د پکتيا قومي مشران:
په پکتيا کې دې د شوي فساد په اړه څېړنه وشي
شکورکامران ــ پکتيا
د پکتیا پریس کلب- د پکتيا په مرکز ګردېز کې قومي مشرانو، د مدني ټولنو فعالانو او ځوانانو د ملي يووالي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د فساد د مخنيوي کړې ژمنه دې پوره کړي.
دوی د يوې احتجاجيه غونډې په ترڅ کې له ولسمشر اشرف او اجرائيه رېئس څخه غوښتنه وکړه هغه چارواکي چې په فساد کې ښکېل دي د محاسبې مېز ته کېنوي.
نوراحمد رښتياوال له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه چې پکتیا ولايت ته دې يو باصلاحيته هئيت راوليږي څو په پکتيا کې د تېرو شپږو کلونو کې د شويو فسادونو څېړنه وکړي.
نوموړي رښتياوال وويل د هغو پروژو څارنه او پوښتنه دې هم وشي چې کارونه يې هم لاهم نيګمړي پاتې دي.
رښتياوال وايي: موږ له مرکز ي حکومت څخه د يو باصلاحيته او بې طرفه هئيت غوښتونکي يو، ګوندي هئيتونه نه غواړو، چې راشي ادارات دې وڅېړي، د دوی کارکردګي دې وګوري وروسته له هغه به معلومه شي چې قانون څه سزا ورته ټاکي.
يوه قومي مشر د فساد په اړه وويل چې د ولايت والي د خپل زوی په نوم د جوړ شوي شرکت ساختماني شرکت او نورو له شرکتونو له خوا په پروژو او د رغونې په کارونو کې ښکاره فسادونه کړي او لا يې هم کوي.
دې قومي مشر وويل: سړ کونه منظوريږي او هغه ټېکدار ته ورکول کيږي چې هغه د والي سره تړلی وي، هغه ټېکدار ته والا که کار ورکړل شي چې چاروکو سره لار ونه لري. د خدای لپاره دا څه حال دی، چاته ورشو؟
د غونډې ګډونوالو ويل که غوښتنو ته يې مثبت ځواب ونه ويل شي نو خپلو اعترضونو ته به دوام ورکړي او په لاريونونو به لاس پورې کړي.
هڅه مو وکړه چې په دې د ولايت مقام نظر هم له ځانه سره ولرو خو هغوی په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
یاده دې وي چې تر دې وړاندې هم د پکتیا اوسېدونکو څو ځله د پکتیا د والي پر ضد لاریونونه او اعتراضیه غونډې جوړې کړېدي خو د مرکزي دولت له خوا لا هم د دې ولایت په اداره کې کوم سمون او بدلون نه دی راغلی.