
اس هغه څاروی دی، چې د وفادارۍ مثالونه یی له ډیر پخوا نه ثابت کړي وو.
د برتانیې په مانچستر ښار کې برانون نومی اس د خپلی څښتنی اخری لیدو ته روغتون ته لاړ.
۷۷کلنه شیلا مارش چی د سرطان په ناروغۍاخته وه د ژوند په ورستیو شیبو کې یی د خپل آس سره د لیدلو هیله وکړه.
اس یی روغتون ته راغی او سترګې یې په خپلی څښتنې، چې د مرګ په حال په بستر کې پرته وه ولګیدې، خپل احساست یی قابو نکړای شول او ناببره یی د څښتنې لور ته منډه کړه او د هغی په ښکلولو او هغې سره یی مینه پیل کړه. د ناروغې خپلو خپلوانو چې د اس دا حال ولید ټولو په ژړا پیل وکړ څو ګنټی وروسته شیلا په ابدی خوب ویده شوه او له دنیا ولاړه.