څیړنه :

دکب غوښه مو له دې ناروغیو ژغوري:

 

 

د وروستیو څیړنو پر مټ  دکب غوښه درسره مرسته کوي ،چې له سګرټ څکولو څخه لاس واخلئ ، د زړه  او سینې له ناروغیو مو ژغوري ، حافظه مو پیاوړې کوي ، دعمر له ډېریدو سره مو دهېرتیا له  ستونزې لرې ساتي ،  دپړسوب  له   کبله  د روماتیزم  درد راکموي ، حامله مېرمنې  باید دکب غوښه ډېره وکاروي،چې دحمل دغورځیدو مخه ونیسي  پردې سربېره دکوچنیانو د درک  او پوهې  وړتیاوې  لا پسې غښتلې کوي . 

له ډېرو څیړنو وروسته جوته شوې ده،چې دکب غوښه دا جادو ډوله اغیز ځکه لري،چې "Omega-3"په نوم مواد لري ، ځکه خو ډاکتران  سپارښتنه کوي،چې  لږ تر لږه باید په اونۍ کې دوه ځل دکب  غوښه وخوړل شي. پردې سربېره هغه خلک ،چې پخوا دزړه  پر ناروغۍ اخته شوي وي  او هغه کوچنیان ،چې د درس پرمهال د نه ترکیز  او پوره پاملرنۍ ستونزې سره مخ وي  دوی باید دکب غوښه ډېره وکاروي .

پخوانیو څیړنو ثابته کړې وه که چیرې حامله مېرمن  دکب غوښه وخوري یاده مېرمن به دحمل پرمهال  هیڅ خپه نه شي ، پردې سربېره  دماشومانو د ادراک او عقلي ځواک وړتیا لا پسې پیاوړې کوي ، که ماشومان دښوونځي په لومړیو کلونو کې  "Omega-3" وخوري  په تحصیلي سویه کې یې توپیر جوتیږي او هغو ماشومانو ته خو اړین دی،چې دنه ترکیز له ستونزې ځوریږي.

"Omega-3"په وینه کې دکولسترول  کچه راکموي او دفشار مخه نیسي ، ددې ترڅنګ درګونو دپړسوب مخنیوې کوي  او د وینو جریان  ښه کوي ، په رګ کې دوینو دراغونډیدو مخه نیسي ، ځینې څیړنې لا دا هم وايي : دکب غوښه دزړه ضربان منظموي ځکه خو ډاکتران دزړه ناروغۍ لرونکو وګړو ته سپارښتنه کوي ،چې "Omega-3"ډېره وکاروي  او دا ډول ناروغان باید دکب سربېره دسمندري خواړه ډېر وخوري.

سږ کال Neurology مجلې په خپل راپور کې لیکلي دي: "Omega-3" په دماغ کې دهغې برخې د حجم دزیاتیدو مسوولیت لري،چې حافظه په کې شتون لري دا خبره پخوا هم یو شمېر طبي څیړنو کړې ده.  

هغه خلک ،چې پر روماتیزم ( دبندونو درد او پړسوب ) اخته  دي دکب غوښه کولای شي،چې دا ډول درد او پړسوب راکم کړي ، یوه څېړنه ،چې 32 زره ښځو په کې برخه اخستې وه دا ثابته شوې ده  که یوه ښځه په اونۍ کې یو ځل هم دکب غوښه وخوري دا ورسره مرسته کوي ،چې دروماتیزم له ناروغۍ وژغورل شي .