غني او اتمر له امریکا د بمبار او شپنیو عملیاتو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده
نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۱، ۱۳۹۳ل): د یوه پخواني جګ پوړي افغان چارواکي په حواله د نیویارک ټایمز ورځپاڼي لیکلي چې اشرف غني او حنیف اتمر په ګډه د امریکا څخه غوښتي چې په افغانستان کې د پخوا په پرتله بمبار او شپني عملیات زیات کړي.
دغه چارواکي ویلي چې د حامد کرزي د حکومت په وخت کې په امریکایانو باندي لګول شوي ټول بندیزونه له منځه وړل شوي او امریکایانو ته په خلاص مټ اجازه ورکړل شوې چې «څه غواړي هغه وکړي».
حنیف اتمر او اشرف غني په ګډه د امریکایانو څخه دغه غوښتنه کړې او ورته ویلي چې «څومره چاپې او بمبارونه کولای سئ، درته اجازه ده».
تر دې وړاندې نن ټکی اسیا د وال سټریټ ژورنال په حواله خبر ورکړی و چې اشرف غني امریکایانو ته یو ځل بیا په خلاص مټ اجازه ورکړې چې د افغانانو په کورونو چاپې ووهي او بمبارونه وکړي، چې بیا وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) له خوا دا خبر رد شو، خو عملا بیا هم امریکایانو په لنډه موده کې څو ځایه پرلپسې بمبارونه او د شپي عملیات وکړل.
د یادوني وړ ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي چې ده ته معلومات شته، چې امریکایانو ته یو ځل بیا اجازه ورکړل شوې څو د افغانانو په کورونو باندې د شپي له خوا چاپې ووهي. کرزي دا کار د «تاسف وړ» بللی و.
کرزي زیاته کړې چې له امریکایانو سره د دوی تر ټولو لوی مشکل هم له همدې امله و، ځکه امریکایانو د افغانستان دودونو او عنعناتو ته هیڅ پاملرنه نه کوله، د خپلې خوښې سره یې د شپې عملیات کول او د افغانانو په کورونو به ور ننوتل.
ورځپاڼه لیکي چې اشرف غني د امریکايي ځواکونو د مشر جنرال کامپبل سره هم نیږدې اړیکي جوړي کړي.
له دې تر مخه داسي راپورونه هم ورکړل شوي وه چې جنرال کامپبل د ملي امنیت شورا ته منظم د ګډون لپاره ورځي، او خپل وړاندیزونه او مشورې د اشرف غني د امنیت شورا سره شریکوي.
جنرال کامپبل په یوه ایمیل کې چې امریکا ته یې لیږلی، ویلي چې د اشرف غني او حامد کرزي تر منځ فرق د شپې او ورځې په څېر دی، موږ اوس یو ډیر مهم او ستراتیژیک فرصت لرو چې کار ځیني واخلو. نوموړي لیکلي چې پر دوی ټول هغه بندیزونه چې د کرزي لخوا پرې لګول شوي و لرې شوي دي.
یوه جګ پوړي امریکايي جنرال ویلي چې دوی به د اشرف غني له خوا په ورکړل شوې اجازې باندي په افغانستان کې یو ځل بیا وتوانیږي چې خپلې نوې ټیکنالوژي لرونکي الوتکې لکه ایف ۱۶ جنګي جیټ الوتکي، بي ۱بي بمبار کونکي الوتکي، او د ډرون الوتکو مختلف قسمونه به په را روان کال 2015 کې وکاروي.
نوموړي ویلي چې د همدې پریکړو وروسته دا پریکړه شوې چې په راتلونکو څو اونیو کې به د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په افغانستان کې د عملیاتو لپاره (د کومک پریکنده عملیاتو) نوی نوم غوره کړي.
هغه زیاته کړې چې امریکا به د افغانستان په جنوب او ختیځ کې افغاني عسکرو ته روزنه ورکوي، په کابل کې ترکي، په لویدیځ کې ایټالوي، او په شمال کې جرمني ځواکونه خپله دنده پر مخ وړي.
د حامد کرزي د واکمنۍ له پای ته رسېدو او د غني-عبدالله له ګډ حکومت سره داسې برېښي چې له امریکایانو سره اړیکي د کرزي په پرتله ډېرې تودې شوي او د امریکایانو «تړلي لاسونه» ورخلاص شوي. کامپ بل دوې اوونۍ وړاندې له اشرف غني له دې امله مننه کړې وه چې د حامد کرزي له لورې د امریکايي ځواکونه «تړلي لاسونه» ده ورته خلاص کړي او په عملیاتو کې يې خپلواکي ورکړې ده.
پخوا یوازې دا خبره د اشرف غني په اړه شوې وه؛ خو د نیویارک ټایمز اوسنی راپور بیا د غني د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر هم په دې کار کې ګډوي چې له امریکایانو د لازیاتو عملیاتو غوښتنه کوي.
په دې اړه ولسمشري ماڼۍ تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.