محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد 

راپورتر : پیټ سن ولش

منبع : سي. ان. ان. ( امریکا )

نېټه : ۳۱ / ۱۰ / ۲۰۱۴

 ژباړن : محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد 

افغانان په سوریه کی جنګیږی
ایران پیسې راکوی چی د اسد له پاره وجنګیږو

ګزیان تیپ ، ترکیه ـ دا هم د تېر په څېر د سوریې د ګډوډ جنګ د نورو ډیرو تصویرونو غوندی یو دی ، چی یو سړی د نړېدلي ودانۍ د لوټو څخه راایستل کیږی . مګر دا له نورو مختلف دی . دلته وحشت ساکت دی او خلک دا ځای په آرامۍ سره کیندي او تلوار یې نه دی . دا ځکه چی هغوی پوهیږی چی دا کس د رژیم یو جنګیالی دی . دوی د کشولو په حال کی ورڅخه پوښتی چی « نور ملګري دې چیری دي ؟ ایا ته د یمن یې ؟» مګر یا ، دا ځل خبره بل ډول وه .

کله چی دوی د هغه وارخطا ، بیرېدلي او ستومانه سړي جسم له خاورو او دوړو څخه راایستیً ، نو ښکاره سوه چی د رژیم دغه جنګیالی یو افغان دی . هغه ویډیو چی « سي. ان. ان. » د سوریې د جنګیالیو څخه تر لاسه کړې ده ، چی موږ یې پوره تصدیق نسو کولای ، همدا صحنه ښکاره کوي . په دې کی د جنګیالیو هغه هڅي ښودل کیږی چی په هغه تن په تن جنګ کی اخته دي چی نه پریږدی د حلب ښار ترې ونیسی . هغوی دلته د یو نوې بندي څخه تحقیقات کوی . دا لومړی ځل دی چی یوه نوې خبره را څرګندیږی . یعنی دا چی هغه سړی عربي ژبه نه وایی ، بلکی تر شونډو لاندی په ژوولی ډول دري ژبه وایی . د څیرې څخه ازبک یا هزاره معلومیږی ، او ډیر بیرېدلی دی .

په ویډیو کی ښکاري چی د هغه بنداژ ( پټۍ یا پانسمان ) سوی دی او هم د وینی له لاری سیروم ورچالانه دی . دئ په یوه زیرخانه کی بندي دی او خواړه ورکول کیږی ، وروسته بیا نوری پوښتنی او ګرویږنی ترې کیږی . دا د رژیم لخوا په دې وحشیانه جنګ کی د بندیانو سره د کړنی په مقایسه یو سخاوتمندانه سلوک راښیی . دا معلومه نه ده چی هغه ته څه ورپیښه سوې ده ، خو دئ خپلو پوښتونکو ته داسی ځواب ورکوی : « زما نوم سید احمد حسینی دی . ایرانیان زما غوندی خلکو ته پیسې ورکوی چی دلته راسو او وجنګیږو . زه د افغانستان تبعه او په ایران کی مهاجر یم . ایرانیانو موږ سوریې ته راوستلو تر څو  د زینب زیارت وساتو . زه نور نه غواړم چی وجنګیږم . »

دئ وایی چی غواړم خپل هیواد ته ولاړ سم . ما ته د میاشتی پنځه سوه ډالره راکول کېدل تر څو وجنګیږم . په ایران کی ډیر افغان مهاجرین اوسیږی چی غواړي د دوو ـ درو لسیزو جګړه ځپلي او نړېدلی هیواد څخه دباندی کوم پناه ځای ولټوي . دئ وایی چی ما ته یې جنګي روزنه راکړه او بیا یې دلته راولیږلم چی د رژیم سره مرسته وکړم .

دا په باالقوه توګه د سوریې په جګړه کی یوه حساسه پرمختیا ده ، او تر ډیره حده ښیی چی د سوریې د رژیم پښې څنګه په ځینو سیمو کی تر میاشتو میاشتو ستومانیو او ربړو وروسته ایله اوس مځکی ته ورغلي دي . دوی د حلب د نیولو له پاره پر یوه لوړه برخه چی « هنذرات » نومیږی ، وینړۍ جګړه مخته بیایی . دا سیمه که څه هم کوچنۍ ده مګر د جنګیالیو لخوا نیول سوي حلب ته د اکمالات رسونکې لارې د نیولو له پاره حیاتی ده . که رژیم هنذرات ونیسی نو جنګیالیو ته به د حلب له پاره اکمالاتی لاره بنده سی او هغوی به مات او تسلیم کړی . نو دغه پر موقع راغلي افغان جنګیالي کولای سي د رژیم سره مرسته وکړی تر څو په دې ډول اییتلاف او د سوریې نرم دریځه جنګیالي داعش ته مخ واړوی او په نورو جګړو کی هم همداسی وکړی .

سي ان ان خپل یو کېمره لرونکی خبریال ختیځ افغانستان ته ولیږئ تر څو هلته د ایراني ایجنټانو لخوا د دې رژیم په ګټه د جنګېدو له پاره د اجیرانو د ګومارلو راپورونه له نږدې وګوري .

دننه په افغانستان کی :

په یو کلی کی ، څلورو کسانو چی نه یې غوښتل هویت او موقعیت یې معلوم سی ،  وویل چی موږ په ایران کی د روزنی څخه تازه راستانه سوي یوو . هلته موږ د پولیسو یو ماموریت ته بوتلل سوو ، سترګی یې راوتړلې او بیا یې د پوځی روزنی یو کمپ ته بوتللو چی هلته یې د سپکو وسلو استعمال او تاکتیکونه رازده کړل .

دغو کسانو خپلی تجربې په خورا تفصیل سره بیان کړې او هم یې هغه ایراني بانکي کارډونه راښکاره کړل چی له مخی یې هره میاشت د پنځو سوو څخه تر یو زر ډالرو پوری معاش اخلي . نورو کلیوالو هم دا بیانونه تصدیق کړل .

د هغوی لمسول مغلق دی . اکثریت وویل چی زموږ هدف پیسې دي ـ یعنی هغه احتمالی انګېرنه چی له امله یې ناټو له افغانستانه پښې سپکوي او د طالبانو خوځښت ورسره بدلیږی او هغه پیسې لږ کوي چی په هیواد کی ښندل کیږی . دوی همدا راز غواړي چی د امریکا سره هم وجنګیږی او ویل یې چی د هغو معتدلو سوریایی جنګیالیو سره جګړې ته له افغانستانه ورتګ چی امریکا یې مرسته کوی او رژیم یې سخت ځپی ، یوه بله وسیله هم ده .

یو کس داسی راته وویل : « موږ هلته د دوو دلایلو پر اساس ورځو : لومړی دا چی غواړو د هغو کسانو سره وجنګیږو چی په سوریه کی امریکا مرسته ورسره کوی ، دوهم دا چی ایران موږ ته پیسې راکوی تر څو په سوریه کی وجنګیږو . هغه کسان چی د اسد د رژیم پر ضد جنګیږی ، د امریکا غلامان دي . همدا علت دی چی موږ غواړو د هغوی سره وجنګیږو او ویې وژنو.»

دوی وویل چی موږ پخواني طالبان وو چی په دې جنګي ډله کی تر اختلافاتو وروسته د بدخویی او هر چا ته د غړیتوب ورکولو له امله موږ ایران ته ولاړو . « تر دې مخکی موږ په افغانستان کی د طالبانو غړي وو ، خو کله چی اختلافات په موږ کی د خړپړتیا سبب سول ، نو د طالبانو څخه ووتلو او ایران ته ولاړو . موږ هلته د جنګ له پاره ورځو . هلته به یا وژل کیږو او یا به د هغه میاشتنیو معاشونو سره بیرته راستانه کیږو چی ایران یې د راکولو وعدې راکړی دي .  

داعش :

دوی د سوریې د دې شخړی څخه د لږ معلومات لرلو سره سره یوه مغلقه مسأله بیان کړه چی له مخی به یې د خپلو ولي نعمتیانو ( روپۍ ورکونکو ) یعنی ایران په وړاندی وفاداري هم و ازمایل سي . کله چی د داعش په هکله ترې وپوښتل سوه چی هغوی خو هم د طالبانو غوندی تقریبأ ټوله سُنیان دي ، دوی وویل چی موږ د هغوی په باره کی لږ معلومات  لرو ، خو « که موږ هغوی په سوریه کی ووینو ، نو ورسره کښینو ، خبري به ورسره وکړو ، که مو افکار او عقاید سره ورته وو نو دوستان به یې سو . »

دا کار به د ایرانی ګومارلو له پاره چی د دغو خلکو سره د کومک له امله ترټل کیږی ، یوه غیر متوقعه یا نا پیش بیني سوې پایله ولری . د سوریې په جنګ کی د رژیم خپله ملیشا ، چی د لبنان حزب الله او عراقي ملیشې هم ورسره ملګري دي یوې خوا ته دي . داعش او د هغه سخت دریځه نړیوال صف هم بلی خوا ته دی . او د سوریې جنګیالي ، چی د القاعده څخه نیولې تر نرم دریځو پوری ، چی بهرنیان یې ننګه کوی ، بل اړخ دی . نو د سوریې دغه بې نظمه ، ګډوډ ، پخپل سر او په نهیلۍ سره بې خبرو اترو جنګ اوس یو بل مغلق او جګړه پاله عامل هم پیدا کړی دی ، پای .

یادونه : د اړونده ویډیو لینک دا دی :

http://www.cnn.com/2014/10/31/world/meast/syria-afghan-fighter/

منبع : سي. ان. ان. ( امریکا )
نېټه : ۳۱ / ۱۰ / ۲۰۱۴ 
ژباړن : نثار احمد صمد
افغانان په سوریه کی جنګیږی
ایران پیسې راکوی چی د اسد له پاره وجنګیږو
ګزیان تیپ ، ترکیه ـ دا هم د تېر په څېر د سوریې د ګډوډ جنګ د نورو ډیرو تصویرونو غوندی یو دی ، چی یو سړی د نړېدلي ودانۍ د لوټو څخه راایستل کیږی . مګر دا له نورو مختلف دی . دلته وحشت ساکت دی او خلک دا ځای په آرامۍ سره کیندي او تلوار یې نه دی . دا ځکه چی هغوی پوهیږی چی دا کس د رژیم یو جنګیالی دی . دوی د کشولو په حال کی ورڅخه پوښتی چی « نور ملګري دې چیری دي ؟ ایا ته د یمن یې ؟» مګر یا ، دا ځل خبره بل ډول وه .
کله چی دوی د هغه وارخطا ، بیرېدلي او ستومانه سړي جسم له خاورو او دوړو څخه راایستیً ، نو ښکاره سوه چی د رژیم دغه جنګیالی یو افغان دی . هغه ویډیو چی « سي. ان. ان. » د سوریې د جنګیالیو څخه تر لاسه کړې ده ، چی موږ یې پوره تصدیق نسو کولای ، همدا صحنه ښکاره کوي . په دې کی د جنګیالیو هغه هڅي ښودل کیږی چی په هغه تن په تن جنګ کی اخته دي چی نه پریږدی د حلب ښار ترې ونیسی . هغوی دلته د یو نوې بندي څخه تحقیقات کوی . دا لومړی ځل دی چی یوه نوې خبره را څرګندیږی . یعنی دا چی هغه سړی عربي ژبه نه وایی ، بلکی تر شونډو لاندی په ژوولی ډول دري ژبه وایی . د څیرې څخه ازبک یا هزاره معلومیږی ، او ډیر بیرېدلی دی .
په ویډیو کی ښکاري چی د هغه بنداژ ( پټۍ یا پانسمان ) سوی دی او هم د وینی له لاری سیروم ورچالانه دی . دئ په یوه زیرخانه کی بندي دی او خواړه ورکول کیږی ، وروسته بیا نوری پوښتنی او ګرویږنی ترې کیږی . دا د رژیم لخوا په دې وحشیانه جنګ کی د بندیانو سره د کړنی په مقایسه یو سخاوتمندانه سلوک راښیی . دا معلومه نه ده چی هغه ته څه ورپیښه سوې ده ، خو دئ خپلو پوښتونکو ته داسی ځواب ورکوی : « زما نوم سید احمد حسینی دی . ایرانیان زما غوندی خلکو ته پیسې ورکوی چی دلته راسو او وجنګیږو . زه د افغانستان تبعه او په ایران کی مهاجر یم . ایرانیانو موږ سوریې ته راوستلو تر څو  د زینب زیارت وساتو . زه نور نه غواړم چی وجنګیږم . »
دئ وایی چی غواړم خپل هیواد ته ولاړ سم . ما ته د میاشتی پنځه سوه ډالره راکول کېدل تر څو وجنګیږم . په ایران کی ډیر افغان مهاجرین اوسیږی چی غواړي د دوو ـ درو لسیزو جګړه ځپلي او نړېدلی هیواد څخه دباندی کوم پناه ځای ولټوي . دئ وایی چی ما ته یې جنګي روزنه راکړه او بیا یې دلته راولیږلم چی د رژیم سره مرسته وکړم .
دا په باالقوه توګه د سوریې په جګړه کی یوه حساسه پرمختیا ده ، او تر ډیره حده ښیی چی د سوریې د رژیم پښې څنګه په ځینو سیمو کی تر میاشتو میاشتو ستومانیو او ربړو وروسته ایله اوس مځکی ته ورغلي دي . دوی د حلب د نیولو له پاره پر یوه لوړه برخه چی « هنذرات » نومیږی ، وینړۍ جګړه مخته بیایی . دا سیمه که څه هم کوچنۍ ده مګر د جنګیالیو لخوا نیول سوي حلب ته د اکمالات رسونکې لارې د نیولو له پاره حیاتی ده . که رژیم هنذرات ونیسی نو جنګیالیو ته به د حلب له پاره اکمالاتی لاره بنده سی او هغوی به مات او تسلیم کړی . نو دغه پر موقع راغلي افغان جنګیالي کولای سي د رژیم سره مرسته وکړی تر څو په دې ډول اییتلاف او د سوریې نرم دریځه جنګیالي داعش ته مخ واړوی او په نورو جګړو کی هم همداسی وکړی .
سي ان ان خپل یو کېمره لرونکی خبریال ختیځ افغانستان ته ولیږئ تر څو هلته د ایراني ایجنټانو لخوا د دې رژیم په ګټه د جنګېدو له پاره د اجیرانو د ګومارلو راپورونه له نږدې وګوري .
دننه په افغانستان کی :
په یو کلی کی ، څلورو کسانو چی نه یې غوښتل هویت او موقعیت یې معلوم سی ،  وویل چی موږ په ایران کی د روزنی څخه تازه راستانه سوي یوو . هلته موږ د پولیسو یو ماموریت ته بوتلل سوو ، سترګی یې راوتړلې او بیا یې د پوځی روزنی یو کمپ ته بوتللو چی هلته یې د سپکو وسلو استعمال او تاکتیکونه رازده کړل .
دغو کسانو خپلی تجربې په خورا تفصیل سره بیان کړې او هم یې هغه ایراني بانکي کارډونه راښکاره کړل چی له مخی یې هره میاشت د پنځو سوو څخه تر یو زر ډالرو پوری معاش اخلي . نورو کلیوالو هم دا بیانونه تصدیق کړل .
د هغوی لمسول مغلق دی . اکثریت وویل چی زموږ هدف پیسې دي ـ یعنی هغه احتمالی انګېرنه چی له امله یې ناټو له افغانستانه پښې سپکوي او د طالبانو خوځښت ورسره بدلیږی او هغه پیسې لږ کوي چی په هیواد کی ښندل کیږی . دوی همدا راز غواړي چی د امریکا سره هم وجنګیږی او ویل یې چی د هغو معتدلو سوریایی جنګیالیو سره جګړې ته له افغانستانه ورتګ چی امریکا یې مرسته کوی او رژیم یې سخت ځپی ، یوه بله وسیله هم ده .
یو کس داسی راته وویل : « موږ هلته د دوو دلایلو پر اساس ورځو : لومړی دا چی غواړو د هغو کسانو سره وجنګیږو چی په سوریه کی امریکا مرسته ورسره کوی ، دوهم دا چی ایران موږ ته پیسې راکوی تر څو په سوریه کی وجنګیږو . هغه کسان چی د اسد د رژیم پر ضد جنګیږی ، د امریکا غلامان دي . همدا علت دی چی موږ غواړو د هغوی سره وجنګیږو او ویې وژنو.»
دوی وویل چی موږ پخواني طالبان وو چی په دې جنګي ډله کی تر اختلافاتو وروسته د بدخویی او هر چا ته د غړیتوب ورکولو له امله موږ ایران ته ولاړو . « تر دې مخکی موږ په افغانستان کی د طالبانو غړي وو ، خو کله چی اختلافات په موږ کی د خړپړتیا سبب سول ، نو د طالبانو څخه ووتلو او ایران ته ولاړو . موږ هلته د جنګ له پاره ورځو . هلته به یا وژل کیږو او یا به د هغه میاشتنیو معاشونو سره بیرته راستانه کیږو چی ایران یې د راکولو وعدې راکړی دي . »