن وي.او دوزیرانو شورا یوو څه او کابینه چې انګلیسي نوم دی بل څه وي ، نو داخو په دولت کې څلور ارګانه جوړ شول.دغه څه داساسي قانون له مخې څنګه دتعریف وړ ګرځیدلی شي؟مګر داچې کابینه دتیرو ګوندونو دپلینوم معنی ولري. هغه څه چې بیا هم په اساسي قانون کې نشته. انتخابات خو داساسي قانون له مخې وشول ، ښه وو که بد، په جعل ا وفساد ولاړ وو که څه روغتیا ېې هم درلودله، پردې کار نه لرو.تاسو دوه متساوی الحقوقه واکمن دانتخاباتو له لارې راغلۍ که دجان کیري دفیصلې له مخې. داساسي قانون کومه ماده حکم کوي چې جان کیري هم حق لري چې دملت اراده تمثیل کړي. دخدای او دافغانستان دمظلومو خلکو په خاطر نور داساسي قانون نوم مه اخلی ،دا لوی شرم او رسوايي ده.همدې قلم څه موده مخکې لیکلي وچې «دغلو جنګ په ویش دی» ستاسو جنګ دپردو دطرحو دتطبیق په خاطردچوکیو په ویش او ددې ویش له لارې ځان دنوره په خدمت کې سپینول دي.په همدې خاطرمو ترقسم وروسته په لومړیوڅلیریست ساعتونو کې داشغال ددوام تړون لاسلیک او اوس هم تاسو او هم دامریکا سفارت دپارلمان دووکیلانو په خيټومړولواخته یاست چې دغه تړون ته حقوقي مشروعیت ور وبښۍ.همدا نن دولسي جرګې یوه غړي په لوړ آواز دښورا رېیس ته په خطاب کې وویل:«رئیس صاحب ! ډله ډله وکیلان مو همدا اوس دامریکا دسفارت په میلمستیاوو اخته دي .موږ دافغانستان وکیلان یو که دامریکا؟» ښکاره خبره خو داده چې ستاسودخپل منځي پټو او ښکاره جګړو ناتار زیږوونکې لړې کوڅو ته را وتي دي..عبدالله عبدالله په خپله اراده یا دنورو په فشارتعرض پیل کړیدی. داتعرض ظاهراً لفظي دی خو شاته درنې ورانوونکې پايلي لري.کله چې وايي له فساد سره مبارزه دمفسدینو په انتخاب او را پورته کیدنه نه کیږي، دخبرو آدرس ېې معلوم دی او ځواب ېې هم نشته ځکه له ټول غرض سره سره ډیر هم دروغ نه وايي. دغه شان کله چې وايي دحکومت درا پرځولو لپاره په پاسنیوکړیو کې کودتايي حرکات روان دي ، ځان ته ددې لاره پرانیزي چې ځواب ته ېې ځان جوړ کړي.له همدې خبرو سره سم دده ویاند رحیمي دخبرواصلي جاج را برسیره کوي او صلاح الدین رباني بیا دسولې له شورواڅخه دخپلې استعفی دلیل له محمد اشرف غني سره دسولې په مسأله کې دنظر اختلاف ښيي. دا ټول ښيي چې جنګ يواځې دچوکیوپه ویش نه بلکې ددریځونو او متضادو نظرونو پر بنسټ لمنه خوروي. او دا څو اړخیزه متضاد لمسوونکي خوځښتونه بې له شکه پردۍ اشارې هم لري او داپردي همغه معلوم اړخ دی چې که یو ېې لاسونه مچوي هغه بل يي بیا پښوته ور لویږي او حقارت هغه ځای ته رسي چې نه یواځې زموږ د خلکو، بلکې دعام بشریت دکرکې وړ ګرځي.