آیا دخلقی جنبش استراتیژیک اهداف سوسیالستی، کمونستی یا ملی دیموکراتک وو؟

Khalq logoکله چه زمونږ په ګران هیواد افغا نستان کی دخلقی جنبش تهداب دیوی ګډی ناستی په نتیجه کی دنور محمد تره کی په مشری په ۱۳۴۳کال دجدی په ۱۱ نیټه کیښودل شو اوپه ۱۳۴۵ کال کی نور محمد تره کی دخلق دجریدی امتیاز تر لاسه کړ نو دهمدغی جریدی په اوله او دوهمه ګڼه کی یی ددی جنبش کړن لاره دافغانستان خلکو ته دلو ستلو لپاره په نشر ورسوله. پدی کړنلاره کی دافغانستان خلکوته یو علمی سیاسی پروګرام دافغانی ټولنی د سیاسی او اجتماعی مسا یلو دحل لپاره وړاندی شوی وه. دا ټول مسایل دیو ملی دیمکراتیک پروګرام په چوکاټ کی مشخص شوی وه او هری برخی ته مشخصی کتنی شوی وی. چه دسیاسی قدرت دنیولویا ګټلو په صورت کی به هغه دافغانستان مظلوم ملت په خدمت کی عملی کوی.
دخلقیانو په کړنلاره کی دملی دیموکراسی پر اساساتوولاړ دیوه سیاسی نظام غوښتنه شوی وه، په دی معنی چه ملی ډیموکراسی دولت او ملی ډیموکراسی کړنلاره نه په هغه وخت کی او نه په اوس کی یوه سو سیا لستی، کمو نستی برنامه وه او نه دی.ملی ډیمو کراسی اصطلاح به هغه هیوادونو او دولتونو ته اطلاق کیده چی ضد امپر یالستی تګلاری به یی غوره کړی وی، چه په مجموع کی دا اصطلاح ددریمی نړی دهیوادو هغی برخی ته څرګنده اشاره وه چی سیاسی قدرت به دملی ازادی بخښونکی نهضتو نو په لاس کی وه.نو دخلقیانو برنامه هم دهمدی غو ښتنی او پرنسیپ پر بنا جوړه او تنظیم شووه.ملی ډیموکراتیکوانقلابونو او دولتنو ددوهمی نړیولی جګړی نه وروسته دهغه وخت دبین المللی شر ایطو په اساس او دیو هیواد دخاصو اجتماعی او اقتصادی شر ایطو له مخی ضد فیوډالی او ضد امپریالستی خصوصیت درلود او یوازی دهیوادونو دزیارایستونکو انسانانو له ګټو نه دفاع په منظوربه یی عمل کوه. ملی ډیموکراسی یا ملی ډیموکراتیکو دولتونو عمده کړڼلاره په دی کی وه چه ددولتی سکتور دتقوی له لیاری یی دلویو خونړی انحصاراتو مخه نیوله چه په ډیرو هیوادوکی په ځانګړی توګه ددریمی نړی په هیوادوکی یی ښی پایلی پریښودی. اوس عملآ ګورو چه دغه لوی خونړی انحصارات دمظلومو ملتو نو په ستونویی چاړه ایښی او توتکه یی ورته پریکوی. دملی ډیموکراتیک دولتونو دتشکیل په اړه داسی څرګندونی کیدلی چی ملی ډیموکراتیک دولتونه دخپل خپل سیاسی جوړښت له نظره باید داولسونو او خلکو دازادو،پټواو مستقیمو رایو پر اساس منځ ته راشی. ملی ډیموکراتیک دولتونو خصوصیت هم داوه چی باید ضد فیوډالی او ضد امپریا لستی تګلاره تعقیبه کړی او باید دخلکو دارادو مظهر وی چی دخلقی جنبش مرامنامی دمنځ ټکی په همدی محور څرخیدل. په دغه وخت کی دروس امپراطوری د کمونیزم تر عنوان لاندی په جهانی قدرت تبدیل شوی وه نو روسانو په هغه هیوادو کی چی ملی ډیموکراتیک نظامونو قدرت ترلاسه کړی وه او یا ددریمی نړی په هیوادو کی چه ملی ډیموکراتیک جنبش داوج په حال کی وه نو روسانو دهغوی ضد امپریالستی موضعګری نه په سوی استفا دی سره تلاش وکړ، چه هغوی تر خپل نفوس لاندی راولی، نوموړو هیوادونو او جنبشونو ددوو مجبوریتونو له مخی دروسانو کاذب سیاست ته دصداقت په سرتګه کتل.
اول. ځکه ډیموکراتیکو هیوادونو ضد فیوډالی او ضد امپریالستی سیاست په مخکی بیوه، نو امپریالستی هیوادونو دمادی او معنوی مرستونه محروم وه. دوهم، دی هیوادونو داسی فکر کوه چه روسان به واقعآ پرته له کوم مطلب نه لدی دولتونوملاتړوکړی ، حال دا چه روسانو اګاهانه دا هیوادونه جبرآ له خپل اصلی مسیر نه منحرف او بلاخره یی دسیاسی ملاټړ په وخت کی یوازی پریښودل کوم چی دانن مونږ او تاسی یی ګورو چی امریکا او دهفی متحدین لدی هیوادوځینی ددوی دپخوانی ملی سیاست په لرلو انتقام اخلی. ملی ډیموکراتیک انقلاب او دهغه په نتیجه کی چه کوم دولت منځ ته راځی هغه دولت نه دمضمون له نظره او نه دمحتوا له نظره یو سوسیا لیستی دولت دی، خو په هغه وخت کی د نړی کپیتالستی سیستم او ددینی ارتجاعی ډلو لخوا به هغو ګوندونو ته چه داډول استرا تیژی به یی درلوده یعنی دملی ډیموکراتیک دولت، نوهغوی ته به یی دکمونستانو خطاب کوه، او که چیری دنړی په کومه ګوښه کی به داډول دولت منځ ته راغی نو دپانګوالی نړی به له نورو تورو ارتجاعی دولتونو سره یو ځای هغه هم دکمو نستی دولت په نامه تبلیغاوه، حال داچه واقعت داډول نوه، په دی معنی چه په داسی ګوندونو او نهضتونوکی دډیموکراتانو شمیرمطلق اکثریت وه، داچی ډیموکراتانو ته څوک دکمونست خطاب کوی داصرف پر بل باندی دتهمت لګولو نه بل مفهوم نه لری او نه یی درلوده.موږ او تاسی ټول اوس عینی شاهیدان استوچه دجهانی امپریالیزم او دینی ارتجاع په موجودیت کی اسلام او مسلمانانو ته په ملی او بین المللی سطحه څومره سپکا وی کیږی یعنی په قران او رسول باندی ملنډی وهی ښځی خولاپریده په نرانو جنسی تیری کیږی. اوس نه دکفر او اسلام خبره شته او نه دجهادخبره. هغه چاه چه دملی اشخاصو او افرادو په رول کی اکټونه کول اوداسی به یی وانمودوله چه دی ملی ګټو او ملی ارزښتو ته ژمن دی. دوی هم ددی ظلم او فساد په مقابل کی ټول چوپه خوله ناست دی ته به وایی چه اوس وطن ګل اوګلزاردی او اجتماعی عدالت بر قرار دی. ددی نه معلو میږی چه ددی په کچکول کی هم څه څاڅی.

نور بیا...